وختونه تیريږي اویادونه یې پاتیږي !

وختونه تیريږي او یادونه یې پاتیږي !
د طالبانو د کيبل واکمنی دوران و.چې د زیړی مازدیګر په مهال ،صبريو کې زموږ د مجلسې کلي و مخې ته يو پیکپ موټر ودرید. چې ګورم ارواښاد خیرمحمد خندان او ورسره درې څلور،پنځه تنه ملګري له موټره راښکته شول .ما او ارواښاد الحاج مدیرصیب میرزمان خان ورسره مینه ناکه ستړي مه شي او روغبړ وکړ. خودوی ټول په تبیتونو کې ساړه او ترهیدلي ښکاریدل .
له ګران خندان نه مې وپوښتل چې خندان نه ښکارې د ټنګ ټکور وسایل هم درسره نه شته لامل څه دی خیرت خوبه وي ؟
خندان لږ موسکی شو د ژور ساړه اسویلي په ایستلویې وویل :
د خیرتونو دوران تیر دی . د ټنګ ټکور د وسایلو له کبله د مرګ سره مخامخ شوو. یوه واده ته بلل شوي وو چې په لاره کې د وسله والو طالبانو ودرولو. د هارمونیې، طبلې،رباب اوشپیلۍ په لیدلو یې له موټره راښکته کړو د پوښتنو ګرویږنووروسته په دې پوه شول چې موږ یوه هنري ډله د واده ښادۍ ته روان یو. د سوکانو،څپیړو وارونه پیل شول اوبیا یې زموږ د سترګو په مخ کې د ټنګ ټکور ټول وسایل مات او ټوک، ټوک کړل . د خدای فضل وچې موږ ژوندي پاتې شوو خو په لاره کې مو وپتییله چې شپه به ستاسو سره کوو.
هغو مو ډیر ونازول شپه مو په ټکو ټکالو او د خندان د ښکلو غیرنیوسندرو تیره کړه .
هو! له بده مرغه افغان ولس ته به وایې چې غمونو،دردونو، تړمو،تړمو اوښکو تویولو،ویرنو او ساندو بوللوته پیدا دی.
طالبانود خپل امارت په دوران کې فرمان صادر کړاو په پله رسمي جریده کې یې د بندیزونو یولیست خپورکړ. په دې بندیزونو کې خوګ، د خوګ غوښه،د خوګ وازده، مصنوعي ویښتان،د انسان طبیعي ویښتان، ډیش انتنونه،ویډیوګانې،غږثبتوونکي سایل،میکرو فوتوګرافي وسایل، ټول هغه وسایل چې موزیک غږوي لکه پیانو،هرمونیه،شپیلۍ، تبله،تنبور،د بیلیارد میزونه، شطرنج، کرم بورد، قطعې، الکولي مشروبات،غږیزي کسیټې،ویدیویي کېسټې،کمپیوټرونه، ټلویزیونونه، د نوکانو رنګ، پټاقی،د ماشومانو د اور لوبوتوکي،هرډول سینماتوګرافي فلمونه،هر ډول تندیسونه مجسمې، د جامو یا خیاطانو کتلاکونه،تابلوګانې، د کریسمیس کارتونه،د ډالۍ کارتونه اونیکټایې ګانې شاملې وي.
خو د هیښتیا خبره داده چې پخپله ملامحمد عمرپه دیره مینه په ټایپي کسیټوکې کلیوالي سندرې اوریدي او د څلور میرمنو او ګڼواولادو خاوندو.
اندیښنه مې په عصري نیکټایي ګانو او لبسرین مین ډبل عبدالله ته ده چې د سولي د عالي شوروا د ریس په توګه په دې اړه د قطرپه دوحه کې د طالبانو سره چې کابل ته د راتلوشیبې څاري . نه اور کم اونه اوربند مني غږیدلی دی اوکنه؟
ولس مشراشرف غني خولادمخه سپیني لونګۍ ، سپین کالي له اوږدو تسپوسره ساتلي دي.
هههههههه
مرګ اوویردی نه وي. افغانان د ژوند په چارواولاروښه پوهیږي. د سرتاسري سولې د ټینګښت په هیله.
۹/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button