په درنو دروند په سپکو سـپک

په درنو دروند په سپکو سـپک
له فخرافغان پاچا خان ، خان عبد الغفارخان بابا څخه یو چا وپوښتل چې تاسو د پاکستان په پرتله د هندوستان سره ملګرتیا، دوستي او ورورګلوي پالی ، لامل یې څه دی ؟
ارواښاد خدای بښلي پاچا خان بابا په ځواب کې ورته وویل چې زه په یوه لوی سمندرکې لویدلی یم د سمندر د څپو په منګولو کې نښتی اوله ډوبیدو ځان ژغورم ، د سمندر په غاړه یو پاکستانی ولاړ او لاس ورغځوم چې لاس راکړه څو په سمندر کې له لاهو کیدو وژغورل شم ، هغه لاس رانه کړ . خود هغه په څنګ یو هندوستانی د همدغه سمندر په غاړه ولاړاو د مرستې لاس ورغځوم هغه په ستره بشري خواخوږی لاس راکړ او په سمندر کې له ډوبیدو وژغورل شوم ځکه له هندوستان سره باوري دوستي پالم .
فخرافغان بابا د ژوند ډیر کلونه د پښتنو د نیکمرغۍ، هوسایې ،خوشالۍ او خپلواکۍ په هیله په بیلا بیلو جیلخانو کې تیر کړي او یوځل د څلورکلن بند په بهیرکې د فقید مهاماتا ګاندي په هاندو هڅو د انګریزانو له جیلخانې آزاد شو.
خبره مې همدا اوس مهال هم د هند د دوست هیواد په مرستو کوله چې د طالبانو د اسلامي آمارت ترواکمنی لاندې یې پنځوس زره میټریک ټنه غنم افغان بې وزلو ولسونو ته د افغان دوستی او بشردوستی په ښه نیت ډالۍ کړل . خو د هغه د لیږد په برخه کې هم پاکستاني چارواکو ستونزي او شخړې رامنځته کړي چې یاد غنم باید د پاکستان د لاریو په وسیله افغانستان ته ولیږدول شي خو دهغو شيطاني هڅه شنډه او۵۰۰۰۰ میتریک ټنه غنم به ډیرژر د هندي او افغاني لاریو په وسیله افغانستان ته راوړل شي . همدا راز په همدې ورځو شپو کې د هند دوست دولت د افغانستان د اسلامي آمارت د روغتیایې مسوولینو په واک کې د افغان ولس د ژغورنې او روغتیایې مرستو په پار د کورونا د وبا ضد یو میلیون څوسوه زره دوزه واکسین د هوا له لارې د کابل هوایي ډګر ته راورسول .
هند په تیر پېرکې کابو څلورو میلیاردو ډالرو په لګښت د ټولګټو بیلابیلو پروژو په تمویل او جوړونه کې لګولي چې د هرات د هریرود د سلما بند د کابل شاه توت بند چې د څښاک د اوبو، بریښنا تولید او د سلګونو زرو هکټاره ځمکو د خړوبولو اسا نتیاوي او کاري زمیني رامنځته کړي د یادولو وړدي ، کابو۲۰۰ لویې او کوچنی پروژې د روغتیا، ښوونې روزنې ، پلونو او سرکونو په جوړونې د حاجي ګک د اوسپنې کان په سروي او استخراج ، د اندراګاندي د روغتون اوطبي انستیتیوت په عصري وسایلو په سمبالتیا، د کندهار د کریکټ د لوی او عصري لوبغالي جوړول ، د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړول ، د ستوري تاریخي ماڼۍ او حبیبی لیسې ترمیم او بیا رغول او د افغانستان په تاریخ د نـنګیالیو افغانانو د وجاهت اوصلابت په ویاړد یوه پرتمین درې رنګه ستراو خورا اوږده بیرغ جوړول د سوداګریزو ستونزو د اسانتیاوو په هیله د چابهار بندر جوړول او نوره په سلګونو، سلګونو خدمتونه لکه هرکال د لوړو زده کړو ۱۰۰۰ یو زرتحصیلي بورسونه او کابو۱۶۰۰۰ شپاړس زره افغانان د هند د دوست هیواد په بیلابیلو پوهنتونو او ښوونیزو مرکزونو کې په زده کړو بوخت او په پوځي ډګر کې د هوایې پیلوټانو او مسلکي افسرانو د روزني سره جوخت د پوځي عصري الوتکو مرستې د یادولو وړدي .
پاکستان ښه په نره د اسلامي آمارت مرستې ته چې خپل روزل شوي او پالل شوي وروڼه یې ګڼي را ودانګل ، لومړی په کونړونو د درنو توغندیو د ويشتلو ناتار رامنځته اود کونړد ځنګلونو په وهلو او قاچاق یې لاس پوري کړ.
پاکستان د اسلامي آمارت د بډاینې په پار ښه په نره د بولدک او تورخم بندرونه د افغان سوداګرو او زیارکښه بڼوالو په مخ وتړل په زرګونو ټنه بیلابیلې میوې لکه انار، انګور، مڼې ، انځراو نورپه موټرونو کې خوسا او طالبانو ته یې پخپله افغاني ټولنه کې د سپکاوی اوله زیارکښو بزګرو څخه د انزوا او د هغود غوسې زمینې رامنځته کړې . د طالبانو د اسلامي آمارت خواخوږي ورور اسلامي پاکستان په رڼا ورځ بیلا بیلې درنې او سپکې وسلې اوهیموې ګاډي په سپینه ورځ د سپین بولدک له لارې په ستروګاډو او لاریو کې پاکستان ته ولیږدولې . دوست او اسلامي ورور هیواد په سلګونو زره امریکایې سپکې وسلې عصري دوربین داره کلا شینکوفونه او لینچرونه د پکتیکا ولایت او ارګون له لارې ښه په نره پاکستان ته ولیږدولې .
وروراسلامي هیواد د ببرسرو طالبانو څخه چې ښه په نره یې د نړۍ ستراستکباري فرعوني ځواک په ګینډو اوپه نامردانه تیښته وشرماوه ویریږي هسې نه د بنګله دیش په برخلیک اخته نه شي نوپه استخباراتي چل ول غواړي اسلامي آمارت چارواکي هسې نړیوالو ته وښيي چې د هغو د نهې او منکر واګي په لاس کې ده . د طالبانو د بهرنیو چارو استازیتوب قریشي په غاړه او استخباراتي شخړې رامنځته کول د ای،ایس، ای او په کابل کې د پاکستان سفیرله خوا ترسره کیږي . د هغو په منځ کې د دراني ، غلجي اوکرلاڼي اتنیکي جوړښتونو ته منافقانه لمن وهي او په دې توګه په عمدي او قصدي توګه په افغان ټولنه کې د جنګیالیو طالبانو او چارواکو بدنامي او پرستیژ راټیټول غواړي .په دې اړه د محترم مولوی صیب عبدالسلام ضعيف مستندې او مستدلې څرګندونې د یادولو او تایید وړبولم هیله ده چې د اسلامي آمارت چارواکي ورته جدي پاملرنه وکړي.
هو! په درنو دروند په سپکو سپک .
ناولیه پاکستانه ورک شي اولا سپک
۱۴/۱۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button