په یوه سازمان کې، د مدیر دنده|

محی الدین دلیل

مخکې له دې چې په یو سازمان کې د مدیر د رول په اړه وغږېږو، ښه به دا وي چې په لنډ ډول مدیر وپېژنو، مدیر د ادارې له لوري له هغه ټاکل شوي شخص څخه عبارت دی چې باید د نوموړي سازمان ټاکلې موخې، د یوه ډله افرادو سره یا د هغوی پر مټ، په مؤثر او مثمر ډول ترلاسه کړي. له مؤثر څخه مراد داده چې مدیر باید سم کارونه  ( چې سازمان خپلو موخو ته رسوي)، او له مثمر څخه مو موخه  داده چې مدیر باید کارونه په سم ډول ( له کمو سرچینو زیاته پایله) ترسره کړي.

مدیریت پوهان له درې لارو د مدیر رول درپېژني، لومړی دا چې په یوه سازمان کې مدیر کوم کارونه ترسره کوی، دوهم دا چې په یوه سازمان کې مدیر کوم نقشونه باید ولوبوي، او دریم دا چې مدیر کوم مهارتونه او وړتیاوې باید ولري. اوس راځو دغه درې واړه روشونه په لنډ ډول تشریح کوو.

  • یوه سازمان کې، مدیر کوم کارونه او دندې ترسره کوي.

ددې روش پر اساس، په یوه سازمان کې مدیر څلور بنسټیزې دندې او کارونه ترسره کوي ، دغه دندې عبارت دي له پلان جوړولو، تنظیمولو، رهبري کولو، او کنټرولو څخه. په پلان جوړولو کې د موخو ټاکل، د ستراتیژیانو جوړول، او په ښه ډول د کارونو مخته وړلو لپاره پلانونو طرحه کول شامل دي. د تنظیمولو دنده کې د کارونو وېش او سمبالول لکه کوم کارونه باید ترسره شي،څوک یې ترسره کړي، څوک چاته راپور ورکړي، څوک له چا څخه راپور واخلي، څوک باید تصمیم ونیسي شامېلیږي. رهبري کې، کارکوونکو ته اړینې لارښونې کول، د کارکوونکو تشویق او متحرکول، د کارکوونکو ترمنځ د ولاړېدونکو ستونزو په ښه ډول حلول، په کارکوونکو کې مثبت نفوذ پیدا کول او داسې نور کارونه شامل دي، او بالاخره په کنترولو کې د پلانونو په سم ډول مخکې وړل، د فعالیتونو پرتله کول، اړینې سمونې او اصلاحات راوستل، او داسې نور اړوند مسائل شتون لري. نو د لومړي روش پر بنسټ مو خپلې پوښتنې ته چې په یوه سازمان کې مدیر څه کوي ځواب ترلاسه کړ، دغه دندې عبارت دي له پلان جوړولو، تنظیمولو، رهبري کولو، او کنټرولو څخه.

  • یوه سازمان کې مدیر کوم نقشونه لوبوي

ددې روش پر اساس، مونږ ویلای شو چې مدیر هغه شخص ته ویل کېږي، کوم چې په یوه سازمان کې لاندې لس نقشونه لوبوي.

الف) Figurehead (فېګورهېډ_بې واکه مشر): د مدیر لاس لاندې کارکوونکي مدیر ته د اختیار او واک د سرچینې په توګه ګوري، او د ستونزو د حل لپاره ورڅخه لارښوونې غواړي، همدارنګه مدیر په ځينو مراسمي او ټولنیزو کارونو کې لکه د کارکوونکو د واده په نماځنغوندو کې برخه اخیستل، پېردونکو ته ښه راغلاست ویل او داسې نور هم ترسره کوي.

ب) Leader(ليډر-رهبري): مدیر خپل لاس لاندې کارکوونکي د موخو ترلاسه کولو لپاره د مالي او غیرې مالي سرچینو په کارولو تشویقوي.

ج) Liaison(لېزن – رابطه): مدیر د یوه سازمان په استازیتوب له کورنیو او بهرنیو اشخاصو سره د رابطه کوونکي شخص رول لوبوي.

د) Monitor(مونېټور- څارونکی): مدیر په پرله پسې ډول له کورني او بهرني محیطونو څخه د هغو فکتورنو په اړه مالومات راټولوي، چې کولای شي سازمان تر تاثیر لاندې راولي. همدارنګه د خپلې کاري ډلې له روغتیا او فعالیت څخه هم څارنه کوي.

ه) Disseminator(ډيسیمینېټور- خپرونکی): مدیر ټول اړین مالومات چې کارونو او فعالیتونو ته مؤثریت او مثمریت وربښي له خپلې کاري ډلې او نورو همکارانو سره ویشي.

