ټالیب او داعش، یوه چټکه پرتله/مجید قرار

په دې ورځو کې د ټالیبانو ځینو مفتیانو په داعش پسې را اخیستې ده چې ګواکې دا ډله تکفیري ده. وایي غلبیل کوزې ته، که کاسې ته ویل چې ستا بېخ سوری دی. هلکه مفتي صاحب، چې داعش تکفیری دی، نو تا دا دېرش کاله په څه نامه مسلمانان ووژل؟

تر داعش خو ستا منطق کمزوری دی، ځکه داعش یو چا ته کافر وایي، د کافر او مسلمان لپاره ځانګړی تعریف لري، د هغه پر اساس وایي، تا خو به مسلمان ته منافق ویل، حال دا چې منافقت معلومول له سره د انسان د وس کار نه دی. منافقان به آن د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم په وحی معلومېدل. نفاق د زړونو کار دی، او د زړونو مالک خدای پاک دی. یعنې تا نه یواځې دا چې پر مسلمان بد ګوماني درلوده، بلکې العیاذ بالله د خدایۍ دعوه دې هم کوله.

ټالیب داعش ته د وحشت او بربریت نسبت کوي. ما خو تر اوسه نه دي اورېدلي چې داعش دې څوک د موچي په تار حلال کړی وي، یا دې یې د مړیو په خېټه کې موټر سایکل تېر کړی وي، یا دې د مړیو په ستونو کې تېزاب ور چپه کړي وي. ما خو دا هم نه دي اورېدلي چې داعش دې د اربکي ورا او واده ته بم اېښي وي او ماشومانې نجونې دې یې الوزولي وي. دا بېله خبره ده چې داعش خپلې سزاګانې علني او پر ویډیوګانو خپروي او ستا وحشتونه د پښتنو د بې سوادۍ له امله د اختناق په مقبره کې دفن کېږي او تر دوهم کلي اخوا څوک نه پرې خبرېږي. همدا تا یوه میاشت مخکې د بدخشان په وردوج کې د سرتېرو سرونه غوڅ نه کړل؟ پرون دې په جلرېز کې مثله ونکړه؟ آیا داعش تر اوسه پر مړیو مثله کړې ده؟

ته داعش ته د استعمار د لاس آله بولې. آیا تر اوسه چا په پېښور، کویټه، اسلام آباد یا قطر کې د داعش مېلمستون او دفتر لیدلی چې امریکایي پیره دې پرې ولاړه وي؟ داعش که وحشي دی، که خوارجي دی، که تکفیري دی، ستا په څېر د ذلت او سرکوزۍ داستانونه خو لا نه لري. ستا په څېر خو په اوړي کې مېرمنې پنجابیانو ته په ګرو نه ور پرېږدي. داعیه خو یې پاکستانۍ نه ده. دا خو نه کوي چې د احمد شاه بابا او میرویس نیکه پولې پر پنجابیو قدمونو پایمالوي خو افغان قدم ته بیا دا اجازه نه ورکوي چې د ډیورنډ یهودي کرښه پایمال کړي.

دا چې داعش چا جوړ کړ، څنګه یې جوړ کړ، په دې نه غږېږم، ځکه هغه خبرې موږ ته تاسې عادي کړي دي. که ستا سرچینه معلومه وای، د داعش پوښتنه به مو هم کړې وه. که ستا نسب تر کرنل رفیق تارړ او نصیرالله بابره نه رسېدای، د هغوی په سلسله به مو هم شک کړی وای خو د سیاسي حراموني توب خبره تاسې دومره را ته عادي کړه چې اوس سم حرامونی شهزاده را ته ښکارېږي، خو د داعش او ستاسې یو عمده تفاوت شته دی. د داعش لومړی کار دا وچې دولت یې جوړ کړ، بیا یې د نړۍ پر مسلمانانو له تبعیض پرته ور ناره کړه چې راځئ، دا ستاسې ټولو هېواد دی.

تا بالعکس، خپله د عسلو مچۍ، لوی ملا صاحب، او د عسلو د مچۍ ځاله، یعنې خپله د امارت شورا د انګلو-محمدي د انګرېزي قانون په ونه پورې څرخه کړه. دارالاماره دې کویټه، پېښور، کراچۍ او اسلام آباد شول. یعنې ستا امارت دومره وړوکی و چې د پاکستاني ډیموکراسۍ (جمهوریت) په یوه څنډه کې، په یوه جېب کې ځایېده. هلکه، لومړی به دې د امارت المومنین دعوه نه کوله، بیا چې دې کوله، د پنجابي د تخرګ سپږه خو به دې له ځانه نه جوړوله. هم دې امارت وشرماوه، هم افغانیت. تا خو یواځې او یواځې د افغان دښمني وکړه. هماغه امریکا دې په اسلام آباد او قطر کې سکنۍ خور وه چې په افغانستان کې به دې د هغې د غلامۍ په بهانه خوار افغانان وژل.

ټالیب داعش ته نالوستي او کم علمه وایي.

نو که اوس د امارت د نسواریانو او داعش د ماسټرانو او دکاتره وو سواد پرتله کوو، دا خو هم ظلم دی. د داعش مشر دوکتورا لري، د ټالیب په ټول امارت کې له له نعیم وردګ پرته چې قطر ته د ترجمانۍ لپاره انتقال شو، یو فاکولته لوستی او د رسمي تعلیم څښتن را وښیه. ملا عمر اخوند یې خپله یو مثال دی چې بې ته په پښه ټکی ورکوي او د لاسلیک پر ځای پونده لګوي.

زما د دې لیکنې هدف د داعش سپیناوی نه دی، خو له حقایقو سره باید ظلم ونشي. ټالیب له خپله مجاهد ورور سره ناځواني کوي. د خپل ګوانتانامو او باګرام د زندان له ورور سره جفا کوي. دا جفا ټالیب تر دې پخوا له خپل بل ورور، حزب اسلامي سره هم کړې وه چې د خپلو نسواریانو د نه اطاعت په بهانه یې هغوی له روان – په اصطلاح- جهاد څخه منع کړي ول. په تېرو څوارلسو کلونو کې ټالیبانو دومره حزبیان ووژل چې امریکایانو نه ول وژلي. د دې کار یواځېنی دلیل پر دې جنګ د سیګرېټي پنجابیانو پر ځای د نسواري پنجابیانو د انحصار ساتل و.

د خوارجو په اړه چې کوم حدیثونه ټالیب پر داعش تطبیقوي، هغه تر داعش مخکې پر ټالیب عملي کېږي. په حدیث شریف کې راځي چې یوه ډله به وي، سفهاء الاحلام، یعنې بې عقل، احداث الاسنان، یعنې کم سنه به وي. کم سنه هلکان تر داعش په ټالیب کې زیات دي او سفاهت او حماقت په نري، ګولډان، منګل باغ او نورو نالوستو کې تر داعش زیات دی. په حدیث شریف کې له امارة الصبیان، یعنې د هلکانو له امارت څخه پناه غوښتل شوې ده. د هلکانو امارت ستاسې برانډ دی.

دا دی اوس یو ځل بیا واضحه شوه چې ټالیب د کوم فکر، ایډیالوژۍ یا مذهب لپاره نه، بلکې د پنجاب د سپېرو ګټو لپاره افغانان، د افغانستان سرتېري خو څه چې خپل – په اصطلاح – مجاهد وروڼه هم وژلای، بدنامولای، تکفیرولای او ګمراه ګڼلای شي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button