پسرلی د کال د ښکلا او ځوانۍ موسم

دولت وزیري

پسرلی د کال له څلورو موسمونو څخه د ښکلا، د کائناتو د څېرې د بدلون، د ژمي له درانه خوب څخه د موجوداتو د را ویښېدو او خوځښت یو عاشقانه او شاعرانه موسم دی.

په دې موسم کې هر څه په حرکت راځي او ساه اخلي. د غرو، دښتو او چمنونو زرغونوالی، د پسرلنيو وږمو او مستو سیندونو زړه راښکونکې څپې د هسک او شنه اسمان په لویه او پراخه فضا کې د ښایسته او ښکلو الوتونکو الوتنې، انسان نویو هڅو، کار او هڅو ته را بولي او هغه ته د عمل او ارادې ژور پیغام وړاندې کوي.

د پسرلي ښکلا د شاعرانو شاعرانه احساس هم تر بل هر وخت زیات په جوش راولي او د دې موسم د زړه راښکونکي ښکلا په ستایلو کې شاعران د شعر او لیکوالان د ادبې ټوټو د لیکلو په ژبه د زړه او احساس څرګندونې کوي. لکه خدای بخښلی ګل پاچا الفتچې د پسرلي موسم د کال ځواني بولي او وايي:

ځمکه ټوله شنه بخملي ده

نوی بهار دی د کال ځواني ده

دا زوړ جهان چې بېرته ځوان شو

اغېزه ټوله د پسرلي ده

ځمکې په خپل مخ ایښي ګلونه

ونو په غاړه کړل امېلونه

د کال ځواني ده وطن سمسور دی

خوشحاله ګرځي زلمي نجونه

سحر سبا دی غوټۍ غوړېږي

د ګل په پاڼو شبنم ځلېږي

عجب احوال دی نن په ګلشن کې

ګلونه خاندي، بلبل کړېږي

ښاغلی سعید عبدالله نادر بیا له تېرو موسمونو څخه ګیله لري، پسرلي ته د زاریو په ژبه وايي:

بهاره! نور د چنګ او ترانو سره راځه

د مستو ولولو او نغمو سره راځه

قافله د رنګ او بوی درسره راوړه

محفل ته د رندانو، خوشبويي سره راځه

غضب تندر راوستی دی، په موږ باندې اسمان

راځي که دې دیار ته، یارانو سره راځه

خمونه دي تش شوي، رندان دي شونډې وچې

دې ورانو میکدو ته، ډک جامو سره راځه

ښاغلی زرغون خان بیا په دې بسنه نه کوي او پسرلی د خوشحالیو او مستیو موسم بولي، نو ځکه ساقي ډکو پيالو ته هڅوي او ورته وايي:

ساقي پاڅه پیاله راکړه

مرور یار مې پخلا کړه

پسرلی شو غنچه ګل کړه

زلفې تاوې د سنبل کړه

بلبلان شور و فغان کا

کړېدل په ګلستان کا

په راغو کې سرې لمبې دي

د غاټولو نندارې دي

جهان ټول سور او زرغون دی

وچ راغه ښکلی ګلګون دی

ځینې بیا د پسرلی سره ګلونه د خپل یار له سرو شونډېو سره تشبیه کوي او وايي:

سره لبان دې په بهار کې هسې زیب کا

لکه ګل چې په ګلزار کې ورژېږي

مئینان بیا پسرلی د یارانې موسم بولي او په ټینګار سره مشوره ورکوي وايي:

بهار وخت د یارانې دی

ښه موسم د پیمانې دی

نو ساقي پاڅه بهار دی

نن ژوندون سبا رفتار دی

مستان ګرځي په باغو کې

مستي کاندي په راغو کې

لاس په لاس دي یارانې کا

یو په بل ناز و نخرې کا

خوشحال بابا بیا پسرلی له فیض او برکت ډک موسم ګڼي او وايي:

د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم

نوراني به شي له فیضه هغه او دا هم

چې په باغ کې رنګا رنګ ګلونه راشي

غنیمت دی د ګلونو تماشا هم

بابا پسرلي ته خوشحالېږي او د خپلې خوښۍ له پاره بلبل ته زېری ورلېږي وايي:

