احساس او مینه

لیکنه: عبدالرحمن« وقار ابراهیمي »

د محترم استاد اسدالله غضنفر له لیکل شویو کتابونو څخه یو هم څراغ دی چې د استاد غضنفر د نورو کتابونو په پرتله؛ ما څو-څو ځله لوستلی دی.

د نوموړي کتاب له هرې مقالې ډېر څه زده کوم او زیات خوند ترې اخلم، څراغ له خپل ځان سره ډېر څه لري.

اصلي موضوع ته به راشو؛ د کتاب په لوستلو کې مې يوې مقالې د نورو مقالو په پرتله زیاته توجو جلب کړه، هغه دا چې استاد محترم د «کار، کمال او مینه» تر عنوان لاندې، د مقالې په یو ځای کې وایي «ځینې کسان د لیکوالي له کار سره دغسې لېونۍ مینه لري نو یو شمېر نور ګومان کوي چې دلچسپي يې ډېره ده، مګر وخت ورسره نشته. ځینو محصلانو او زده کوونکو ته د امتحان په ورځو او شپو کې د لیکلو ډېر پياوړی شوق پیدا شي. دوی احساس کوي چې که امتحان یې په مخ کې نه وای نو ډېرې ښې لیکنې به یې کړې وې. دوی چې د وروستي امتحان له پارچې را پاڅي، ناڅاپه یې پام شي چې د لیکلو شوق ورسره نشته…..»

د استاد محترم همدې خبرې ته په اشارې کټ مټ؛ زه هم ځینې وخت له همدغه حالت سره مخامخ کېږم، او وایم چې کاشکې نن؛ امتحان، سفر یا کوم بل کار نه وای، څومره ښکلې لیکنه به مې کړې وه، یا به مې په داستاني ادبياتو کې په یوه موضوع ډېره ښه کیسه لیکلې وه، خو کله چې وزګار شم، هغه شوق او جذبه بیا هغومره نه وې پاتې چې څومره په لومړیو کې وي.

په رښتيا چې ژوند کې باید ځینې حالتونه له زړه ومنو، او له زړه ورسره مینه وپالو، که بهانې ورته ګورو هغې ته بیا رښتينې مينه نشو ويلای.

کلکه اراده انسان ته بریالیتوب ور په برخه کوي، ځکه که په راتلونکي کې د یو کار په کولو کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي خلاصون ترې د ټنبلۍ او بې ارادې کار کولو څخه یو څه آسانه او غوره دي. کلکه اراده او قوي عزم انسان وېښ او فعال ساتي. له زړه مینه او احساس هم هغه څه دي چې انسان دې ته هڅوي تر څو د وخت په ځینو پېښېدونکي احساساتو هم تېر ونه وځي. له یو څه سره واقعي مینه په جدیت او فکر سره یې پالل انسان ته پرمختګ ور په برخه کوي، او ور زده کوي، هغه څه سره چې مینه لرو هغه که ساده وي، یا سخت خو پالل یې باید له زړه څخه وي، او په رښتینې معنا سره‌ یې ترسره کړو، تر څو په راتلونکي کې یې ښه او غوره ثمره ووینو. که همداسې ورته کوچني او ساده کار هم بې ځایه او بېباکه وګڼو او له زړه ورسره مینه ونه کړو، په راتلونکي کې موږ له نورو مهمو کارونو څخه شاته پاتې کوي، او یا خو پاکه حوصله مو ورته ختمېږي، ځکه که یو کوچني کار ته هم په بې مینې او بې حوصلې وګورو، دا بیا په ر روان حالت کې موږ سست اموخته کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button