د ژان پل سارتر پنځوس پخې خبرې

ژباړه او را ټولونه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ تر ټولو غمجن هغه څوک دی، چې تر ټولو ډېر خاندي.

۲ ـــ د ناخبرۍ شېبه بسنه کوي، تر څو هر څه له لاسه ورکړې او ناڅاپه هرڅه دې چې په هڅه او زیار تر لاسه کړي، بربادېږي او له لاسه ځي.

۳ ـــ هېڅوک نه پوهېږي، چې په بحراني وختونو کې وفاداري کوم لور ته مخ اړوي.

۴ ـــ ټول وخت ته اړتیا لري، سړی نباید مخکې تر دې چې پوه شي څه وایي، پایله واخلي.

۵ ـــ کله چې کوم څه له لاسه ځي، نور نه شو کولای چې بېرته یې تر لاسه کړو.

۶ ـــ داسې هوډونه شتون لري، چې نباید هېڅوک یې نیولو ته لا چاره شي.

۷ ـــ ترڅو چې ډاډمن نشم، خپله هیله له لاسه نه ورکوم.

۸ ـــ هېڅکله دروازه مه ټکوه، مګر دا چې پوه شې، هغې خواته یې څه تېرېږي.

۹ ـــ دا چې کوم څه چېرته وویل شي، توپیر نه کوي، دا چې هغه څه لومړی وویل شي، دویم وي یا دویم ورپسې .

۱۰ ـــ ټول ښکلي څیزونه چې وینې، نو ذهن ته یې وسپاره، ترڅو تل له تا سره وي، حتا په هغو وختونو کې، چې نه شې کولای وې وینې.

۱۱ ـــ هر ځل چې داسې ګڼې، د پوښتنې ځواب دې پیدا کړی، پوهېږې چې هغه پوښتنه هېڅ مفهوم نه لري.

۱۲ ـــ هر څوک دوستانو ته اړتیا لري .

۱۳ ـــ خلک له هر څه څخه خبرې کوي، په ځانګړې توګه له هغه څه څخه، چې په اړه یې هېڅ نه پوهېږي .

۱۴ ـــ د بې عدالتۍ نړۍ ده، که چېرې وې منې، په جرم کې ور ګډېږې او که چېرې وغواړې بدله یې کړې، نو جلاد
کېږې .

۱۵ ـــ کله چې یوازې یو، په دوست پسې ګرځو، کله مو چې پیدا کړ، په عیبونو پسې یې ګرځو او کله مو چې له لاسه ورکړ، نو په یوازېتوب کې په خاطرو پسې یې ګرځو. په زړونو پام کوئ، هېڅ څیز د زړه په پرتله ژر نه ماتېږي .

۱۶ ـــ خلک د خپلو نیمګړتیاوو په کچه نور ځوروي.

۱۷ ـــ کله وخت باید خپلې شاوخوا ته د یوازېتوب دېوال جوړ کړې، د دې له پاره نه چې له نورو لرې شې، بلکې وګورې چې څوک ستا د لیدلو له پاره دېوال ورانوي .

۱۸ ـــ زه هېڅ پوه نه شوم، چې ځواني یانې څه ؟ زه له هلکتوب څخه نېغ په نېغه زړښت ته ورسېدم .

۱۹ ـــ هغه وخت چې د هېڅ کار د نه ترسره کولو له پاره یې ځانګړی کوې، ډېری وخت پایله یې د ډېرو کارونو ترسره کېدل کېږي، مګر نه پوهېږم، رښتیا څه ډول ؟

۲۰ ـــ ښایي تر ټولو ستره ستونزه همدا وي، هغه ژوند چې موږ پېژانده پای ته رسېدلی دی، مګر تر اوسه داسې څوک نه شته، چې وپوهېږي څه څیز یې ځای نیولی دی .

۲۱ ـــ هېڅ څیز د زړه په پرتله آسانه نه ماتېږي .

۲۲ ـــ که چېرې وغواړې، چې د منډې وهلو له لارې ځان وژنه وکړې، نو لومړی باید ښې منډې وهل زده کړې .

