ای طالبه! په کوم جرم دې ووژلې؟؟؟

ای طالبه! په کوم جرم دې ووژلې؟؟؟

عبدالمنان توحیدیار

لکه څنګه چې ټول هیوادوال په جریان کې دې یو ځل بیا د اسلام، انسانیت او د افغانستان د پراختیا ، پرمختګ او بیان آزادی دښمنانو تیره ورځ د جلال آباد په ښار کې د انعکاس رادیو تلویزیون(۳) تنه ښځینه کارکوونکې په شهادت ورسولې ، حال دا چې د اسلام په مقدس دین کې د مظلومو او بیګناه خلکو وژل او په ځانګړې توګه د ښځو وژل، هاند دا چې الله تعالی او د اسلام ستر پیامبر حضرت محمد مصطفی(ص) خو د کفارو د ښځو وژل حرام ګرځولي دا خو پر ځای پریږدي چې مسلمانې ښځې پرته له کوم جرم او جنایت څخه په قتل ورسول شي.

دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلام مبارک دين د جنګ او جګړې لپاره خپل اصول ټاکلي او د همدې اصولو د التزام حکم يې کړی دی، په دې اصولو کې يو تر ټولو مهم اصل دا دی، چې د محاربو کفارو پر ضد ترسره کېدونکي جنګ کې به هم حتی د هغوی کافرې او نامسلمانې ښځې او اولادونه نه وژل کېږي (هغه څوک چې په بشپړه توګه کافر دی محارب او دښمن دی) د دې خلکو د ښځو او ماشومانو له وژلو څخه به د جنګ په ميدان کې هم مسلمانان ممانعت کوي او نه به يې وژني . نو هغه ښځې، ماشومان او سړي چې مسلمانان دي او هيڅ په جګړه کې هم ښکیل نه دي، نو د هغوی وژل به څنګه روا وي؟

له شک پرته چې دا يو ستر جنايت دی چې د اسلام او زمونږ د مظلومو هیوادالو د دښمنانو لخوا تر سره کیږي. چې په دې اړوند د قرآن عظیم الشان او سنتو په رڼا کې څو نصوص وړاندې کوو.

عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وايي: «أَنَّ امْرَأَةً وُجِدَتْ فِي بَعْضِ مَغَازِي النَّبِيِّ ﷺ مَقْتُولَةً، فَأَنْكَرَ رَسُولُ اللهِ قَتْلَ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ». ژباړه: يوه کافره ښځه چې د نبي صلی الله علیه وسلم په بعضې جنګونو کې وژل شوې وموندل شوه ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د (کافرو) ښځو او ماشومانو پر وژلو انکار وکړ او دغه کار يې ناخوښه وګرځاوه. مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.

ابن عمر رضي الله عنهما په یو روايت فرمایلي: «وُجِدَتِ امْرَأَةٌ مَقْتُولَةٌ فِي بَعْضِ مَغَازِي رَسُولِ اللهِ ، فَنَهَى رَسُولُ اللهِ ص عَنْ قَتْلِ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ».

ژباړه ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بعضې غزواتو کې يوه وژل شوې ښځه وموندل شوه ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د (حربي کافرو) ښځو او ماشومانو له وژلو څخه منع وفرمايله.) مُتَّفَقٌ عَليهِ.

همداراز د ابو داود شريف په روايت کې داسې راغلي دي چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمايل : «لَا تَقْتُلَنَّ امْرَأَةً، وَلَا عَسِيفًا» تاسې هيڅکله (حربي کافره) ښځه او مزدوران مه وژنئ)

دا د الله تعالی دين دی چې په دغه سره يې خاتم الانبياء و المرسلين محمد صلی الله علیه وسلم راليږلی دی. په دغې دين کې حتا د جنګ په ساحه کې د هغو کفارو ښځې او ماشومان وژل هم ممنوع دي چې خپله هم کافر دي او په کامله توګه د جنګ په ساحه کې د مسلمانانو په ضد جنګيږي او همداراز د هغوی بوډاګان وژل هم حرام دي. الله تعالی فرمايي : {وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ} ژباړه: (او تاسې د الله په لاره کې د هغو کسانو په ضد جنګ وکړئ چې ستاسې په مقابل کې جنګ کوي او تجاوز مه کوئ ، ځکه الله تجاوز و اعتدا کوونکي نه خوښوي.) [البقرة: ۱۹۰].

