تاسو څه ډول انګیری چې زمری ولی د ځنګله پاچا بولي؟

تاسو څه ډول انګیری چې زمری ولی د ځنګله پاچا بولي؟
ایا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی دی او که نه؟
زمری دځنګله توریال پاچادی.
هغه د فیل او یا ګوریلا په کچه زورنه لري.
د خرس د مټو په څیر ځواکمن او غښتلی نه دی.
د پړانګ په څیر چټک نه دی.
د هوسۍ په شانې ګړندي ټوپونه، نه شي وهلی.
د لیوه په څیر د اړونکی نه دی.
او د کفتار په څیر خیټور نه دی.
دګیدړ په څیر ټګ ،برګ نه دی……..
خو هغه ته بیا د ځنګل پاچا ویل کیږي.
زمری په دغو کړنو دځنګل پاچا غوره شوی دی.
زمری ترڅو پوري چې ښه وږی شوی نه وي ښکار نه کوي. داړونکی نه دی.
د لوږې په مهال د خپلې اړتیا په کچه ښکار کوي.حریص او خیټو نه دی.
دښکار لپاره ډیر غښتلی او ځواکمن غوره کوي. کمزوري نه ځپي.
په ښکار کې امیندواره یا دوه ځانه حامله حیوانات نه داړي. پیرزوینه او خواخوږي لري.
له ښکار وروسته لومړۍ خپلې کورنۍ ته دښکار غوښې رسوي.ځان پالونکی نه دی.
دښکار پاتې شوني نه خښوي او یا یې دومره لیرې نه ګوزاروي چې دنورو حیواناتو لاس رسی ورته ونه رسیږي. لوړ خیاله اوسخي دی.
او دبوډا توب په مهال له خپلې کورنۍ ګوښه ژوند کوي.څو د هغو په اوږو بار او مزاحم نه شي.
درنولوستونکو!
راځی چې زمري اوسو.
اکبري هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button