ملا اختر محمد منصور د سولې موافق دی، نه مخالف!!!

محمد کمال افغان
د دې لپاره چې څنګه امکان لري په هېواد کې تلپاتې سوله، امنیت او ثبات رامنځته شي. سوله د هر انسان فطرتي غوښتنه ده، سوله د نیکمرغۍ او پرمختګ رمز دی، د هر ولس د نیکمرغۍ راز په سوله کې نغښتي ده، او سولې ته داسي اړتیا دی، لکه نیالګي ته اوبه، زمونږ ګران هیواد تر هر څه وړاندې تلپاتې سولې او ثبات ته اړتیا لري او افغانان سولې ته لیواله دي. خو دغه کار په خوله اسانه دی، له دې بهیر څخه باید  په ملي او نړېواله کچه بشپړ ملاتړ وشي، د افغانستان اوسنۍ وضع ډیره نازکه او حساسه ده او باید ټولې خوا وې هڅه وکړي چې د روغې جوړې په برخه کې په لاس ورغلی فرصت له لاسه ورنه کړي، هر څوک کولای شي د سولې آواز اوچت کړي او په هر ګردي میز او غونډه کې ورڅخه یادونه وکړي، خو د سولې راوستل او پلې کول د عیني واقعیتونو، ځمکنیو حقایقو او ولسي اندونو او نظریاتو په رڼا کې امکان پیدا کولای شي.

د سولې پر وړاندې شته او پراخه خنډونه باید لیرې شي، د اعتماد او باور فضا رامنځته شي او مدبرانه خوځښت پیل شي.

بدبختانه!! د هېواد اوسني حالات د سوليیز خوځښت خلاف جګړییز لور ته روان دي. بهرني ځواکونه د خپلو مکررو ژمنو خلاف د جګړې له ډګره نه دي وتلي، د شپې له لوري عملیات او ړندې بمبارۍ یې دوام لري، چې حتا د هېواد په بېلا بېلو برخو کې یې د ملکي وګړو سربېره افغان ځواکونه هم په نښه کړي دي او زیان یې تر هغوی هم رسېدلی دی، افغان دولت د سیاسي او تبلیغاتي موخو لپاره د سولې شعارونه ورکوي، خو داسې برېښي، چې سولې ته ژمنتیا نلري او هغه ځکه، د سولې د نارو سره سره په یو شمېر رسنیو کې داسې اعلانونه نشروي، چې په هغه کې د دولت مخالف کسانو ته یاغي، باغي، تروریست، غولېدلي او داسې نورې کلمې کاروي، چې زما په فکر دا د سولې راوستو لپاره مناسبه تګلاره نه ده، ځکه له نرمښت څخه کار اخستل په کار دي، نه له تشدد او سختۍ څخه. نو تر ټولو مخکې د سولي لپاره باید لاندیني ټکي په نظر کې ونیول شي:

لومړی، د سولي د پروسې لپاره ژمنتیا او صداقت ته اړتیا ده، نه فریب او دوکې ته.

دویم، واحده ستراتېژي او تګلاره، نه څو مخې او څو هدفه رول.

دریم، د دواړو لوریو نظریات باید واورېدل شي، له ځینو مواردو څخه افغان دولت تېر شي او له ځینو څخه افغان طالبان.

څلورم، د سولې لپاره ګمارل شوي کسان باید د مسئولیت احساس وکړي او د مظلوم ملت په برخلیک لوبي ونکړي، ځکه سوله پر واقعیت ولاړ خوځښت ته اړتیا لري، که نه د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کېږي او د جګړي د اوږدېدو اسباب رامنځته کېږي، نو په کار دی، چې په پوره غور او احتیاط ګامونه پورته.

پنځم، د مقابل لوري احساسات درک کړل شي او د تسلیمۍ رنګ ور نه کړل شي.

شپږم، افغان دولت باید د طالبانو د سیاسي دفتر چې په قطر هېواد کې دی، له هغوی سره خبره شریکه کړي، ځکه د طالبانو په وینا په دې برخه کې یواځې د قطر دفتر صلاحیت او مسؤلیت لري، نه بل څوک.

اووم، دواړه لوري د باور او اعتماد فضاء رامنځته کړي.

اتم، د طالبانو بندیان خوشي شي، له تورلست څخه د طالب مشرانو نومونه لري شي او ټول هغه بندیزونه هم له منځه ولاړ شي، چې پر طالب مشرانو لګیدلي دي.

راځم اصلې هدف ته او هغه دا، تر اوسه چې د افغان طالبانو له لوري د سولې په برخه کې کوم پرمختګونه، راشه او درشه شوي، د طالبانو د اوسني مشر ملا اختر محمد منصور له برکته شوي او دا د سولې بهیر به انشاءالله دوام پیدا کوي، ځکه ملا اختر محمد منصور د سولې پروسې سره موافق دی، خو د هغه سولې مذاکراتو سره مخالف دی، چې د امریکا او پاکستان په فرمایش وي، ځکه د طالبانو په وینا، پاکستان غواړي په افغان سولې بهیر کې امتیاز ترلاسه کړي او د تل لپاره ځان داسې وښیې، چې په افغانستان یې احسان کړی او طالبان یې د سولې خبرو ته کېنولي دي او دوی یانې پاکستان یې کوربه توب کړی، خو افغان طالبان او بیا په تېره ملا اختر محمد منصور دغه ډول سوله نه مني، چې امتیاز یې پاکستان واخلي، ځکه د طالبانو په فکر بیا هغه اوازې او ګونکوسې ریښتینې کېږي، چې ګواکې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره او د هغوی د استخباراتي کړیو په اشاره څرخېدل، ځکه طالبان ځان خپلواک ګڼي او غواړي، چې یوه بین الافغاني سوله رامنځته شي او نیغ په نیغه د چا د احسان پرته د افغان دولت سره د مذاکراتو پر ټغر کیني. همداراز په وینا یې هغه سوله نه غواړي، چې د امریکا په فرمایش وي، ځکه امریکا غواړي، چې په افغانستان کې غربي ډیموکراسي ثابته او دوامداره پاتې شي، د ښځو ازادي، چې غربي ډیموکراسۍ ورکړې هغه هم پر ځای پاتې شي، خو طالبان بیا وایې، غربي ډیموکراسي نه مني، یواځې تېرې بنسټیزې لاسته راوړنې او د خصوصي سکټور پرمختګ او داسې نور پرمختګونه ، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو او اصولو پر بنسټ وي مني او د دوام غوښتنه یې کوي، خو د ښځو ازادۍ په اړه اسلامي ازادي مني، نه د ډیموکراسۍ ازادي، چې حیا او عزت په کې پایمالېږي. نو زما په نظر ملا اختر محمد منصور د سولې مخالف نه بلکې موافق دی، خو هغه سوله چې د افغانانو د مادي او معنوي ارزښتونو او ګټو پر بنسټ وي، نه د کوم بل هېواد.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button