پکتیکا والو شملې مو تل اوچتې اوسه !

دا چې د پکتیکا ولایت جنګ ځپلواوځوریدلو ولسونو په زغرده اوزړورتوب د ناپاکستان د کریکټ لوبغاړي او اوسني صدراعظم عمران خان سفرچې نـن ۱۹/۱۱/۲۰۲۰نیټه کابل ته راروان دی په کلکو ټکوغندلی او هغه یې بې ګټې او بې اغیزې بللی دی .ځکه د ازمویلي بیا ازموینه تیروتنه ده . او له بلې خوا عمران خان د پاکستان پوځ اوڅارګر،ترهګرسازمان ای،اس،ای ته د تور توت ارزښت هم نه لري. د پاکستان واکمن د پوځ جنرالان اود دوزخي سازمان ای،اس،ای ترهګرحرفوي داړه ماران او ورانکاران دي چې د زیږون له مهاله د افغانستان په کورنیوچاروکې د ورانولواوویجاړولوپه شيطاني لاسوهنوبوخت دی. اودا په نړیواله کچه لکه لمریو روښانه حقيقت دی. پاکستاني پوځیان دای،اس،ای په ترهګرسازمان کې د لسګونوزروپه شمیریوپټ سازمان د اس ریاست په نوم رامنځته کړی چې د بنسټپالوترهګرو،ځان وژونکو،هدفي وژونکود ویجاړوونکوبم خښوونکو د روزنې موخي يې تردې مهاله په بري ترسره کړي د افغانستان دا خونړی اوږده غمیزه اوتراژیدي د ستراتیژیک عمق د پلان له مخې روانه ده . دادی څو ورځي دمخه د هلمند ولایت په جنګ جګړوکې چې د خپلولاسپوڅوافغان وژونکوطالبانوتر پوښښ لاندې یې د پښتون میشتو په سیمو کې را منځته کړي په سلګونوتنه پاکستاني ملیشې، پنجابي جنرالان اوتورمخي افسران ووژل شول اوبوینې مرداري جنازې یې پاکستان ته ولیږدول شوې . تر دې دمخه د پکتیکا اوغزني اود هیواد په ګوټ،ګوټ کې پنجابي افسران اوملييشې ،مردارې اووژل شوي دي.
په لوی نـنګرهاراود کونړونود نـنګیالیواوباتورو ولسونو په ملکي میشتوسیمو د پاکستان د پوځیانو له لوري دزرګونو توغندیو مرګوني توغول د هیچا اوپه تيره بيآفغانستان کې د امریکا اوناتوله ځواکونو پټې نه دي. خوله بده مرغه د امنیتي ستراتیژیک غولوونکي تړون سره ،سره سپینه ماڼۍ، پنتاګون اوسی،ای،ای هم ناتوتردې دمه د پاکستان په وړاندې ،کوټلي ښکاره ګامونه نه دې پورته کړي . او لایې د پاکستان د خوشالولو لپاره د مورا ټومي ورته بم د شنه اوهمیشه بهارنـنګرهارد تورې بوړي په سیمه کې ګوزارکړ. دونالد ترمپ د عمران خان سره په سپینه ماڼۍ کې د هغه د خوښی لپاره د لسګونومیلیونو افغانانو د وژلو ګواښ هم وکړ.
لنډه خبره داچې عمران خان اواشرف خان چې دواړه اعوذ ب ا لله هم نه شي ویلی په تشوتشریفاتي خبرو چې ډبل عبدالله به هم ډبل لبسیرین او د ورځې موډ هالیووډي دریشي په تن کړي وي د افغانستان امنیتيي ستونزي کمې نه بلکې په راتلونکې مهال به د ښاغلي جوبایډن په هژمونی دا جنګ جګړې لازور واخلي ځکه کلونه پخوا ښاغلي حامد کرزي ته بایډن په زغرده ویلي چې موږ ته پاکستان د افغانستان په پرتله ۵۰ پنځوس سلنه ارزښت اواهمیت لري . اوستراتیژیکي اړیکي مو ورسره ډیرې پخوانی دي .
اوس د طالبانو په اسلامي اوافغاني احساس او انساني وجدان پوري تړلي ده چې د کویټ د علماوو اومشایخواسلامي بلنه چې نورباید مسلمان افغانان ونه وژل شي منې اوکه لا نور د تورپنجاب په دستورخپل وروڼه اوخویندې په خورا سترقساوت اونه بښونکي جنایت وژني او دهغه ببرسره یتیم ماشوم د زړه کړیکه او ناره نه اوري چې وایې
جنګ دی ورک شي موږ سوله غواړو.
اکبري ۱۹/۱۱/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button