طالبان ولې د ښځو له تعلیم وېرېږي؟

پوهنیار ورک

تعلیم د ټولنې د پرمختګ، د ستونزو دخلاصون لار، د هوساینې او ارمۍ اصل دی.
هره ټولنه چې غواړي له ستونزو خلاصه شي او د هرې ناوړې پدیدې مخه ونیسي، زده کړې یې یوازینۍ لار ده.
د ښځو له زده کړو سره د مخالفت او وېرې څو لاملونه. ښځه مور ده او تعلیم یافته ښځه بیا د مورتوب ترڅنګ لومړنۍ ښوونکې ده. کله چې مور لوستې وي، هغه اولادونه سالم روزي. سالم انسان هېڅکله د بل د لوبې نه ښکار کېږي. داسې کار نه ترسره کوي، چې د خلکو او ټولنې لپاره مضر وي.

مور که لوستې وي، هغه مخکې له دې چې ښوونځي ته اولادونه ولېږي، هغه ته زده کړې ورکوي. هغه پوهه چې باید ښوونځي ترلاسه کړي هغه یې مور ورته ښودلې یي چې زده کوونکی لا نوره هڅه کوي چې ډېر څه زده کړي، همدا وجه کېږي چې د سن نه یې ذهنیت او وړتیا مخکې وي. داسې زوی بیا ټولنې ته ویاړونه راوړي او یو نالوستی پرې په اسانۍ واکمني نشې کولای.

که مور نالوستې وي، ډېری اولادونه نالوستي پاتې کېږي؛ په داسې حالتو کې خو بیخي ډېر چې د زده کړو لپاره د هڅونې هېڅ درک نشته، بلکې لارې درته تړل کېږي. پلارونه خو ډېری په کور کې نه وي. مخکې مو وویل چې مور نالوستې وي؛ نو زوی هم نالوستی پاتې کېږي. همدا نالوستی بیا په اسانۍ باندې د واکمانانو د اور/جګړې خاشاک کېږي. لکه په تېرو څلوېښت کلونو کې یې موږ شاهدان یو.

بل په لوستي زوی باندې د دوی بابولالې اثار نه کوي، ځکه نالوستی په ډېرو نرمو جملو د اور ډنډ ته ځان ګوزاروي

نور ښکاره کړئ
Back to top button