تر فشار لاندي جمهور ریس غني

واحد فقیري

پدې وروستي وختونو کي، ولسمشر غني د جدي فشارونو او انتقادونو سره مواجه دی. حقیقت دا دی چي ځيني انتقادونه او اندېښنې واقعي دي، او د اوسني بحراني سیاسي حالاتو رشتینی انعکاس دی. ځکه په هیواد کي سیاسي او امنیتي ستونزي دونه زیاتي سوي دي چي د «ملي وحدت» د حکومت دوست او دښمن انکار نه سي ترې کولای. په بل عبارت، شرایط ډېر نازک او حساس ځای ته رسېدلي دي، او هر څه مازي په ډکه مانده دي.

ځکه د پخوانیو وعدو پرخلاف، ریس صاحب غني د پوره یو کال په بهیر کي نه امن او نه هم سوله راوسته، او نه ئې هم د رنځور اقتصاد غم وخوړ. نه ئې د اداري فساد سره موثره مقابله وکړای سوه، او نه ئې هم د « ملي وحدت»  د حکومت په دننه کي دوامداره  داخلي اختلافات او ټکرونه راکم کړل، بلکي له بده مرغه ذات البیني جنجالونه تر پخوا اوس زیات سوي دي. 

په پروان کي، د اجراییه ریس ډاکټر عبدالله په شمول د شمال ایتلاف د مشهورو حکومتي مشرانو څرګند بغاوت او له مرکزه فرار دا په ډاګه کړه چي د حکومت خپلمینځي تضادونه نه حلېدونکي دي. او که چیري په میدان کي کوم خارجي رفري نه وي، د ملي وحدت حکومت غړي به په ډېر لنډ وخت کي د افغان دولت بېخ پخپله وباسي. مانا د طالبانو د راکټ فیرولو ته هیڅ حاجت نه سته، ځکه حکومت پر داسي متخاصمو ډلو باندي ویشل سوی دی چي هره ډله ئې خپله بفا د ها بل ګروپ په تباهۍ کي ویني.

 په عین زمان کي د هیواد په شمال او جنوب کي، د طالبانو بې امانه حملو او نظامي بریالیتوبونو د ریس صاحب سیاسي صلاحیت او عام محبوبیت ته کاري صدمې رسولي دي. طالبان د هیواد په ګوټ ګوټ کي دونه غښتلي سوي دي چي د ولسوالیو د نیولو توان ئې تر پخوا لا پیاوړی سوی دی، او اوس حتی کله نا کله د کندوز غوندي غټ ښار هم تهدیدولای سي. د هیواد په شرق او غرب کي، طالبانو ولسوالۍ او ښارګوټي نیولي او یا ئې سخت محاصره کړي دي. د دې تر څنګ، لوي لاري نا امني دي، او غله او جنایتکاران ډېر سوي دي. د کابل په شمول اکثره ستر ښارونه د طالبانو او نورو مذهبي افراطیانو له بې رحمانه انتحاري قتلونو سره مدام مخامخ دي. د طالبانو حملې تر پارلمانه رسیدلي دي. لنډه دا چي دا ټول د جمهورریس غني د امینتي سکتور ناکامي او بې کفایتي ښيي.

د جنګونو او تشدد زیاتېدل طبعا په ولسي خلګو کي د مرګ ژوبلي کچه جګه کړېده، او لدې سره موازي د خلګو نارضایتي هم زیاته سوې ده. په پولیسیو، اردو، او نورو امنیتي قطعاتو کي د مرګ ژوبلي اندازه دونه لوړه سوې ده چي ځیني نظامي مبصرین فکر کوي چي په امنیتي سکتور کي د تلفاتو اوسنۍ اندازه د تداوم او زغم نده.

دغه راز په سیاسي لحاظ هم موجوده واقعیتونه دا څرګندوي چي «د ملي وحدت» سیاسي فرمول ناکامه بویه. ځکه داسي ښکاري چي ریس صاحب غني او اجراییه ریس پر هیڅ شي توافق نه سره لري. تل ئې پر هر شي سره جنجال وي، او د یوه کندهاري قومي مشر په قول: «د ملي وحدت حکومت دېته پاته کېږي  لکه چي دوو نارینو ته په یوه وخت کي یوه ښځه واده سي.»   

په هر حال، د ریس صاحب غني حکومت په بین المللي سیاست کي هم بې پلانه او بې جهته سوی دی. د مثال په توګه، پاکستان ته بېخي ډېر ور نژدې سوی دی، او له هنده بر ناحقه زیات لیري سوی دی.

بلخوا، په دننه او بهر کي د حامد کرزي بیا فعالېدل د نوموړي پر سیاسي قوت او درایت باندي دلالت نه کوي، بلکي په سیاسي چارو کي د ریس صاحب غني د حکومت کمزوري او ناکامي ښيي. روسیې، چین، او هند ته د حامد کرزي وروستي سفرونه دا ښيي چي د سیمي مقتدر هیوادونه هم له ولسمشر غني څخه مایوسه سوي دي. دا مایوسي او په څټ تګ خپل عیني دلایل او سببونه لري. پکار ده چي پدې برخه کي ریس صاحب غني او ډله ئې پوره مسولیت و مني، او پر خپلو اشتباهاتو باندي اعتراف وکړي.

د تېرو انتخاباتو په جریان کي، جمهورریس غني د فینانشل ټایمز سره په یوې مرکې کي ویلي ول چي لکه د برتانیې د فقید صدراعظم چرچیل غوندي ئې له ماشومتوبه دا اراده لرله چي د خپل هیواد مشرتوب تر لاسه کړي، او د دې آرمان د پوره کولو لپاره تل په فکر او هڅه کي وو. البته، دواړه مشران خپل نهايي هدف ته ورسېدل، خو په کیفیت او اجراتو کي ئې بنیادي تفاوت لیدل کېږي. چرچیل خپل هیواد د دوهم نړیوال جنګ په ترڅ کي وساتی، او د برتانیې په تاریخ کي د یو پوخ او مدبر سیاستوال په نامه ثبت سو. خو جمهورریس غني د ۱۴ کالو د تجربو او عالي مقامونو له درلولو سره سره ورو ورو هر څه له لاسه ورکوي، او خدای مه کړه  ښايي په اخر کي یو ستر تاریخي پېغور ور په برخه سي.

واحد فقیري – واشنګټن

 

 

 

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button