د نجونو پر تحصيل بنديز ته ولسمشر غني غبرګون

د طالبانو له لوري د نجونو پر تحصيل د بنديز له اعلان وروسته، ولسمشر غني وايي چې په هېواد کې د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې او په یوویشتمه پيړۍ کې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو ښکاره او کرکجنه بېلګه ده.
دا په داسې حال کې ده چې، طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې پر ښځو د محدوديتونو لګولو او د نجونو ثانوي ښوونځیو له تړلو وروسته په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د نجونو پر زده‌کړو تر بل امره پورې بنديز ولګوه.
ولسمشر غني په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې اصلي ستونزه د واکمنې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی.
ښاغلی غني وايي، واکمنه ډله په کوم واک غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب کې ګوتې وهي؟ ايا دوی غواړي د هېواد تعلیمي نصاب د حقانیه مدرسې په نصاب واړوي؟ ايا د دوی تعليمي نصاب د امام ابو حنيفه له تعليمي نصابه غوره ده؟
هغه زياته کړې، په اوسنیو حالاتو کې یوازینی څه چې ټول افغانان پرې په متفق ډول اجماع لري، هغه د ښځو د تعلیم او کار د حق موضوع ده.
اوسنی ځوان نسل (ښځې او نارینه) کولای شي روان استبداد د راتلونکو سلو کلونو لپاره د خپلو لیکو په پياوړتیا، اتحاد او اتفاق له منځه یوسي. زه په دې باور یم چې د دې ملي ولسي اجماع په مقابل کې طالبان نشي درېدلای.

نور ښکاره کړئ
Back to top button