څېړنه؛ څنګه ځان خوشاله ساتلی شو؟

تاند

له ډیرو کلونو راهیسې پوهان، په تېره بیا ارواپوهان د انسان د خوشالۍ، د خوشالۍ د ګټو او په دې اړه چې څرنګه کېدای شي انسان ځان خوشاله وساتي، څېړنې کېږي.

د دغو څېړنو په منځ کې یوه پراخه هغه د امریکا د ییل پوهنتون د ارواپوهنې او درکپوهنې د استادې پوهاندې لوري سینټوس ده. دا وايي، ساینس ثابته کړې چې د خوشاله اوسېدو لپاره د انسان خپله هڅه ضروري ده.

دې د بي بي سي نړیوال سرویس ته وویل، دا د ځان خوشاله ساتلو په اړه د انسان هڅه اسانه خبره نه ده خو که وخت ورکړي ډېره ګرانه هم نه ده.

نوموړې په دې پوهېږي، ځکه ارواپوهنه او ښه ژوند تدریسوي. د ییل پوهنتون په ۳۱۶ کلن تاریخ کې د دې درس خورا ډېر منلی دی.

له نوموړې سره ۱۲۰۰ محصلان دي او په پوهنتون کې یې د زده کړو د داخلې ریکارډ مات کړی دی.

د هغې زده کړې د مثبتې ارواپوهنې پر ارونو (اصولو) ولاړې دي.

دا د ارواپوهنې هغه څانګه ده چې خوشالي او د عادتونو بدلېدل مطالعه کوي.

خو تاسو څنګه دا ټول ارونه په ورځني ژوند کې پلي کولی شئ.

پوهانده سینټوس وايي، خوشال اوسېدل اسان کار نه دی، ځکه یې تمرین پکار دی.

“کټ مټ داسې لکه سندرغاړی او لوبغاړی چې د خپل کار د لا غوره توب او بریالیتوب لپاره پرله پسې تمرین او ریاضت کوي”.

په اوونۍ کې دوه ځله خپلو زدکوونکو ته د خوشال اوسېدو درس ورکوي.

که تاسو ییل ته تللی نه شئ، خو خوشال اوسېدل غواړئ، نو څه به کوئ.

پوهانده سینټوس داسې خلکو ته پنځه ټکي لري.

۱ د مننې او احسان یو نوملړ جوړ کړئ

تر یوې اوونۍ هره شپه مېرمن سینټوس خپلو شاګردانو ته د هغو شیانو د لیکلو سپارښتنه کوي چې دوی یې منندوی دي.

دا د مننې او احسان لېست دی.

هغه وايي، دا پپه ظاهره ساده خبره ده، خو موږ وینو چې کوم زده کوونکي په پابندۍ دا تمرین کوي هغه ډېر خوشال وي.

سینټوس وايي، په دې اسان په تمرین کې بریالي کېدل ګران دي.

په دې کې یوه اوونۍ د شپې اته ساعته خوب دی.

نوموړې وايي، دا به عجیبه ښکاري، خو موږ پوهېږو چې ډېر او ښه خوب د ژور خپګان خطر کموي او په انسان کې ښه چلند پیدا کوي.

۳ مراقبه

هره ورځ تر لسو دقیقو د استغراق یا مراقبې په نړۍ کې ډوب شئ.

پوهانده سینټوس وايي، چې د یوې زده کوونکي په ډول یې له مراقبې ډېر ښه احساس ترلاسه کاوه.

اوس هغه پوهانده ده او خپلو زمحصلانو ته مراقبه یا په ډېر پام د نورو هغو کارونو د ترسره کولو سپارښتنه کوي چې له دوی سره د ډېرې خوښۍ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

۴ ډېر وخت له کورنۍ او ملګرو سره تېر کړئ

پوهاند سینټوس وايي، تازه څېړنې ښيي چې له خپلې کورنۍ او ملګرو سره ښه وخت تېرول ستاسو خوښي زیاتوي.

له خپلوانو او د ټولنې له خلکو سره په ښه راشه درشه کې ستاسو ژوند لا ښه کېږي.

په دې برخه کې نور څه پکار نه دي، بلکې په دې خبره پوهېدل ضروري دي چې ته له کوم ډول خلکو سره خپل وخت تېروې.

وخت پېژندل د خوشال اوسېدو لپاره ډېر مهم دی.

موږ ډېری خلک شتمني په پیسو کې لټوو، خو پوهانده سیټوس وايي، څېړنې ښودلې چې شتمني له دې خبرې سره ډېره نژدې ده چې زموږ سره څومره وخت دی.

۵ خواله رسنۍ کمول او اصلي اړیکه زیاتول

پوهانده سینټوس له خواله رسنیو لاسته راغلې خوشالي دومره ګټوره نه بولي او وايي وروستۍ څېړني ښيي چې کوم کسان د انسټاګرام په څېر خواله رسنۍ کاروي تر هغو کم خوشال دي چې نه یې کاروي.

د سپارښتنو لنډیز

که ریښتیا خوشال اوسېدل غواړئ، ډېر منندوی اوسئ، له کورنۍ او خپلوانو سره وینئ، په ورځ کې لږ وخت خپل ذهن تش کړئ یا مراقبه شئ، له خواله رسنیو وخت په وخت لیرې اوسئ او ډېر خوب وکړئ.

د ییل پوهنتون محصلانو ته دا لارښوونې ګټورې تمامې شوې تاسو ته هم ښې ثابتېدای شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button