طالب د بيلابيلو اذهانو په زاويو کې

سليم شاه

سليم شاه

له صنعتي انقلاب نه وروسته دوخت پرمخ تلليو هيوادونو خپلې مټې را ونغاړلي چې داسيا افريقا او لاتيني امريکا هيوادونه لوټ کړي. پانگوالي رژيم د فيودالي اوجاگير داري نظام ځاې نيولي وو، د پانگي په تمرکز اودصنعتي اوتخنيکي انقلاب دودي اوپرمختگ په ترڅ کي نړى يو څه پراختيا پيدا کړه. سفرونه پيل شول. ملکونه وليدل شول او په دې ترڅ کي په لومړي گام کي پانگوال هيوادونه او دهغو تجارتي شرکتونه د بومي اولسونو دايل کولو اودهغو د ذخايرو او شتمنيو نه دگټې اخيستو په بهير کي له خنډونو اومخالفتونو سره مخامخ شول. پانگوالو شرکتونو د عمراني او ابادياتي نوم په غوره کولو چې مشهوره گړنه يې استعمار يا کلونياليزم دی خپل حرکتونه او ايل کول ونوماوه چې بهانه يې داوه چې د بومي اولسونو دمتمدن کولو يا د يادو اولسونو او هيوادونو دجوړولو او ابادولو له پاره فعاليتونه کوي. څرنگه چې دوي په لومړي سر کي دبومي اولسونو دسخت مخالفت اوزور سره مخامخ شول نو دوی له حيلي اومکر او چال نه کار واخيست . اوهغه دا وو چې دوې يعني پانگوالو هيوادونو اوشرکتونو داولسونو دفرهنگ تاريخ او قومونو له مطالعي پيل وکړ ، دا مطالعه ددې سبب هم شوه چې په ټولنيزو پوهنو کي يو نوی پوهنه يا علم د انتروپولوجي په نامه رامنځ ته شي . په افغانستان کي هم دا کار وشو . دنونسمي پيړى په سر کي لومړي کتاب د«کابل سلطنت بيان» اثر دی چې الفنستن وليکه. الفنستن ددې اثر دچمتو کولو او ليکلو له پاره چې دبريتانيا ملکې ته يې ديو رپوټ په توگه ليکلي دي. په دقيق او په ډېر ناپييلي توگه دپښتنو دژوند ،عقايدو ،خيلونو ،طايفو اوقبايلي ژوند اړوند مسايل مطرح کړي دي چې همدا اثر بيا وروسته دلومړي انتروپالوجيک اثر په نامه يادشو . هغه څه چې په دې بحث کي مهم دي اوخبري پري کوو، هغه دپښتنو او په ټوله کې دافغانانو له پاره يو ډېر مهم عنصر په ډاگه کول وو چې وروسته د استعماري ځواکونو سره په جگړه کې هم ثابته شوه. په افغانستان کي دا مهم عنصر دين وو، نورو مستشرقينو او څيړونکو هم دا عنصر په ژوره توگه وڅيړه او دې پايلي ته رسيدلي وو، چې يواځيني فکتور چې ياد اولس ايل کولي او ځپلي شي هغه دين او د دين فکتور دي.

تاريخ په ډاگه کوي چې داستعمار په وړاندي مبارزه د همدې فکتور پر اثر ددې سبب شوه چې تيت پرک اولسونه سره يو موټي اوراټول کړي اوداستعمار په وړاندي ترې سپر جوړ کړي . په همدې لړ کې ډير ستر شخصيتونه لکه پاونده ملا، فقير ای پي ميرزا عليخان. دهډي اخند زاده ، چکنور ملا صيب، د ترنگزو حاجي صيب اونور په لسهاوو شخصيتونه را پورته شول. خو استعمار چې دا کسان اودا شخصيتونه اود دوې ديني عقيده ځانته خطرناکه تثبيت کړه نو له همدې نسخې يې کار واخيست .استعمار په دې هڅه کې شو چې د دين په جامه کې يو شمير شخصيتونه وروزي او دخپلو اهدافو له پاره يې وکاروي.

په هماغه کلونو کي د اجيرو ملايانو او خودساخته انگريزي ملايانو لکه برنس ،گوډ ملا ، او نور يې څرگند مثالونه دي .همدارنگه دنورو داسې کسانو په وسيله يې دهر خپلواک غږ دخپه کولو له پاره کار واخيست. په دې لړ کې جهاد اوسني عنصر نه دی. وگوري امير عبدالرحمان چې کله دلته هيواد کي مرکزيت ټينگ کړ هرکله چې به يې دانگريز سره اختلاف پيدا شو، نو انگريزانو به ايوب خان فاتح ميوند له لاهور نه کرمي ايجنسي ته راووست او دجهاد اعلان به يې پري وکړ . (افغانستان درمسير تاريخ)

