کرزی: د سقوط په ورځ بسم‌الله خان راته وویل، چې له هېواد ووځه

پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه مرکه کې ویلي، چې د اشرف غني تر وتلو وروسته یې طالبانو ته بلنه ورکړه چې کابل ښار ته راننوځي.

هغه له اسوشېټد پرس سره په مرکه کې ویلي، چې ټاکل شوې وه د اګسټ په ۱۵مه دوحې ته سفر وکړي او هلته له طالبانو سره هوکړه وکړي، خو په خبره یې د غني وتلو معادله بدله کړه.

هغه زیاته کړې، چې د غني په پاتې کېدو سره د قدرت سوله‌ییز انتقال لپاره توافق شوی او دوی د کابل تر سقوط یوه ورځ مخکې له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي وو.

د ښاغلي کرزي په خبره، طالب مشرانو د همدې هوکړې لپاره په دوحه کې دوی ته په تمه ول.

هغه دغه راز ویلي، چې د دفاع چارو وزیر بسم‌الله خان ترې غوښتي وو، چې هېواد ژر تر ژره پرېږدي.

په خبره یې، د سقوط په ورځ د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او د کابل امنیه قومندان په ګډون هېڅ امنیتي چارواکی په کابل کې نه و.

حامد کرزي دغه راز ویلي:

د اشرف غني تر وتلو وروسته د ارګ د ساتنې مسوول راسره اړیکه ونیوه او له ما یې وغوښتل، چې د مسوولیت واخلم، خو ما د دغه مسوولیت د اخیستلو قانوني حق او واک نه درلود، په همدې دلیل مې دا غوښتنه ونه منله.

په ورته مهال طالبانو هم په خپلو څرګندونو کې تر دې وړاندې ویلي وو، چې دوی نه غوښتل کابل ته ننوځي، خو د پخواني ولسمشر اشرف غني تر وتلو وروسته مجبور شول د ګډوډۍ مخنیوي لپاره خپل ځواکونه کابل ته ننباسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button