۲۳ ـــ کله چې هیله مري، کله چې ګورې د هیله من کېدلو ډېر لږ امکان دې هم له لاسه ورکړی، نو تشه فضا په خوبونو، د هلکتوب په کوچنیو فکرونو او کیسو ډکوې، تر څو وکولای شې، ژوند ته دوام ورکړې .

۲۴ ـــ مه پرېږدئ چې هلکان وژاړي، ځکه چې باران هم د ګلانو غنچې تباه کوي .

۲۵ ـــ تاریخ یو اتوماتیک او بې چلوونکي ماشین نه دی او په یوازېتوب کې خپلواکي نه لري، بلکې تاریخ به هماغه شي، چې موږ یې غواړو .

۲۶ ـــ نبوغ د سوچ او فکر جوهر دی .

۲۷ ـــ لاچاره د انسان نن به په پرون بدله شي، مګر امکان لري، چې ستاسو سبا به هېڅکله نن نه شي .

۲۸ ـــ انسان د هغه څه ټولګه نه ده، چې لري یې، بلکې د هغه څه ټولګه ده، چې تر اوسه یې نه لري، مګر کولای شي، چې وې لري .

۲۹ ـــ بشر د ارزښتونو پیدا کوونکی دی .

۳۰ ـــ یوازې هغه کسان چې بیل نه وهي، د کښتۍ د ښورولو فرصت لري .

۳۱ ـــ په مینه کې یو کس جمع یو کس مساوي یو دی .

۳۲ انسان محکوم دی، چې آزاد وي، ځکه چې نړۍ ته تر راتګ وروسته د خپلو کارونو مسوؤل دی .

۳۳ ـــ هر څه کشف شوي دي، مګر څه ډول ژوند کول .

۳۴ ـــ کله چې شتمن جګړه را منځته کوي، دا بېوزلان دي، چې مري .

۳۵ ـــ کله چې ته، تل اوسېدل له لاسه ورکړې، نو ژوند هم خپله مانا له لاسه ورکوي .

۳۶ ـــ بشر هېڅ نه دی، مګر هغه څه چې له ځانه یې جوړوي .

۳۷ ـــ هېڅ څیز نه شي کولای، چې زموږ له پاره ښه وي، مګر هغه چې د ټولو له پاره ښه وي .

۳۸ ـــ زما کتابونه د یوه ماشوم د لوږې په وړاندې هېڅ ارزښت نه لري .

۳۹ ـــ حقیقت شتون نه لري، مګر په عمل کې .

۴۰ ـــ هغه څه چې انسان بې غیرته کوي، تېښته یا تسلمېدل دي .

۴۱ ـــ تل باید اخلاق را منځته او نوي یې کړو .

۴۲ ـــ ارزښت څه نه دی، له هغې مانا پرته، چې تاسو یې ورته ټاکئ .

۴۳ ـــ د ژوندي پاتې کېدلو له پاره باید ځان له دننه څخه ووژنې، له دې امله ډیری کسانو هر څه پرېښي دي، ځکه چې پوهېږي، که هرڅومره هڅه وکړي، نو په پایله کې یې بایلي او کله چې دې ټکي ته ورسېدې، هر ډول مبارزه بې ګټې ده .

۴۴ ـــ هغه څه چې انسان ته د ژوند امکان ورکوي، یوازې عمل دی .

۴۵ ـــ زه تل کولای شم، چې په آزاد ډول ټاکنه وکړم، خو باید پوه شم که چېرې ټاکنه ونه کړم، بیا مې هم ټاکنه کړې ده .

۴۶ ـــ اتل شخص خپل ځان او خپل شخصیت اتلوي .

۴۷ ـــ هېڅوک نه شي کولای خپله آزادي خپله موخه وګرځوي، مګر دا چې د نورو آزادي هم په هماغه ډول خپله موخه وګرځوي .۴۸ ـــ تورې خټې د اوبو زجر دی .

۴۹ ـــ زما په اند د ژوند په اړه چې په هرڅه پوهېږم، له کتابونو مې زده کړي دي .

۵۰ ـــ زه یم، زه شتون لرم، فکر کووم، نو یم؛ زه یم، ځکه چې فکر کووم، ولې فکر کوم؟

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button