د سونډک مونډک، سیلۍ اخري کېږي

په بلبلو زېری وکړه بیا بهار دی

بابا ځکه وايي چې په بلبلو زېری وکړئ، د دې له پاره چې:

د ګلونو قدر چا زده

د بلبل یا د بورا زده

په پسرلي کې بابا مستېږي او له ډیرې مستۍ وايي:

هر طرف ته نوبهار دی غوړېدلی

سترګې وخوره چې به دا ننداره نه کا

ساقي وخت د نوبهار دی شراب راوړه

د شرابو سره نقل د خولې مل کړه

پسرلی خو د مېلو او ګرځېدو موسم دی، یاران په کې غوړې څڼې ګرځي، یو او بل د ناز په ژبه وايي:

د پسرلي ګل له تا نه زار شه

ستا حسن تل پسرلی کله کله وینه

د پسرلي ګله بختوره

زه به د یار څېره په تا کې ووینمه

د پسرلي له سېله راغله

د دوو اوږو امیل يې لګي په ورانونه

د پسرلي لوونه ګډ شول

نجونې په سرو منګولو وږي ټولومه

پسرلی راغی نو بهار دی

خوشحال مالیار دی غوټو وسپړل ګلونه

پسرلی راغی نو بهار دی

جنکو ایښي په اوربل کې ژیړ ګلونه

په پسرلي کې د معشوقو له زلفو سره، ښکلې سره ګلونه لا خوند کوي او عاشقان ورته وايي:

د معشوقو په زلفینو کې ځای وکا

ښایسته ګلونه پاس په اوربل لا هم

عبدالقادر خان خټک د پسرلي پر سهار د بلبلو د خوږې ژبې او سندرو ترجماني کوي او وايي:

نن سحر سبا نارې وکړې بلبلې

د سهار زېری کاوه يوې پر بلې

دې وې زېری مې درباندې خزان تېر شو

بهار راغی پاڼې ونیولې ولې

اوس را درومئ چې ګلونو باندې ګشت کړو

لور په لور د ګل، غوټۍ دي غوړېدلې

په پسرلي کې یاران د خپل یار له جدايۍ څخه کړېږي او د ګیلې په توګه وايي:

وخت د بهار دی زه جدا له خپله ياره

څه به هوسېږم ستا په سرو ګلو بهاره

ما لره بهار دی ستا د مخ ګلونه یاره

سیل د سرو ګلونو بې تا څه کوم نګاره

خوشحال بابا پسرلي ته خوښ دی او له ډېرې خوښۍ د پسرلي زېړ ګلونه داسې ستايي:

چې دا هسې ښایسته يې زېړه ګله

ځکه تا په ځان شیدا کړله بلبله

عبدالرحمن بابا هم په پسرلي کې د یار له جدايۍ کړېږي او داسې په ګیلو دی:

وخت د نوبهار دی زه جدا له خپله ياره

دریغه، دریغ چې بې یاره ځي بهار

نازک خیال شاعر حمید ماشوخېل بیا خپله معشوقه په پسرلي کې له ګل سره پرتله کوي او وايي:

ما ویل عین ګڼه ګل دی د غنچي په لمن نغښتی

چې مې کوت یو ګل اندام و پروت په سبزه دوشاله کې

کامګار خټک په پسرلي کې د ګلو له ننداري خوند اخلي او وايي:

بهار بیا د دې چمن په آرایش دی

هر یو ګل يې بیا په نوی نمایش دی

د هجران منت پرون راباندې تېر شو

شکر شکر نن د وصل اسایش دی

د زړونو شاعر پیر محمد کاکړ بلبل ته د پسرلي زېری ورکوي او د ګلو نندارې ته يې رابولي، ورته وايي:

غوټۍ د ګلو په غوړېدو ده

بلبله راشه که ننداره کړې

او بیا د پسرلي له نسیم څخه د یار د زلفو پیغام غواړي او په نیمه ژبه ورته وايي:

باده سبا راکړه د ګلرخ پیغام د زلفو

وخت د نوبهار شو، ګلزار لره ور درومم

پیرمحمد کاکړ پسرلي ته هوسېږي، د پسرلي له ښکلې هوا او د بلبلو له ښکلو نغمو څخه خوند اخلي او د شعر په ژبه وايي:

