د ډیورند معاهده او د امیر روغتیایي وضعیت

د راجیو ډاګرا «د ډیورند غمیزه» نومي کتاب یوې برخې ته کتنه

د هر هېواد او ولس تاریخ ډېرې جګړې او وینې تویېدنې لیدلې دي؛ له هغې جملې څخه یو هم افغانستان دی، چې له ځانګړو شرایطو برخمن دی.

له ۱۹مې پېړۍ تر دې دمه، د نړۍ زبرځواکونو دا هېواد (افغانستان) د جګړې په میدان بدل کړی او له هر لوري په کې وینې تویې شوې دي.

په دې لړۍ کې بیا د افغان- انګرېز جګړې د افغانستان د ښکاره او خونړي تاریخ څپرکی دی، چې په خواشینۍ سره وروسته له کلونو، کلونو لا هم د یادو جګړو نښې نښانې پرځای پاتې دي او بې شمېره کسان د دې جګړو د دوام له امله قرباني کېږي او د «ډیورنډ کرښه» د دغو جګړو یوه پېژندل شوې نښه ده.

د افغان- انګرېږ له درېیو جګړو وروسته، چې د افغانستان په تاریخ کې له د وینې توییدنې او وحشته ډکې شمېرل کېږي، په ۱۸۸۳ زېږدیز کال د «مارټیمر ډیورنډ» لخوا د ډیورنډ کرښې راکښل هغه مهمه پېښه ده، چې د کرښې دواړه خوا پښتانه یې سره جلا کړل.

که څه هم بېلابېلو لیکوالانو په دې اړه لیکنې او څېړنې کړې دي، خو کوم کتاب چې «راجیو ډاګرا» په دې وروستیو کې لیکلی دی، داسې څه رانغاړي، چې تر دې دمه نه چا ویلې او نه هم چا اورېدلې دي.

«راجیو ډاګرا» هغه هندي ډيپلوماټ او پېژندل شوی لیکوال دی، چې په اېټالیا او رومانیا کې د سفیر او د ملګرو ملتونو سازمان کې یې د هند د دایمي استازي او د پاکستان په کراچۍ کې د جنرال کنسول په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی په بهرني سیاست او ستراتیژیکو چارو کې د نظر خاوند دی او یاده دې وي، چې د هند او پاکستان د سرحدي ستونزو په اړه یو بل کتاب یې هم خپور شوی دی.

ناروغ امیر

«د ډیورنډ غمیزه» لومړنی کتاب دی، چې بنسټیزې پوښتنې او مسئلې یې مطرح کړې او هغو ته یې ځوابونه ویلې دي.

یوه مهمه مسئله چې د هغې په اړه لږ بحث شوی، د امیر عبدالرحمن خان روغتیایي وضعیت دی.

آیا امیر عبدالرحمن خان له ښې روغتیا برخمن و، چې له «مارټیمر ډیورنډ» سره مذاکره وکړي؟

معلومات ښیي، چې امیر عبدالرحمن خان له ۱۸۹۰ زېږدیز کاله وروسته رنځور و.

«ډاګرا» د خپل کتاب په یوه برخه کې لیکي:

«د ډیرو کسانو په څېر ما ته هم د ډیورنډ کرښه ګونګه او مرموزه ده.
ولې غښتلي(اوسپنیز) امیر لاسلیک پرې وکړ؟ کله، چې امیر معاهده لاسلیکوله، ولې د امیر د لاسلیک پر مهال هېڅ بل افغان په کوټه کې ورسره نه و؟ ولی امیر ته په منسوب ژوندلیک کې له ډیورنډ سره یې د مذاکراتو د بهیر په اړه او دا، چې د شمالي پولې پر سر څنګه هوکړې ته سره ورسېدل، هېڅ جزئیات ندي وړاندې شوې؟ ولې عبدالرحمن خان په خپل ژوندلیک کې بریټانیا ته د افغانستان د ۴۰ زره مایل مربع خاورې بخښلو په اړه هېڅ جزئیات ندي لیکلي؟ یو بله پوښتنه هم چې مطرح کېږي، هغه د امیر عبدالرحمن روغتیایي وضعیت دی.
کله،چې امیر عبدالرحمن یاد سند لاسلیکاوه، آیا په طبیعي یا قصدي توګه معلول شوی و؟

