د نوي کال نوي هیلې (۲۰۲۲)

فرهاد زهیر

تبلیغان دا یوه خبره همیشه کوي، چې اراده مهمه ده. رښتیا هم د ژوند په هر کار کې عزم او اراده مهمه ده. هیڅ کار له ارادې پرته نه ترسره کیږي. دا چې سږنی زیږدیز کال ختميږي او نوی کال په شروع کیدو دی، نو زموږ هیلې، اهداف او پلانونه باید هم نوي شي. له فکر او ارادې وروسته دویم قدم کې پلان مهم دی یعنی له پلان پرته څوک خپلو موخو ته نه شي رسيدلی.

ډیر ځوانان دا زړه خوري چې ولې دوی وروسته پاتې دي او نورو خپلوانو یا ملګرو یې پرمختګ کړی دی؟ هر انسان چې یو ځای او مقام ته رسیدلی په خپله خوارۍ او محنت رسیدلی. څوک دې ژوند کې ځان نورو سره نه پرتله کوي. که غواړئ، تاسو هم د خپلو خپلوانو یا دوستانو په څیر پرمختګ وکړئ، نو لاس تر زنې مه کینئ، نوی کال یې مناسب وخت دی چې تصمیم ونیسئ، پلان مو عملي کړئ او خپلو هیلو او ارمانونو ته ځانونه ورسوئ.

اوس که تاسې غواړئ چې راتلونکی کال کې مطالعه وکړئ او په مسلک کې مو ځان ورسوئ، نو په دې فکر وکړئ چې هره میاشت کوم کتابونه ولولم؟ څو کتابونه ولولم؟ څه وخت یې ولولم او چېرته یې ولولم؟ همداسې باید پوه اوسو چې ایا دې کتابونو سره زه خپل هدف او هیلو ته رسیدلای شم که نه؟

پورته فقط یو مثال و. هر انسان باید په دې غور او فکر وکړي، چې زه کوم کار سره ذوق او علاقه لرم اوپه سمه توګه کوم کار مخ په وړاندې وړلی شم، لکه: فزیکي کارونه که تعلیمي کارونه یا تخنیکي کارونه؟ داسې مه کوئ، چې یو کس ته که خدای د طب برخه کې استعداد ورکړی وي، تاسې ورسره هم فقط سیالي پیل کړئ چې په طب کې زده کړې کوی، خو حقیقت کې به ورسره هیڅ ذوق نه لری.

ډیر ځوانان دي په لومړیو کې ښه جذبه لري، سمدستي پلان جوړ کړي، خو څه موده وروسته ترې پلان نیمګړی پاتې شي. د اوږد مهاله پلان لپاره باید یو کلک او قوي عزم ولرئ او د ځان سره وعده وکړئ، چې زه به حتمي دغو موخو ته ځان رسوم.

پوهان وايي، څه چې یو کس لولي او اوري، دا د انسان په شخصیت اغیز کوي. په دې هیله چې نوي کال کې ښه کتابونه ولولئ، ښو خلکو سره کینئ، ښه فلمونه وګورئ، د فلم له هرې صحنې عبرت واخلئ او تل داسې دوستانو سره مجالس وکړئ، چې مجلس يې ګټور او مثبت واوسي.

ژوند په دې نه ارزي، چې عبث او هسې تیر شي یا د یو بل نه کرکه وشي. ژوند دې ته وايي چې خپلې کورنۍ، ټولنې او انسانیت ته مو خیر و رسي. ژوند د مینې نه جوړ دی، چرته مینه وي هلته ژوند وي او چرته چې مینه نه وي هلته ژوند نه وي. د مینې تخم وکرئ او ویې شیندئ. څه چې کرئ، د هغه حاصل به وګورئ او که ومو نه لیده، نو ستاسو راتلونکی نسلونه به ترې استفاده کوي او ستاسو نوم به تل ژوندی وي ‎. خدای به هم په هغه دونیا اجرونه درکړي.

په پای کې دومره ویل غواړم، ورځې او شپې تیریږي، نوې ورځې او شپې بیا راځي، کالونه تیریږي او نوي کالونه بیا راځي، ډیر انسانان دنیا ته راشي او ډیر لاړ شي؛ کوښښ کوئ چې ښه وکړئ، مینه وویشئ، د ژوند نه خوند واخلئ او تل مو انسانیت ته خیر ورسي. نوی کال ۲۰۲۲ مو مبارک شه! په دې هیله چې د افغانستان لپاره د سولې او امن ترڅنګ د پرمختګ کال واوسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button