چهره د ګل شوه شمع افروزه

بلبل چغار کړي له درد او سوزه

چې په موسم دې هوس خوبان کا

تر هوا جار شم د تا نوروزه

مطیع الله ته په ګلونو کې سره ګلونه خوند ورکوي، ځکه يې د خپل یار له سرو شونډو سره تشبیه کوي او بیا په ویاړ ځان له ګله څاروي او وايي:

چې سرخي يې ستا د سرو شونډو په شان ده

ځکه سل ځله ځارېږم تر هر ګله

میرزا حنان په پسرلي کې خپل یار ته پیغام ورکوي، چې د ګلونو په بهانه به ستا کوڅې ته راشم او د دیدن تنده به په دې بهانه ماته کړم:

ډکه به لمن کړم زه یوه ورځ له ګلونو نه

در به ستا کوڅې ته په همدغه بهانه شمه

د ادب مئینان په پښتو لنډيو کې ګل او پسرلی ستايي او ډېر له سوزه وايي:

خاونده بیا دې پسرلی کړ

له تشه ډاګه د لونګو بوی راځینه

پسرلی راغی ګلان ډېر شول

د اوربل ګل به خپل اشنا ته ورکومه

بهار بې یاره ټول خزان دی

په بېلتانه کې هر ګل خار د سترګو وینه

د پسرلي په راتګ پوه شوم

جنکو راوړل په اوربل کې ژېړ ګلونه

د پسرلي له ګل تازه وم

ستا د بېلتون په غم کې زېړه پاڼه شومه

د پسرلي غم او ښادي یوه ده

ګل په خندا وي اسمان اوښکې تویوینه

د پسرلي هوا لګېږي

ستا د پیکي په نسیم زړونه تازه شونه

درویش درانی بیا د خپل یار په مينه کې دومره ډوب دی، چې د پسرلي د ګلونو خوشبويي د خپل یار له لونګینه بولي او وايي:

خلک دې وايي، خو زه دا خبره نه منمه

چې د پسرلي خوشبويي ستا له لونګینه نه ده

صدیق کاوون په پسرلي کې مسافرۍ بدمرغی ګڼي، د شعر په ژبه ترې سر ټکوي او د وطن په یاد وايي:

له بيديا نه راجګېږي د چمن بوي

د ګل مخو پسرلیو د یدن بوی

ما د سوي زړه کړکۍ کړه ورته خلاصه

چا په زلفو کې راوړی د وطن بوی

ځینې بیا تل په ګیلو سر وي هر څه په خپل بخت پورې تړي له خپل بخته ګیله کوي او وايي:

د اوبو پر ځای مې وینې د زړه ورکړي

چې موسم د بهار راغي باغ د بل شو

انقلابي شاعر اجمل خټک بیا د ټولو بدمرغیو علت بل څه ګڼي او له پسرلي ګیله نه کوي:

موسم ښه دی، خاوره ښه ده، تخم ښه دی

ولې ما سره که غم دی دا نه دی

د نن کر او سبا فصل به څه کړم

چې قلبه ورانه، دهقان لا ویده دی

ښاغلی شهسور سنګروال بیا په پسرلي کې له خپلې مینې څخه د خزان او ژمی د ناخوالو پوښتنه کوي او وايي:

د ګلو څانګې راته وایه، خزان څنګه تېر شو؟

ساړه ساړه، ږلۍ ږلۍ او باران څنګه تېر شو؟

د ژمي وریځې، د ساړه نغري تور ماښامی

د غم له کلي نه، رالوتی توپان څنګه تیر شو؟

استاد سنګروال خپل زړه د ګیلو په ژبه تشوي او وايي:

د سنګروال د امیدونو غوټۍ، ته يې اشنا

په ما د تورو ماښامونو جهان څنګه تیر شو؟

شاه محمود درویش پسرلي د خوښیو موسم بولي او پسرلي ته له ډېرې خوشحالۍ د خپلو هیلو څرګندونه داسي کوي:

