هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ریاض مقامزی

د ژوند د درسونو په لړۍ کې به دا ځلې د یوه بل انسان له تجربو يو څه زده کړو. خو آيا پوهېږئ يو له هغوی کسانو تاسو یئ، چې ډېر ژر به مثبت لوري ته بدلون وکړئ؟

هو، تاسو! ځکه چې د ژوند د بدلونه په لټه کې یئ او دا کرښې په مینه لولئ.

نن به د ویکټور هوګو له ویناوو د ژوند ځينې درسونه واخلو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نوو خبرو پوه شئ.

۱. “احتیاط د پوهانو لومړنی شرط دی.”

که پر هر کار بوخت یئ، احتیاط خپل عادت وګرځوئ. یو بل لیکوال وايي چې احتیاط باید په احتیاط کولو کې هم وشي. وارخطايي او سرعت د کار د چټکټيا لپاره ډېره مهمه ده، مګر احتیاط له سرعت څخه هم ډېر اړین بلل کېږي.

که هر اقدام کوئ باید احتیاط لپاره د مسئلې ټول اړخونه وسنجوئ ترڅو په راتلونکي کې له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شئ.

۲. “هر ښوونځی مو چې پرانيست، د زندان یو ور مو وتاړه”

که څه هم د ښوونځیو تړل د دولتونو کار دی، مګر دلته يو بل پيغام هم شته. که تاسو غواړئ خپل اولادونه له زندانونو او تیارو وژغورئ نو ښوونځي کې یې شامل کړئ. ترڅو په هر څه یې ذهن آګاه شي. که پخپلو اولادونو سرمایه ګذاري کوئ نو ښوونځيو ته یې ولېږئ ترڅو د جهل او ناپوهۍ ور وتړل شي.

۳. “حېوانات له دې امله نېکمرغه دي، چې دوزخ ته نه ځي.”

په دې جمله کې ډېر مهم پيغام دا دی، چې باید خپل آخرت ته هم خاصه پاملرنه وکړو. ځینې ځوانان وايی دوه ورځې ژوند دی. هر څه مو چې زړه وغوښتل باید ویې کړو. مګر دوی په ناسمه دي. ژوند هېڅکله ددې لپاره نه دی، چې بې ځایه یې تېر کړو. تل باید خپل رب په یاد ولرو. هېڅکله هم باید له مرګه وروسته ژوند هېر نه کړو. که همداسې مو وکړل او اخرت مو همېشه په یاد وي نو تل به نېک کارونه کوو او ټولنې ته به مو خیر رسېږي.

۴. “ناکام خلک انرژي نه، بلکې هوډ او اراده نه لري.”

آیا پوهېدئ چې د ناکامۍ اصلي علت څه دی؟ هوګو یې درته وايي. هغوی چې هوډ نه لري ناکام خلک دي. آیا داسې شوئ، چې تاسو د یو کار کولو اراده درلوده مګر د لټۍ له امله درڅخه پاتې شوه؟

که داسې شوي وي، د هوډ او ارادې له کمزورۍ سره مخ یئ. نو هڅه وکړئ چې د خپلې ارادې پپاوړتيا ته کار وکړئ. د ټولو خواوو له سنجولو وروسته، چې هر کار ته اراده کوئ باید ترسره یې کړئ. آن که دا کارونه ډېر عادي هم وي، مه يې پرېږدئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button