د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او…)

ریاض مقامزی

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. په دې لیکنه کې به تاسو د شکرې ناروغۍ پر ځينو عمده علايمو پوه شئ.
د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکرې ناروغۍ د اصلي عواملو څخه یو هم سټريس (فشار) دی.
د ایليټ ډایلي د راپور پر اساس ځوانان تر سختې ناروغۍ مخکې ډاکټر ته نه ځي او نه هم ځينې ډاکټران ددوی د ناروغيو علایم جدي بولي. همدا وجهه ده، چې ددوی ناروغي جدي کېږي او وروسته یې درملنه سخته تمامېږي.
د شکر (دویم ډول) ناروغۍ نښې څه دي؟
روغتياپالان ددې ناروغۍ ځينې عمده علايم ښيي، کله چې دغه نښې دوامداره وي نو کوښښ وکړئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ او د شکرې ناروغي مو وګورئ.

۱. د ادرار (تشو بولو) تکرار
له اندازې ډېر تشې بولې کول، ددې ناروغۍ یو له عمده نښو څخه بلل کېږي. دا په دې معنا ده، چې بدن مو اضافي شکر د ادرارو له لارې دفع کوي.

۲. دوامداره تنده!
د وينې د ګلوکوز لوړوالی د ډېر ادرار سبب او ډېرې تشې بولې د بدن د اوبو د کمښت سبب کېږي. نو ځکه انسان ژر ژر تږی کېږي.
د پرېونشن ویبسايټ د راپور پر اساس، که چېرې دغه پورتني دواړه عوامل په ناڅاپي ډول یو ځای راښکاره شي نو ډاکټر ته حتمن مراجعه وکړئ.

۳. له اندازې ډېره ستړيا
بدن د اړتيا وړ انرژي د ګلوکوز له سوځولو لاسته راوړي. د بدن د اوبو کمښت سر بېره، د بدن اکثره فعالیتونه اغېزمنوي، چې د ستړيا او لټۍ احساس درکوي. او همیشنۍ ستړيا د شکرې ناروغې نښه ده.

۴. د سترګو ستونزه
په بدن کې د اوبو کمښت او شکر د انسان پر نظر هم منفي اغېزې کوي. همدا د اوبو کمښت د سترګو د لینز لمدوونکې مايع کموي، چې دا کړنه د دید د کموالي سبب کېږي. په جدي حالاتو کې د اوبو کمښت د وینې کوچني رګونه له منځه ځي او د ړندېدو سبب هم کېږي.

۵. د ټپو ژر نه ښه کېدل
همدارنګه شکر د انسان د میتابولېزم کچه ټيټوي او دفاعي ځواک کمزوری کوي. نو ځکه ټپ ځايونه په اسانۍ بېرته نه رغېږي.
همدارنګه د وزن کموالی، شدیده لوږه او بې حسي هم دددې ناروغۍ له عمده او اساسي نښو څخه شمېرل کېږي. که تاسو ددې ستونزو درلودونکي یئ او یا مو هم د کورنۍ کوم غړی یاد علایم ولري ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button