و) Spokesperson(سپوکس پرسن-ویاندوی): مدیر اړین او ګټور مالومات د سازمان په استازیتوب له بهرنیو کړیو سره شریکوي.

ز) Entrepreneur(اینټر پرېنور-پانګوال): مدیر د یو پانګوال په څېر په یوه سازمان کې نوي نظریات او طرحې وړاندې کوي، هغه عملي کوي او ولاړېدونکي ستونزې په غوره ډول حلوي.

ح) Disturbance Handler(ډېسټربنس هېنډلر-ستونزو ته رسېدونکی): مدیر ټولو هغو ستونزو ته چې د کورني یا بهرني فکتورونو پرمټ رامنځته شوي پاملرنه کوي، او د اړتیا وړ سمونې او اصلاحات پلي کوي.

ط) Resource Allocator(ریسورس الوکېټور-د سرچینو ځانګړی کوونکی): مدیر په مؤثره ډول د ټولو شته سرچېنو په کار اچولو او سمبالولو مسؤلیت هم په غاړه لري.

ي)Negotiator (نیګوشیېټور-مذاکره کوونکی): مدیر د سازمان په استازیتوب په داخل او بېرون کې د مذاکره کوونکي په توګه هم نقش او رول لوبوي.

نوټ: کولای شو پورتني لس نقشونه په دریو ګروپونو ووېشو، لومړی ګروپ د انټرپرسونل نقشونو په نوم یادېږي چې پېګورهېډ( بې واکه مشر)، لېډر(رهبري) او لېزن( رابطه)نقشونه پکې شامل دي، دوهم ګروپ د انفارمېشنل ( مالوماتي) نقشونو په نوم یادېږي او د مونېټور(څارونکی)، ډېسیمینېټور(خپرونکی)، او سپوکس پرسن(ویاندوی) نقشونه پکې شاملېږي، دریم ګروپ د ډیسېژنل ( تصمیم نېونې) نقشونه دي او انټرپرېنور(پانګوال)،  ډېس ټربنس هېنډلر(ستونزو ته رسېدونکی)، ریسورس الوکېټور(د سرچېنو وېش) او نېګوشېټور( مذاکره کوونکی)نقشوه پکې راځي.

  • د وړتیاوو او مهارتونو پر بنسټ د مدیر رول پېژندل

دا چې مدیر د خپلو کارونو په ترسره کولو کې کومو وړتیاوو او مهارتونو ته اړتیا لري، پر دې اساس هم کولای شو پوه شو چې په یوه سازمان کې مدیر څه رول لري. مدیریت پوهانو څلور وړتیاوې وړاندې کړي.

الف) فکري یا مفهومي وړتیا: ددې وړتیا پرمټ یو مدیر کولای شي، مغلقې او پېچېده ستونزې او مسائل تحلیل او تجزیه کړي، او غوره تصمیمونه ونیسي.

ب) انټرپرسونل یا د نورو سره د رویه کولو وړتیا: دا هغه وړتیا ده چې له مخې یې یو مدیر کولای شي په یوه ټولي یا ګروپ کې، او یا له نورو سره په انفرادي ډول په مناسب او غوره رقم کار وکړي. لکه څرنګه چې د مدیر سراوکار له خلکو او کارکوونکو سره دی، نو په دې اساس انټرپرسونل وړتیا چې د کارکوونکو د تشویق، له هغوی سره د خبرواترو، هغوی ته د کارونو د مسؤلیت سپارلو او داسې نورو لپاره اړینه ده، د مدیر د مهمو وړتیاو له ډلې شمېرل کېږي.

ج) تخنیکي وړتیا: دا هغه وړتیاوې دي چې یو مدیر یې د یوه کار د مخته وړو لپاره باید ولري، دا وړتیا تر ډېره برېده په پوهه او علمي رتبې حاصلولو سره ترلاسه کېږي. د بېلګې په ډول د انجینري په برخه کې یوه مدیر باید، د انجینري کوم پروګرام تعقیب کړی وي.

د) سیاسي وړتیا: مدیر باید د ښو اړیکو د جوړولو، پاللو، له هغو څخه د کار اخیستلو، او په سازمان کې دننه د خپل ټیم په ګټه چنه وهلو وړتیا ولري، دغې وړتیا ته سیاسي وړتیا وايي.

ددې روش پر بنسټ مدیر باید پورتنۍ څلور وړتیاوې ولري، او د کارونو په مؤثر او مثمر ډول ترسره کولو کې یې وکاروي.

پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button