همدا رنګه امام نووي رحمه الله وايي: «أجْمَعَ العُلَمَاءُ عَلَى تَحْرِيمِ قَتْلِ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ إِذَا لَمْ يُقَاتِلُوا». ژباړه: ټولو علماوو پدې اجماع او اتفاق کړی دی چې (د محاربو کافرو) د ښځو او ماشومانو وژل په جنګ کې حرام دي چې کله هغوی په جنګ کې برخه نه وي اخيستې.

له ترجمان القرآن عبد الله بن عباس (رض) څخه د الله تعالی د دغه قول تفسير داسې منقول دی :ژباړه( او تاسې اعتدا مه کوئ! يعني تاسې د (محاربو) کافرو ښځې او ماشومان مه وژنئ ، بوډاګان ، شل ، ړانده ، عبادتګزاران مه وژنئ او همداراز مريان هم مه وژنئ.)

همداراز انس بن مالک رضي الله عنه وايي چې رسول الله فرمايلي دي:

ژباړه: (بوډاګان مه وژنئ او مه ماشومان او نه کوچني او نه ښځي، بلکې اصلاح او احسان کوئ، ځکه چې يقيناً الله له احسان کوونکو سره مينه کوي).

د اسلام لارښوونه؛ خو دا ده، چې حتا د حربي کفارو ښځي، ضعيفان، ټپيان، مريضان او عبادت کوونکي به هم نه وژنئ. تاسې فکر وکړئ، چې الله تعالی او د هغه ستر پیامبر سرور کاينات حضرت محمد مصطفی(ص) د محاربو کفارو د ښځو او ماشومانو، ضعیفانو، مریضانو او عبادت کوونکو له وژلو څخه منع کړې ده؛ خو دلته ګوره چې د مسلمانانو په هيواد کې د مسلمانانو لخوا زمونږ تورسرې مېرمنې، ماشومانو، دینی علما او بیګناه او مظلوم ولس وژل کيږي.

اوس پوښتنه دا ده چې، ای طالبه تاسو چې ځان اسلامي امارت او مسلمان ګنې، نو تاسو دغه مسلمانې پرده دارې ميرمنې په څه ووژلې؟ تاسې د دوی په هکله په کومه محکمه کې پرېکړه وکړه ؟ دوی مو کومې محکمې ته راوغوښتې وي ؟ او دوي ته مو د دوي جرم وښود؟

که تاسې په تلويزون کې د ښځو کار کول ناروا او ګناه بولئ ؛ نو ايا دغه داسې ګناه ده چې وژل يې پرې روا کيږي؟ په ګناه سره خو د کوم مسلمان او مسلمانې تکفير او کافر ويل د ټولو اهل السنتو په نزد روا نه دي ، د امام اعظم ابو حنيفه رحمه الله په مذهب کې خو که يوه مسلمانه ښځه مرتده شي والعياذ بالله بيا هم د هغې قتلول نشته نو تاسې په کوم دليل دغه مسلمانې محجبې مظلمومې ووژلې؟ بې له شک او ترديده تاسې خوارج ياست ، هغه چې د نبي پاک صلی الله علیه وسلم د قول مطابق په مخلوقاتو کې تر ټولو بدترين مخلوق دی .

ایا تاسې د قيامت پر ورځ او الله تعالی مخې ته په ودرېدلو او هغه ته په ورتلو باور لرئ؟ په حساب کتاب باور لرئ؟ ستاسې له اعمالو خو بريښيٍ چې نه مو پر الله باور شته او نه پر ورځ د قيامت ځکه خو د الله تعالی دغه سترې نافرمانۍ ترسره کوئ ، نو الله تعالی لومړی تاسو ته هدایت وکړي او که د هدایت وړ نایاست نو الله مو هلاک او برباد کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button