د شپې څراغ ته خوب خطر لري

مینه احمد

پوهانو خبردرای ورکړی چې د شپې خوب پرمهال څراغ او رڼا پریښودل، آن د سپوږمۍ او د برېښنايي ګروپ رڼا ته هم، د ځینو وژونکو ناروغیو خطر زیاتوي.

څیړونکو ویلي چې د شپې لخوا په خونه کې څراغ ته خوب کول د زړه او دماغي سکتې ناروغیو له لارې د مرګ ګواښ لوړوي.

پوهانو موندلې چې خونه کې نسبت کمزورې رڼا هم (لکه بهر د سړک یا سپوږمۍ نه داخلیدونکې رڼا) د ناورغۍ د زیاتېدو لامل کیږي، دوی وایي چې په لوړه کچه د څراغ وړانګې ککړتیا زیږوي، او ددې زیان په رګونو کې د وینې وچېدلو ناروغۍ سره مساوي کېدلا شي.

د څیړونکو په وینا، په وریځو رڼایي لګېدل د خوب پرمهال بدن کې د شپې لخوا د میلاتون هرمونونو تولید کموي، کوم چې په اوږده موده خوب کې مرسته کوي، دغه راز د وینې فشار، ګلوکوز او د بدن تودوخې کچه کموي.

د څیړنې مخکښ لیکوال «کینجي اوبیاشي» ویلي، مونږ په رڼا کې د خوب او د وینې وچېدلو ترمنځ ښکاره تړاو موندلی، د وینې وچېدلو ناروغي په عام ډول د پيژندل شويو علتونو څخه رامنځته کیږي، لکه سګريټ څکول، چاغوالی، شکر او د وینې لوړ فشار.

دغه راز ګڼ شر لاملونه په نظر کې نیولو سره پوهان په یوه خوله دي چې د شپې د مبایل استعمال آن د سرطان لامل کیږي، دوی وایي د څراغ یا مبایل څخه وتلې وړانګې د انسان پر روغتیا ژور اغیز کوي او دوی له سختو ستونزو سره مخ کوي، دوی سپارښتنه کوي چې د ښه خوب لپاره باید د شپې له خوب ۲ ساعته وړاندې د مبایل استعمال بند شي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button