چا دطالبانو مشري کوله ؟

ژ: حماد
له افغان حکومت سره  دسولې ددویم پړاو له خبرو دوه ورځې وړاندې ، داسې اوازې خپرې شوې،چې بویه  طالب مشر ملا محمد عمر مړ شوی دی ،نوموړی دواک په سر د طالب مشرانو تر منځ دسیالۍ قرباني شوې  اویا نري رنځ وژلې دی.

دګوښه او لا درکه مشر د مړینې  په اړه هیڅکله کره او غوڅه خبره نه وه شوې ، دمړینې اوازې وخت ناوخت تکراریدلې. اوس پوښتنه داده د ۲۰۰۱ ز راهسې، چې ملا محمد عمر نادرکه و، دطالبانو مشري دچا پر غاړه وه .

له شک پرته ملا محمد عمر ان دخپل واکمنۍ پرمهال هم ډېر نه  لیدل کېده، ټاکل شوې وه، چې ۴۸ ساعته وروسته د سولې دویم پړاو پیل شي،چې دمرګ داوازه پر حقیقت بدله شوه، اوس دلته بله پوښتنه  داده،چې  چا دطالبانو مشري کوله ؟

سره له دې، چې طالبان په لوی لاس پر کږو لارو روان شوي وو، خو له ډېره پخوا ملا اخترمحمد منصور ته دطالبانو ددویم کس په سترګه کتل کېدل، دملا محمد عمردمرموزې مړینې یا وژنې په اړه،چې له ملا منصور پرته نور څوک پرې خبر نه وو، نوموړي  دهرې ورځې په تیریدو په یوازې ځان مهمې پریکړې کړې دي او په طالبانو کې دبل هر چارواکي په پرتله درښتیني واک څښتن و، دا هم ویلای شو،چې دافغانستان دننه یې دطالبانو پر اداري او جنګي تشکیلاتو پوره واک او اغیز درلود. تردې هم مهمه داده، چې دملامنصور دنورو طالب چارواکو بر عکس له پاکستاني استخباراتو سره دفعالیت په موخه خپلې اړیکې ټینګې ساتلې وې.

له ګوانتنامو څخه تازه خوشي شوې پنځه مشران بیا دا ډول اړیکې نه لري او ملا اختر منصور ترې په دې برخه کې میدان ګټلې دی.

ملا اختر منصور دکندهار په  بند تیمور سیمه کې زیږیدلی دی دا سیمه دکوکنارو دکښت له کبله هم ډېره مشهوره  ده،ملا محمد عمر دلومړي ځل لپاره په همدې سیمه کې خپل ملګري راټول کړي وو همدلته دطالبانو یو شمېر مشران په دودیزه توګه رامنځته شول،چې وروسته بیا دطالبانو په تحریک مشهور شو.

دنورو افغان ګډوالو په څېر ملا اختر منصور  دګیڼ اړخو او مجاهدینو دواکمنۍ پرمهال په پاکستان کې راستر شوې ، دشلمې پیړۍ په نویمو کلونو پورې هملته و او داکوړي له حقانیه مدرسې فارغ شوی دی. دا مدرسه د ( جهادیانو) او ( سپیڅلي جهاد مدرسه ) باندې مشهوره شوې ده او دڅو لسیزو راهسې ترې بنسټپاله فارغیږي.

په ۱۹۹۳ ز کې ملا اختر منصور دپاکستان بلوچستان ایالت ته ګډه شو، همدلته ډیری طالب مشران دیره دي او له هغه ځایه په افغانستان کې حکومت ضد فعالیتونه تنظیموي، ملا منصور له هماغه وخته  له پاکستاني استخباراتو سره اړیکې راشه درشه جوړه کړې وه، ان تر نن ورځ پورې دا اړیکې پالي.

كله، چې طالبانو په ۱۹۹۴ زکې کندهار ونیوه، ملا اختر منصور یې دترانسپورټ او هوانوردۍ دوزیر په توګه وټاکه، دنوموړي کلیوال دملا منصور په اړه ډول ډول کیسې کوي کېدای شي ځینې له ځانه جوړې شوې وي یوه یې په دې ډول ده.

ملا منصور به له خپل کلي بندتیمور څخه دهلیکوپټر پر وسیله  دسپین بولدک لور ته  افیون لیږدول.

