کتاب لوستل څه ارزښت لري؟

مارک توین وایي: کتاب هغه ملګری دی چې په لوستو یې وجدان آرام، روح تازه او په ژوند کې له ستړیا پرته د پرمختګ او ښه ژوند کولو لارې چارې انسان ته په ګوته کوي. هر انسان باید له کتاب اخیستلو وړاندې د کتاب لوستلو لپاره وخت واخلي، ځکه کتاب د لوستو لپاره وي نو کله چې تاسو وخت وانخلئ کتاب اخیستل ګټه نه لري.

کتاب د یو ښه ملګري په توګه انسان تل خپلو کمیو، کمزوریو او پرمختګونو ته متوجه کوي، په ژبه ګونګی وي، خو په زړه کې راته بلا خبرې لري، خبرې نه شي کولای خو له ستړیا پرته مو په هر وخت او ځای کې ستونزو ته د حل لار پیداکوي، تل مو سمونو ته اړ باسي، هیڅکله ناسمه مشوره نه راکوي، سره ددې چې کتاب لوستنه په ټولنه کې ځانګړی ځای لري، خو دوامداره مطالعه مو پر دې ډاډمنوي چې ګواکې د پوهې له بحره مو لا یو څاڅکی هم نه دی راپورته کړی.

کتاب د انسان په ذهن او زړه کې د را ټوکیدلو احساساتو او تصوراتو مجموعه ده او د احساساتو او تصوراتو دغه نړۍ دومره پراخه او رنګینه ده چې پیړۍ وروسته به هم ددې رنګینیو په لټون پسې لوستونکی سرګردانه وی. اوس موږ په داسې پیر کې ژوند کوو چې په اړه یې عموما دا فکر کیږی چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او کمیپوټر نړۍ ده او د ژوند په اساسی اړتیاوو کې یاد کړی شوی موارد مهم ځای لری.

کتاب د ژوند اساسي برخه ده، ډېر غوره ملګرى دى، د تمدنونو ترمنځ د پول حيثيت لري، ستر ملتونه چې د پرمختګ او تمدن لوړو پوړيو ته رسېدلي، غښتلي ليکوال او څېړونکي يې درلودل، د کتاب لوستونې لېوال په کې زيات وو؛ همدا ده چې سوکاله ژوند يې په برخه شوى او د فرهنګ له پلوه بډايه شوي دي. کله چې په يوه ولس کې کتاب او کتاب لوستلو ته په درنښت وکتل شي، په حقيقت کې يې د خپلې ټولنې فرهنګي هويت ثابت کړى او بالعکس په يوه هېواد کې د کتاب او کتاب لوستنې د ارزښت کمېدل، په واقعيت کې د هغه هېواد د فرهنګي او فکري ميراث محوه کېدل ښيي. دا ثابته شوې، هغه ولس چې کتاب نه لولي، بايد چې ټول تاريخ تجربه کړي.

د پوهانو په اند، د کتاب له لارې د انسانانو د تجربو لړۍ زرګونو کلونو ته رسېدلې ده، انساني ژوند ته يې تسلسل ورکړى. دا هغه وسيله ده، چې د انسانانو د ذهني روښانتيا لپاره يې ستر کارونه کړي دی. دا چې کتاب لوستونکي غوره خلک دي دا هيڅ د تعجب خبره نه ده. د کتاب لوستل په حقیقت کې په غیرواقعي سترګو د نورو ژوند تجربه کول دي.کتاب لوستل انسان ته دا ور زده کوي، چې په يوې موضوع کې له دخيل کېدو پرته کولی شي دنيا په يو بل چوکاټ کې وګوري.

کتاب لوستونکي د زرګونو خلکو روح او د هغوی ټوليزې پوهې ته لاسرسی لري. هغوی داسې څه ليدلي چې کتاب نه لوستونکي يې تصور هم نشي کولی. هغوی دا زده کړي، چې نارینتوب او ښځينه والی څه ته وايي. هغوی په دې پوه شوي چې د نورو درد او غم څومره دروند يا څومره سپک دی. کتاب لوستونکي له خپل عمر نه زيات عاقل وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button