د هڅونۍ او تشویق دود زمونږ په وطن کې

سید عبیدالله نادر

د هڅونۍ او تشویق دود زمونږ په وطن کې
د هڅونۍ او تشویق بڼه او روش زمونږ مًلک کې او یا زمونږ په وطن کې له ډیری مودی راهیسی ، هیڅ رواج او مود نه درلود او نه یې لري ، نو په دي اساس زمونږ لیکوالان شاعران پو هان استادان په ډیر زړه نا زړه خپل کارونو کې پر مخ تللي ، دا ډیر لوی عیب او نقصان په مونږ کې دی ، زه تر دغه دمه چې تر اویاوو کالو پوری رسیدلی یم .د دي شاهد یم ، چې هیځکله زمونږ با استعداده ځوانان لیکوالان شاعران ادیبان د ابتکار خاوندان ، مبتکره استادان نه دي هڅول شوي ، دا مسئله د عمرونو را په دي خوا، زما په ذهن کې ده ، دا زمونږ یوه لویه تشه ده ، خو په دي ورځو کې چې د ۱۳۹۹ کال د میزان د میاشتی ورځي دي ، نو د شمسیه په نامه یوه نجلۍ زمونږ د هزاره ورونو د ملیت څخه چې د کانکور په آزموینه کې د افغانستان په سطحه په لمړی درجه فارغه شوي ،د دي نجلي څخه ډیر ښه تقدیر وشو ، او په میډیا هم د دي ښه قدرداني وشوه او دا چې رئیس جمهور اشرف غني د کانکور د آزموینې لمړۍ درجی ؛ګټونکي ته او دوهم او دریم ته چې دوه هلکان وو ، هغه د رېیس جمهور له خوا تقدیر شول دا ډیر ښه کار وو، او د دي کار زه تقدیر کوم او که په راتلونکې کې دي پدیدۍ یا نوښت ته دوام ورکړو ، دا به ډیر ښه کار وي ، د تشویق او هځونۍ سره به نه یواځي شاګردان استادان هم تشویق شي ، همداسي شاعران او ادیبان و هڅول شي ، دولتي مامورین په ښه کارونو سره و هڅول شي ، او تقدیر شي ، او وستایل شي د دي سره به دوی نور هم درانه درانه خدمتونه وکړي ،د شاګردانو په ښه روزلو کې به نور هم کوښښ وکړي ، او د ابټکار خاوندان به نوی لاري پرنیزی ، او نور خدمتونه به نه یواځې وطن ته بلکه ټول عالمِ بشریت ته وکړي ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button