په اوسني دوران کي دمجاهدينو دتنظيمونو هڅه اوبيا وروسته دطالباني جريان را منځ ته کيدل دهمدغه مطالعاتو او څيړنو له مخې رامنځ ته شوي دي .په دې برخه کې اسناد اوشواهد زيات دي ديوې څيړنيزي مقالي تقاضا ده خو په دې ليکنه کې هغومره اوږود تفصيل ته ځای نشته . په اوس مهال طالب هم يوه پروژه ده . دلته همدا پروژه د پاکستان داستعماري سياستونو دپلي کولو له پاره دهغه هيواد دپوځيانو له خوا کارول کيږي . دلته له دوه عمده فکتورونو نه کار اخلي يو اسلام اوبل پښتونولي. اوس پوښتنه داده چي ايا طالب دپښتون اولس استازيتوب کولي شي او که دپښتون اولس په وړاندي يوه دسيسه ده؟

که په دې اړوند خبرې را لنډي کړو دومره وايو چې اسلام يا په ټوله کې دين په تېره اسلام په ختيزه نړۍ کې په تېره افغانستان کي داستعمار پر ضد دپاڅون ،ننگوني ،مخالفت او عصيان يو عمده فکتور وو ، استعمار وکړای شول داد دقيقې څيړني له مخې دخپلو اهدافو له پاره وکاروي . همدا نسخه ديو داسې هيواد لکه پاکستان له پاره چې ځان اسلامي بولي په ډېر خطرنا ک ډول وکارول شوه اوکارول کيږي . په دې ډول چې د بې سواده، بي تعليمه او د ديني مدرسو د جاهلو طالبانو څخه يې دخپل ځان له پاره يوه غير رسمي اردو جوړه کړه. همدا نقش تر مخه مجاهدينو ولوباوه خو او س په خطرناک ډول طالب ته ورپاتې اوورپه غاړه شو ، هغه طالب چې نه په تاريخ باور لري نه په جغرافيه اودځمکي په تماميت او نه دوطنپالنې په نامه يو څه ورته ارزښت لري. نو ځکه دا لښکر تر زياته حده دهغو سيمو نه جوړ شو چې دپاکستان سره په پوله کې په دواړو خواو کي ميشت دي . چې هم په قصدي توگه له سواد ،فرهنگ اوتمدن څخه شاته پاتې کړای شول او هم دجنگ قربانيان دي .په دې اساس په پريکنده توگه د پښتون اولس استازي نه بلکې د پښتون د داعيي له پاره يوه ستره توطيه اودسيسه ده. د دې دسيسي جزیيات وروسته روښانه کوو.

ولې طالب له بل هر قوم اومليت څخه زيات دپښتنو له پاره دسيسه ده؟

يو پاکستاني مشهور څيړونکي او ايديو لوگ حسين حقاني په خپل اثر «پاکستان دپوڅ اوجومات ترمنځ »اثر کې دا شرح کوي چې پاکستان دهند سره په يوه جگړه کې يوه ښه تجربه ترلاسه کړه اوهغه دا وه چې کله په يوه جگړه کې هندي ټانکونه اوشوبلي په سيالکوټ ښار را دبره شوي نو دپاکستان اداري او پوځ هغه قبايلي خلک چې دکيسي په شاه نه پوهېدل اوتش سپيڅلي ديني عقايد يې درلودل ، ورته سپر کړل۔ بمونه يې ورپوري وتړل اوتر ټانکونو لاندي شول چې په دې ډول يې د هند دلښکرو مخه ونيوله ۔ له هغي ورځي د پاکستان حکومت اواداره په دې فکر کې شوه چې درسمي پوځ په څنگ کې يو بل غير رسمي لښکر هم ولري چې هم په پټه کې تر کنترول لاندي وي۔ او په ظاهره کې له کنترول نه بهر وي۔ دونيا ته داسې وښايي چې دا د اسلام اودجهاد لښکر دۍ ۔ خو واقعيت بل دۍ ۔ دلته دهر سياسي عمل اوسياسي کړني شاته يوه دسيسه ده يوه موخه ده۔ هماغه ډول چې دمجاهدينو دولت يې په گورنر هاوز کې جوړ اوصادر کړ ، طالبان يې هم جوړ اوراوليږل ۔ دشلو کلونو په موده کې لا زيات همدا لښکر چا تمويل کاوه په دې پوښتنه سر خلاصول په کار دي ۔ دا شل کلونه ترورونه اوعامل اولسي خلکو وژل او بيا په پوره سپين سترگى دهغو نمانځنه او کورنيو سره همدردي څه مانا لري؟

د طالب کړنه ديو جاهل بې فرهنگه اوله سواد اوزده کړي څخه ديو بې برخي ډلي کړنه ده. په دې لښکر کې هغه کسان را ټول دي چې په مدرسو کي روزل شوي .دمدارسو درسي نصاب يې هم بشپړ کړي نه دی .

