پلار مې دروغجن، مور مې رښتینې وه!

پلار مې دروغجن، مور مې رښتینې وه!
پوهېږې ولې؟
کله به چې له کاره ستړی کورته راغی، ترې وبه مې پوښتل: پلار جانه ستړی یې، وئېل به یې نه بچیه!
کله به مې چې ولیده په فکر کې ډوب دی، ترې وبه مې پوښتل: پلار جانه څه ستونزه لرې؟ وئېل به یې نه بچېه!
کله به یې چې په دسترخوان ماته میوه راکړه، ترې وبه مې پوښتل: پلار جانه ستا نه خوښیږي؟ وئېل به یې نه بچېه!
کله به چې بازار ته لاړو نو دروند بار به هغه واخیسته، ترې وبه مې پوښتل: پلار جانه ستړی کیږې نه؟ وئېل به یې نه بچېه!
کله به چې اختر شو مونږ ته به یې نوې جامې اخیستلې، خو خپله به یې زړې جامې واغوستې، ترې وبه مې پوښتل: پلار جانه ځان ته دې ولې نوې جامې وا نه خستلې: وئېل به یې نه مې خوښیږي بچيه!
ورځې او کلونه تېر شول، ځوان شوم، پوخ شوم، یو دم پوه شوم، چې پلار مې دروغ وئېل:
ستړی کېده، ستونزې به یې لرلې، ناروغ به ؤ، د ژوند پېټي یې دروند وو، ښه خواړه یې خوښ وو، ښې جامې یې خوښېدلې، استراحت یې خوښېده.
خو زمونږ د پاره به یې دروغ وئېل، چې مونږ خوشحاله شو.
پلار جانه ګران یې راته؛ خو نه هغومره، چې زه درته ګران یم.
د پلار په لیدو مې وژړل، په زړه کې مې وئېل: آخ پلار مې دروغجن نه ؤ.
زړه مې تنګ شو او ما هم ولیکل، چې د پلار او مور قدر وپېژنو.
زما ګرانه پلاره! الله تعالی دې تاسې ته د نوح (ع) عمر درکړي.
که پلار مو درته ګرانه وي نو دا لیکنه شریکه کړئ.
Design and Edite:
Irshad Studio

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button