که په ځان کې مو دا نښې وینﺉ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یﺉ چمتو!

لیکنه: شکېبا نادري، که په ځان کې مو دا نښې وینئ، نو تاسو لا د واده لپاره نه یئ چمتو!

 

واده کول داسې پرېکړه ده چې د انسانانو له ټول ژوند سره نه شلېدونکې اړیکه لري، کله چې یو کس غواړي واده وکړي، لومړی باید له هر اړخه ورته ځان تیار کړي، لکه مالي اړخ، عقلي اړخ او تر ټولو اړین دا چې یو کس باید لومړی ځان دې ته تیار کړي، چې مقابل لوری درک کړای شي، په خبره یې ځان پوه کړي او بیا یې په اړه سمه پرېکړه وکړي.

 

موږ په نننۍ لیکنې چې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څه وخت تاسو د واده کولو لپاره تیار یاست، که دا نښې مو په خپل ځان کې ولیدې، نو پوه شئ چې تاسو تر اوسه د واده لپاره چمتو نه یاست.

 

۱. که داسې فکر کوئ چې په راتلونکي کې به د خپلې مېرمنې/ خاوند هر کړنه ستاسو په خوښه وي، نو تېروتنه کوئ، دا هغه تېروتنه ده چې ډېری خلک یې تر سره کوي، دوی فکر کوي چې ژوند تل باید د دوی په خوښه مخ ته لاړ شي، خو دا یو ناسم فکر دی، ځکه هېڅ انسان د دې زغم نه لري چې د ژوند هره پرېکړه یې بل کس وکړي او د بل کس په خوښه ژوند وکړي.

 

۲. هغه کسان چې داسې فکر کوي چې ګډ ژوند به هېڅ ستونزې نه لري، دوی لا تر اوسه د واده لپاره نه دي چمتو، ځکه د ژوند هر اړخ خپلې ستونزې لري، موږ باید په دې اړه فکر وکړو چې ژوند ډېرې ستونزې لري او د هرې ستونزې لپاره مناسبې حللارې ولټوو.

 

۳. هغه کسان چې تر اوسه په دې نه پوهېږي چې زما د کمزورۍ او پیاوړتیا ټکي کوم دي، نو دوی تر اوسه د واده کولو لپاره چمتو نه دي، ځکه انسانان هغه وخت بریالی ژوند درلودلای شي، چې د خپلې پیاوړتیا او کمزورۍ ټکي وپېژني او د خپلو پیاوړتیا په ټکو نور هم کار وکړي.

 

۴. دا سمه ده چې موږ باید ژوند د ځان لپاره وکړو، نه د خلکو لپاره، خو هغه کسان چې تر اوسه پردې نه پوهېږي چې د خلکو د نیوکو او وړاندیزونو پر واسطه څنګه په خپله رویه کې بدلون راولي، نو دا کس هم تر اوسه د واده لپاره نه دی چمتو، ځکه هغه کسان چې واده کوي په دې باید پوه وي، چې څنګه د یو کس وړاندیز او نیوکې ته ځواب ووایي او په ځان کې بدلون راولي.

 

۵. هغه کسان چې لا یې ځان نه دی پېژندلی، په خپلې خوښې او پرېکړو نه پوهېږي، خو د ځان لپاره مېرمن او یا خاوند ټاکي، داسې ټاکل ورته ستونزې جوړوي، ځکه دوی تر اوسه  د ځان په اړه پرېکړه نه شي کولای نو د خپل خاوند یا مېرمنې په اړه به څنګه پرېکړه وکړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button