له بلې خوا د هغو کليوالو سيمو قشر دی، چې د ښوونځي، فرهنگ او تعليم سره په تضاد او دوښمني کي دي. د افغانستان کثيرالاقومي جوړښت نه ويني اونه يې په پام کې ساتي.

په خپل پوچ اوبي مانا پښتوني کړني سره د نورو قومونو کرکه د پښتنو پر ضد راپاروي. دخپلو کړنو په تر سره کولو سره نور قومونه اومليتونه دپښتنو سره دوښمنان کوي . له بلي خوا په زياترو پښتنو سيمو کي په زرگونه مکتبونه له منځه وړي اويو لوی پښتون نسل له درس اوزده کړي بې برخي پاتي کيږي ، چې دا پخپله په راتلونکي کې د پښتون ولس د مرييتوب له پاره لاره هواروي.

په روښانفکرانه او ليک لوستي قشر کي ځيني ادعا کوي چې طالبان پښتانه دی. دوی د پښتنو اتونومي غواړي ايا دا خبره سمه ده؟

په دې ډله کې هغه کسان راځي چې د استاد اشرف غني حکومت کې کوم پوست ور ونه رسيده او يا دځينو دلايلو له مخي له پوستونو ليري شول اويا داسې کسان وو چې په افراطي ناسيوناليستي افکارو او عقايدو کي ډوب ول. دا کسان افغانستان يوازې ديو قوم اومليت په وجود کي گوري ، خو دي ته فکر نه کوي چې په سپين بولدک کې د پاکستان دتيريو په وړاندي که يو پښتون وژل کيږي هزاره هم ورسره وي، ازبک هم ورسره وي هغوي هم وژل کيږي. عادي هيواد وال له جنگ سالار او دملکيتونو غاصب سره توپير لري، همدا سبب دی چې پوښتنه پيدا کيږي چې ايا طالبان يا دطالب جريان دپښتنو په وړاندي يوه توطيه نه ده ؟

ددې توطيي يو بل مخ دادي چې په پښتنو کي دهمداسې تاريک ذهنه اودمنځنيو پيړيو په سطحه کې ويني څښونکي ،ظالم اوبې فرهنگه دتشدد او خشونت نه ډک ځواک په وسيله د پښتنو ازادي غوښتونکي جنبش چې دپنجابي استعمار په وړاندي دمبارزې له پاره يو ظرفيت دی مخه يې نيسي. دا ځواک په واقعيت کي د دين اومذهب د پردې لاندې چې ملت نه منکر او له خپلواکي نه منکر دی د انساني ازادي نه منکر دي هر څه په «امه مسلمه» کې ويني ، په لاشعوري توگه يو ډول غلامي ته لار هواروي.

ايا همدا طالب واکي نه وه چې په تيرو کلونو کي يې ان دميندو په گيډه کي ماشومان ووژل ، دزرگونو ښاريانو غوښي اسمان ته پورته شوې دکابل اونور ښارونه په واسکتونو ،موتري بمونو په وينو ولمبيدل. ولي هغه له حافظي وباسو؟ خو دامريکا يانو سره يې مدارا کوله . افغان يې واژه.

البته دې کې شک نشته چې د طالب په تسلط سره په هيواد کې يو دم جگړه ختمه شوه. دا ښه کار وشو . خو ددې جگړي عامل څوک اوکوم ځواک وو؟، عامل يې له څلويښتوکالو راهيسي امريکه وه. اودهغي په خوا کې د استاد رباني په اصطلاح پاکوستان و.

يو ډير مثبت او ښه عمل چې له هغې نه هم سترگي نه شي پټيدای اوهغه دموجوده جنگ سالارانو ، غلو ، غاصبينو او وطن پلورو ورکيدل دي خو دا پروسه به هلته لا بريالي وي چې د دوې سره محاسبه وشي . اودخلکو مال خلکو ته وسپارل شي.

دامريکي له يرغل نه وروسته ، داسې کسان هم وو چې دملي بس کرايه يې نه درلوده. نه يې جبل وهلي اونه يې کوم حکمت درلود، خو دخپلو شتمنيو حساب يې اوس مستوفي هم نه شي کولي.

په هر صورت وبه گورو ، چې را تلونکي څه کوي . زمان او وخت خپله هر څه را مخ ته کوي. تر کومه حده به هيواد ازادي ولري. تر کومه حده به دپاکستان لاسبري نه وي. دای اس ای دمشر راتگ کابل ته ايا لويه پوښتنه نه ده؟

زما په تېر پوست يو دوست او ملگري ليکلي وو چې طالبانو دتجزيي مخه ونيوله. داسمه ده که وروسته په هيواد کي دانسانانو قصابي پيل نه شي اوپه ورورگلوي ژوند پيل شي ښه به وي. خو څومره چې گاونډيان تجربه شوي دي. لامحاله ده د دوه ورځو سکوت باندي بايد ونه غوليږو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button