طالبانو یو ځل بیا د وینې تویدنې ګواښ کړی

سیدعبدالله پاچا

طالبان هسې هم هره ورځ وینه تویوي او دا شل کاله وشول چې په یو او بل نوم باندې د افغانانو وینه توی کوي، خو تازه یې خبرداری ورکړی، که د دوی یو زنداني طالب هم اعدام شو، دوی به ډيره وینه توی کړي.

د طالبانو دې خبرداري کې یو څه چې ثبوت شول او د طالبانو درواغ پکې مالوم شول، هغه دا دي چې طالبان د وروستیو ټولو هدفي او ترهګریزو پېښو مسوول دي چې خبریالان او مدني فعالان پکې قرباني شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح غوښتنه وکړه چې وروستیو پېښو په تړاو نیول شوي طالبان دې اعدام شي چې نورو ته د عبرت سبب شي، خو طالبانو سمدستي خبرداری ورکړ چې که دا طالبان اعدام شي، دوی به ډله ییزې وژنې وکړي او وینه تویدنه به زیاته کړي.

طالبان له وروستیو ترهګریزو پېښو منکر شوي او ډير کله یې دا کار په حکومت اچولی چې ګنې هدفي وژني دوی کوي، خو اوس پرې قانع شول، ځکه نیول شویو طالبانو اعتراف کړی دی.

په نیول شویو طالبانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د ۵۵۰۰ طالبانو په لیست کې خوشې شوي دي.

اوس دوه خبرې دي!

که طالبان وروستیو پېښو کې لاس نه لري او دا پېښې غندي نو بیا ولې د دې پېښو عاملینو اعدام باندې غبرګون ښيي، ولې د دې پېښو له قاتلینو سره خواخوږي ښيي او خبرداري ورکوي.

بله دا که طالبان د وروستیو پېښو په تړاو نیول شوي کسان خپل ملګري یادوي، نو بیا ولې د دې پيښو مسوولیت نه اخلي او ډير کله په مکارانه ډول دا پېښې غندي.

امرالله صالح د دوشنبې ورځ غونډه کې د نیول شویو طالبانو د اعدام غوښتنه کړې وه چې په غبرګون کي یې طالبانو د وینې تویدو ګواښ وکړ.

صالح ویلي چې د وروستیو بریدونو په تړاو نیول شوي کسان طالبان دي او ځینې داسې کسان پکې شته چې د ۵۵۰۰ کسانو په لیست کې خوشې شوي دي.

د امرالله صالح د دې وړاندیز په تړاو ټولنیزو رسنیو کې خلکو هرکلی کړی چې په تبصرو کې ۸۵ سلنه خلکو غوښتنه کړې چې نیول شوي طالبان دې اعدام شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې هغه طالبان دې جدي اعدام شي چې پروړاندې یې ښکاره ثبوتونه او شواهد وي.

امرالله صالح ځکه د طالبانو په اعدام باندې ټینګار لري چې نور طالبان ترې عبرت واخلي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button