څنګه په یوې دقیقې کې د خپل ورمېږ درد او شخي له منځه یوسو؟

لیکنه: شکېبا نادري

لیکنه: شکېبا نادري

څنګه په یوې دقیقې کې د خپل ورمېږ درد او شخي له منځه یوسو؟

 

ډېری وخت کله چې د ویده کېږو د لوړ بالښت، یا د ویده کېدو د ناسم حالت په له امله او یا د یوې اوږدې مودې لپاره پر څوکۍ کې د کېناستلو له امله مو ورمېږ درد کوي، یا احساس کوئ چې ورمېږ مو شخ پاتې شوئ دی او د حرکت پر مهال درد احساسوئ.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو د ورمېږ د درد او شخۍ د لمنځه وړلو هغه کړنې بیانوو چې په شپیتو ثانیو کې به مو د ورمېږ درد له منځه یوسي او د ارامۍ احساس به وکړئ.

که تاسو هم غواړئ په یوې دقیقې کې د ورمېږ له درد نه ځان خلاص کړئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. ښي او کیڼ لور معلوم کړئ

که د اوږدې مودې لپاره په کمپیوټر کې بوخت یاست او وروسته د کار له خلاصون څخه مو ورمېږ په درد پیل وکړ، د دغه درد د له منځه وړلو لپاره لومړی دا معلوم کړئ، چې درد مو د ورمېږ په کومه برخه کې دی، یعنې درد مو د ورمېږ په ښي او که په کیڼ  لور کې دی، کله مو چې د درد ځای معلوم کړ، هماغه ځای په خپلو ګوتو  په ډېرې ارامۍ سره تخته کړئ،  شل ثانیې همدا کړنه تر سره کړئ، وروسته مو سر یوې او بلې خواته  تاو کړئ، بیا مو لومړی ښۍ او بیا کیڼه اوږه ښکته خواته کش کړئ، همدا حرکت پینځلس یا شل ځله  تکرار کړئ ډېر ژر به مو د ورمېږ درد له منځه لاړ شي. 

 

۲. لومړی په مستقیمه توګه کېنئ او بیا مو ولي یو بل ته نږدې کړئ، بیا بېرته د لومړي په څېر یعنې مستقیمه توګه کینئ، دا کړنه لس ځلې ترسره کړئ د ورمېږ درد به مو له منځه لاړ شي.

 

۳. لومړی مو باید اوږې مخې خواته او بیا شا خواته لس ځلې تاو کړئ دا کړنه مو هم د ورمېږ درد له منځه وړي.

 

۴. په یوې دقیقې کې د ورمېږ د درد او شخۍ د له منځه وړلو لپاره بله غوره لار دا ده، چې په ډېرې ارامۍ سره لومړی خپل غوږ پر خپلې ښۍ اوږې او بیا پر کیڼې اوږې ولګوئ او دا کړنه لس ځله تکرار کړئ په ډېرې چټکۍ سره به مو د ورمېږ درد له منځه لاړ شي.

 

۵. پر بالښت او یا چوکۍ ته داسې  تکیه وکړئ، چې ټوله شا مو د چوکۍ سره ولګېږي او دا کړنه تر دېرشو ثانیو پورې تر سره کړئ او پر همدې حالت کینئ.

 

۶. مساژ ورکول هم د ورمېږ درد له منځه وړي، کله مو چې په ورمېږ کې د درد او شخۍ احساس وکړ، ورمېږ ته مو مساژ ورکړئ، د نعناع او زیتونو غوړي سره ګډ کړئ او د ورمېږ هغه برخه مو چې درد کوي پرې غوړ یې کړئ او ورو ورو مساژ ورکړئ. 

 

۷. که غواړئ چې ورمېږ مو درد ونه کړي، نو باید د خوب پر مهال د ځان لپاره مناسب بالښت وټاکئ، لوړ بالښت مو د ورمېږ په درد اخته کوي، نو کله چې ویده کېږئ تر ټولو اړینه کړنه دا ده چې د ځان لپاره سم توشک او بالښت وټاکئ تر څو ارامه خوب وکړئ او د ورمېږ له درد نه هم خلاص وئ.

پر یادو کړنو سربېره د ورمېږ د درد لپاره بله اسانه لاره ګرمول دي، ډېری وخت د ورمېږ د درد لامل سړه هوا هم وي، نو ګرمول یې هم درد ارامولای شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button