ژوند بې موخې مه تېروئ

ژوند د ستونزو او کړاونو نوم دی يا ژوند د بلا په څېر دی؛ موږاو تاسې به دغه بلا سره مبارزه کوو او پرمخ به ځو!

د ښه ژوند تېرولو لپاره اړينه خبره د هدف لرل او دهدف لاس ته راوړل دي،خو له بده مرغه دغه ستونزه يعنې د هدف نه لرل زموږ په ټولنه کې خورا مخ په زياتېدو ده.

انسان چې نړۍ کې الله(ج) پېداکړى موخه يې هم روښانه ده اوهغه موخه دالله(ج)عبادت کول او خپل ورځنى ژوندالله(ج) او دهغې درسول (ص) په لارښوونوتېرول دي،له بده مرغه ددې ستونزې لويه برخه ځوانان دي.

له ډېروځوانانوسره هغه مهال چې مې ورته نصحت کاوه راته ويلي دي:(ځه مړه څه به کيږي که نور هيڅ نه وو نو،ملي اردو خو شته که هغه هم نه وه نو رېړه خو شته.)

داخبره د يوه ځوان لپاره ډېره دبې همتۍ او دناتوانۍ ده.

زموږ يو ښوونکى وو هغه به چې کله موږ ته نصحت کاوه او غوښتل به يې چې زموږ روحيات پياوړي او دژوند لپاره مو راته په هدف ټاکلو لارښوونه وکړي، نو راته به يې ويل:(تاسې چې زده کړه کوئ نوپه لوړ فکر سره يې کوئ له ځان سره هوډ کوئ چې زه به په راتلونکې کې دهېواد ولسمشر کيږم،که په همدغه هدف وئ نوکه ولسمشر نه شوئ وزير خو به شي او که وزير نه شوې نو والي، ريس او يا مدير خوبه شې.)

ټولنيزې ناخوالې(بې ګناه وژنې، غلا، رشوت او….)، دکورنيو مسوولينو بې مسووليته کړنه،بې کاري،له پرمختللې نړۍ بې خبري او په ټاکل شوي ځای کې د ژوند تېرول، بې جراتي، د رسنيو سره د اړيکې نه لرل يعنې د تلوېزيون او راډيو په کور کې نه شتون او يا هم په ټوله کې دمطبوعاتو ته د لاس رسي نه لرل،غربت او فقر له امله ناهيلي او نور يې ستر لاملونه دي.

حل لارې:-
که مشران کشرانوته لارښوونه وکړي او خپلو مسووليتونوته يې ځېر کړي نو شونې ده چې د ځوانانو په روح کې به همت راوټوکيږي.

د دې ترڅنګ مشران بايد خپلې تجربې او د ټولنې د رسېدلو کسانو د تېر ژوند او بيا د نوي تغير شوي ژوندکيسې وکړي.

دغه راز د ټولنې پوهه د ځوانانو روحيات، جرا‌ئت اوپه غېرت کې راولي، د نورو پرمختللو هېوادونو کيسې دې ورته وکړي،رسنۍ بايد په دې اړه د رسېدلو کسانو سره مرکې او يا يې ژوند ليکونه خپاره کړي.

د تلويزيون پروګرامونو په لړکې بايد د پرمختللو هېوادونو پرتليز ژوند ننداره شي، ديني عالمان که په خپلو وعظونو کې د هدف په ارزښت او په دې نړۍ کې دنيکمرغه ژوند تېرولو په اړه د اسلام مبارک دين په رڼاکې څرګندونې وکړي.

نوشونې ده چې د هېواد هر وګړى به مو دخپل ژوند لپاره يو هدف وټاکي، د دې ترڅنګ که د ورځنيو چارو لپاره پلان جوړ شي چې راتلونکي ټاکل شوي هدف ته به اسان ورسيږو.

د دې ستونزې د حل لويه لاره همت دى او بايد په هرشکل چې وي په ځوانانو کې همت را پيدا او هدف يې وټاکو.

لیکنه: ضیاالرحمن حبیب سپين غر

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button