که امریکايي ځواکونه بې مسوولیته ووځي؟

که امریکايي ځواکونه بې مسوولیته ووځي؟

عبدالمنان توحیدیار

د امریکا او ناټو غړو هېوادونو پریکړه کړې چې د روان میلادي کال لومړیو میاشتو کې ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه وباسي، دا پروسه د دوحې له تړون سره اړیکه لري چې د ټرمپ په مشرۍ ادارې خلیلزاد له طالبانو سره لاسلیک کړی دی.

خو د امریکا ټولې ادارې او ټوله امریکا له دې تړون او اقدام سره راضي نه ده، حتی په سیمه کې د امریکا سیال هېوادونه هم له دې پریکړې سره همغږي نه دي چې امریکايي او نور بهرني ځواکونه دې په یو ځل یا روان وضعیت کې افغانستان پریږدي.

دلته افغانان او د سیمې هېوادونه اندیښنې لري.

که امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، ښکاره ده چې افغانستان یو ځل بیا د القاعده په ګډون د بهرنیو ترهګرو ډلو په پټنځای بدلیږي، دا بستر ورته طالبانو برابر کړی او د بهرنیو ځواکونو له خلا څخه به طالبان ګټه واخلي چې بهرني ترهګر یو شمېر ولایتونو کې ځای په ځای کړي.

تراوسه چې بهرنۍ ترهګرې ډلې غلې دي، لامل یې دا دی چې د امریکا له ټکنالوجۍ ډاریږي چې په نښه به یې کړي، خو که امریکایي ځواکونه همداسې بې مسوولیته افغانستان پریږدي، ویره شته چې افغانستان بیرته شاته لاړ شي.

دا امریکا او نورو هېوادونو ته مالومه ده چې طالبانو په ژمنه عمل نه دی کړی او بهرنیو ترهګرو ډلو سره یې اړیکې نه دي پرې کړی، د دې بیلګې په وروستیو میاشتو کې مالومې شوې چې یو شمېر سیمو کې بهرني ترهګر او یا د القاعده ډلې غړي وژل شوي او یا نیول شوي دي.

ایران یواځې فرصت ته منتظر دی، زرګونه بهرني ترهګر یې ساتلي، له القاعده ډلې سره یې اړیکې ټینګي کړي چې که امریکا له افغانستان ووځي، افغانستان به د القاعده ډلې لپاره ښه جغرافیه وي چې ایران یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

هو ، دا سمه ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې جوګه شوي چې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو پرضد مبارزه وکړي، دا مبارزه لا هم دوام لري، خو د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته ضرورت لري.

هغه ټکنالوجي چې امریکا او ناټو غړي هېوادونه یې د هوایي ځواک برخه کې لري، هغه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه لري چې ترهګرۍ ضد مبارزه سختولی شي.

نو که امریکا په رښتیا د ترهګرۍ ضد مبارزه کړي وي، یا غواړي چې دا مبارزه یې دوام پيدا کړي او افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي، نو ښه به دا وي چې له طالبانو سره شوي تړون باندې بیا غور وکړي او له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه و نه باسي.

تر څو چې وضعیت کاملا ښه شوی نه وي، تر هغې د بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستان څخه د نویم کال تجربه بیا تکراروي چې شوروي ځواکونه ووتل او افغانانو خپلمنځي جګړې پيل کړې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button