«ډاګرا» د خپل کتاب په یوه بله برخه کې د سالټر پېنس د ځای ناستي(فرانک مارټین) له خولې وایي، چې امیر له ښې روغتیا برخمن و او اکثراً به یې کار کاوه او د سهار تر څلورو بجو به نه ویده کېده او داسې ښکاري، چې د امیر د بېخوبۍ لامل له حده زیاد کار نه و، بلکې تر ډېره د خیانت له وېرې، چې هسې نه د شپې مهال په خپل بستر کې ووژل شي، ټوله یې په ویښه تېروله.

ډاګرا بیا دا پوښتنه هم مطرح کوي، چې که دا راپورونه سم وي، نو څنګه شونې وه، چې امیر دې داسې لویه تېروتنه وکړي او یوه پاڼه دې نالوستلې لاسلیک کړي؟

آیا دا ممکنه ده، چې هغه دې تر روغتیایي شرایطو لاندې دې کار ته اړ ایستل شوی وي‎؟

سربېره پر دې داسې کره معلومات هم شته، چې امیرعبدالرحمن بې رحمه او له حده زیات بدګمانه و.

ډاګرا بیا هم د «فرانک مارټین» له خولې لیکلې دې:
امیر یو استخباراتي سیسټم جوړ کړی و، چې د هرو څلورو تنو څخه یو به یې راپورچي (جاسوس) و او یادو جاسوسانو به د کار په پای کې په بېلابېلو کچو او بڼو امیر ته راپور ور رساوه.

په لویو کورنیو کې به دوه جاسوسان ګمارل شوې وو، کله چې ډاکټر د امیر د غاښ ایستلو په تکل شو، هغه د دې لپاره، چې پر وړاندې یې کومه دسیسه جوړه نشي ان دېته حاضر شوی نه و، چې د شلو دقیقو لپاره دې هم بې هوښه کړای شي، خو حاضر و، چې درد وزغمي.

ډاګرا له دغو مواردو دا نتیجه اخلي، چې:
څنګه ممکنه ده؛ تر دې حده بدګمان کس، چې د ځان پر وړاندې له هرې دسیسې خبر و، دېته حاضر شي، چې پر داسې یوه مهم سند دې لاسلیک وکړي؟

په داسې حال کې، چې موږ له انګرېزانو په کراتو اورېدلې دي، چې امیر د افغانستان د ۴۰ زره مایله سیمې(خاورې) د بخښلو سند په ډېر رضایت لاسلیک کړ؛ هغه هم داسې سند، چې ان پر یوې کلمې یې هم سر نه خلاصېده.

ډاګرا پوښتي، چې دا نو څنګه شونې ده؟

د هغو راپورونو له مخې، چې ډاګرا په خپل کتاب (د ډیورنډ غمیزه) کې راخیستې دي، ښيي چې امیر له سختې ناروغۍ کړېده.

په کتاب کې راغلي:‎

د ۱۸۸۰ کلونو له پیله د امیر ناروغي دومره سخته وه، چې د ګرځنده کټ پر مټ به له یو ځایه بل ته لېږدول کېده. کله، چې به ناروغي ورباندې زوروره شو، نو تر ډېره به بې هوښه پاتې شو.

ډاګرا وړاندې وايي، چې په بریټانیا کې ډېر کسان د امیر له ناروغۍ خبر وو؛ له همدې امله هم «مارټیمر ډیورنډ» داسې مهال عبدالرحمن خان ته ورغی، چې هغه له ښه وضعیته برخمن نه و.

دا کتاب د ډیورنډ د مسئلې په لور، چې لا تر اوسه لاینحله پاتې ده، بله کړکۍ خلاصوي.

سربېره پر دې، دا کتاب لوستونکیو ته له ارزښته ډک اسناد او معلومات وړاندې کوي، چې نورو سرچینو کې لږ لاسرسی ورته کېږي، نو له همدې امله، دغه کتاب د ډیورند د مسئلې اړوند له ارزښتناکو سرچینو شمېرل کېدای شي.

د «ډیورنډ غمیزه» کتاب د لوستلو ارزښت لري.

ژباړونکی:
ضیأ وصیل

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button