 

کله، چې په ۲۰۰۱ ز کې دطالبانو حکومت ړنګ شو، ملا منصور یو ځل بیا بلوچستان ته وتښتیده او هلته یې دملا محمد عمر داستازي په توګه له امریکایانو سره خبرې کړې دي. ډیری طالب مشران یا نیول شوي دي او یا په خپلو کورونو کې نظر بند و، خو ملا منصور داستخباراتو نازولی زوی او ازاد ګرځیده ځکه نوموړی تر پایه د ISI سپارښتنو ته ژمن پاتې و، ډیری وخت په وزیرستان کې دحقاني شبکې او په بلوچستان کې دکوټې شورا ترمنځ ارتباطي کس و.

همدا راز ملا اخترمنصور د۲۰۱۰او ۲۰۱۱ ز ترمنځ دامریکايي سرتیرو له ډېرولو څخه ګټه پورته کړې ده، دکندهار یو اوسیدونکې له نوموړي سره مرکه کړې وه، منصور مني،چې دامریکایانو له راتګ وروسته زموږ ډیری ملګري یا ونیول شول ، یا وتښتیدل یا ووژل شو، خو منصور په پاکستان کې خوندي و او په تحریک کې یې دخپل نفوذ او واک زیاتولو په موخه هڅې او فعالیتونه کول، نوموړی دنورو طالب مشرانو په څېر له نظامي وړتیاوو برخمن نه و، خو تل یې هڅه کړې ده، چې په دې برخه کې یو څه وکړي.

۲۰۱۲ز کال تر پایه ملا منصور دطالب مشرانو تر منځ  په سختدریځه مشهور او له حامد کرزي سره یې دسولې دهر ډول خبرو مخالفت کاوه، خو له ۲۰۱۳ ز راهسې یې دریځ کې بدلون راغی  او دطالبانو دنظامي کمیسون مشر عبدالقیوم ذاکر برعکس له حکومت سره یې دسولې دخبرو ملاتړ کاوه.

په ۲۰۱۴ ز کې دملا منصور او ملا ذاکر تر منځ دطالبانو ددریځ او لوري په اړه اختلافات بیخي زیات شول، ملا ذاکر سخت دریځ درلود،چې په پای کې له نظامي کمیسون څخه ګوښه شو، خو موده وروسته ددواړو تر منځ روغه او جوړه وشوه، دروغې جوړې په مناسبت یې پسونه حلال شوي وو.

خو د۲۰۱۵ ز په لومړیو کې د دواړو ملګرو ترمنځ بیا اختلاف سر راپورته کړ، راپورونه وايي دا ځل اختلاف  دملا محمد عمر دمړینې په اړه و، دا ځل ملا اختر منصور او دملا محمد عمر زوی ملا یعقوب  دواک او مشرتابه  په سر سره لاس وګریوان وو.

له پاکستان سره دملا اختر منصور   تاریخي اړیکو ته په کتو سره ویلای شو، چې د ملا اختر منصور منځلارتوب ددې مانا ورکوي، چې دپاکستان دریځ کې بدلون راغلی ، دپاکستان په مري کې دسولې دلومړي پړاو خبرې او ددویم هغه ټاکنه داسې چاره وه، چې دملا منصور دپیاوړتیا لپاره ترسره شوه او دپاکستان وښوده،چې دقطر دفتر کوم واک او اختیار نه لري څه، چې دي هغه دملا اختر منصور سره دي.

ملا منصور به نور ډېر څه لري، خو ملا محمد عمر نه دی، ځکه اوس دالقاعدې په پرتله طالبان له خپل منځي کشمکش او سیالیو بوخت دي، ان داعش هم دومره داخلي ستونزې نه لري لکه طالبان.

دملا محمد عمر دیني شالید و، چې طالبان یې دشلو کلونو لپاره متحد او یو موټی ساتلي وو، ملا منصور به په پاکستان کې ډېر مهم ملګري لري، خو دا امیر المومنین نه دی ، ددې امکان شته، چې دخبرو اترو پر شپه یو شمېر طالب چارواکي بل لور ته مخه کړي ، دویش او تقسیم احتمال له بل هر وخت اوس ډیر دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button