په سپیرو خاورو کې خوځښت راغی

ګل او ګلبڼ کې هم نوښت راغی

مالیار به غبرګې مټې نغاړي ورته

ځکه چې بیا موسم د کښت راغی

څوک به نیالګي څوک به ګلونه کري

څوک به په زړه کې امیدونه کري

څوک به د ګل خوا کې په مینه مینه

تیر د ځوانۍ خواږه یادونه کري

شاړې میرې به شي سمبال په ګلو

مئین به وايي د زړه حال په ګلو

څوک به مینه رسي مینې پورې

د چا نصیب به شي وصال په ګلو

راځئ چې ښکلي پسرلي له پاره

مټې را ونغاړو سیالۍ له پاره

کینې له خپلو زړونو پاکې کړو نور

غېږې کړو خلاصې ورورولۍ له پاره

خپل دغه وطن ختن ختن کړو

شاړې میرې يې جوړ د ګلو بڼ کړو

د نوښتونو د سیالۍ عصر کې

سیال د سیالانو سره خپل وطن کړو

ښاغلی حبیب الله بیا له ژونده سر ټکوي او د زاریو په ژبه پسرلي ته وايي:

ای پسرلیه بختور شي سره ګلونه راوړه

په شنو درو کې ته د سولې پیغامونه راوړه

د ګودر وچه غاړه ستا د یارانو په هیله

ورته شبنم، ښکلی باران، شنه چمنونه راوړه

پیغلې روانې په اوږو يې منګي ایښي دي

تورو پیکیو ته د غاټول زېړي ګلونه راوړه

کله باران، کله کلۍ وي ستا په ښکلي وخت کې

طوفان وهلو بیابانو ته امیدونه راوړه

قدرمن مطیع الله عابد ژمی او پسرلی بیا حبیب او رقیب بولي ورته په خوږه ژبه وايي:

بې دښمنه زندګي نه کېږي

بې رقیبه عاشقي نه کېږي

دا ورځ خو د شپې برکت دی

دا رڼا هم د تیارې برکت دی

که ترخه نه وه خواږه چا پېژندل

که ازغي نه وو ګلان به چا پېژندل

هره منډه یو سیال غواړي

هر فکر مخالف خیال غواړي

هره توره یو تربور غواړي

هر حرکت یو غرور غواړي

ژوند چې څومره یو حبیب غواړي

د حبیب مینه یو رقیب غواړي

سلیمان لایق خدای بخښلی بیا په ژوند کې له خپل سپین ږيرتوب څخه ګیله کوي، په دې باور دی چې پسرلی د خوځښت او حرکت موسم دی او د خوځښت او حرکت وړتیا په ځوانانو کې وي. د کنډاسې خولې سره خندا سمه نه ګڼې او د حسرت په ژبه وايي، سپین ږیرو ته نه ښايي چې ځان د پېغلو په مخ کې خندنی کړي نو ځکه ځان ته وايي:

بیا بهار راغی لېونی به شمه

د مستو نجونو خندنی به شمه

د لاله داغ به مې سارا ته بیايي

خوب مې لیدلی غرڅنی به شمه

سږ راته ښکاري چې بهار بل دی

یا زما تنده او خمار بل دی

لږې ترخې اوبه به څوک راکړي؟

په زړه مې اور د انتظار بل دی

په پای کې:

ګل وویل، چې ژوند پسرلی دی

بلبل وویل، چې ژوند ګل دی

پتنګ وویل، چې ژوند شمعه ده

مجنون وویل، چې ژوند لیلا ده

لیلا وویل، چې ژوند مجنون دی

مئین وویل، چې ژوند ته يې

اوس ته ووایه چې ژوند څه شی دی؟

زه خو وایم چې ژوند امیدونه دي.

ښاغلی پیرمحمد کاروان بیا د دې ډېرو تا ویلو ما ویلو څخه په تنګ راغلی او غواړي چې له دې چاپېریال څخه کوچ وکړي او یو خوشحاله ماحول ته ځان ورسوي، ځکه وايي:

کاروانه د خبرو له بیابانه کوچ په کار دی

را درومه چې د مستو سندرغاړو منځ کې کینو

۱۴۰۱ لمریز کال مو خوندور او بختور اوسه، هیله ده چې د جګړو پر ځای مینه وکړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button