ولې یوازې دروژې په میاشت کې لوی جهاد

محمدآصف خواتی
دمبارکې روژې درارسیدو په پلمه دافغانستان جمهوررئیس یوپیغام خپور کړچې په یوه برخه کې یې  راغلی :« زموږعسکردروژې په میاشت کې لوی جهادکوي۰» دمتفکرجمهورله دې وینا څخه داپوښتنه پیدا کیږي چې ولې یوازې دروژې

په میاشت کې لوی جهاد وشي؟ ددې قلم خاوند په دیني علومو کې اړینه پوهه نلري خودومره پوهیږي چې لوی جهاد( جهاداکبر) دخپل نفس اونفسي خواهشاتواوغریزوپه وړاندې دریدنه اودهغو سره اجتهاداو مبارزه ده ۰ لوی جهاددادۍ چې یومسلمان دمسلمانانوترمنځ ددوستۍ اوهمکارۍ دمزيودټینګولولپاره همیشنۍ هڅې وکړي، له ناروالارودپانګې ټولولوډډه وکړي ، څوک دوکه نکړي ،  رښتیا ووایي ، دخپلواودخپلومتحدینو اوملګرودګټوپه پرتله ملي ګټوته لومړیتوب ورکړي، خلاصه داچې دیوه رښتیني مؤمن مسلمان ځانګړتیاوې خپلې کړي۰ لوی جهاددادۍ چې داسلامي امت دګټواوسرلوړۍ په موخه فکراوعمل وشي۰ یوه مسلمان ته پکار ده چې نه یوازې دروژې په میاشت کې دا ستر جهاد وکړي بلکې خپل ټول کړه وړه او ژوند ددې اجتهاد اوهلوځلوپر بنسټ تنظیم اوعیار کړي۰ په خواشینۍ سره باید داتریخ واقعیت ومنوچې پدې وروستیو څلورو لسیزو کې زموږواکمنیواوسیاستوالو ډیر لږ لوی جهادته پام راګرزولی دۍ۰ دمحمدداوداودافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند د واکمنیو پرته نوروټولو دتورې اوټوپک پرمټ دجهاد خبرې کړې چې موخه یې په اصطلاح دیوه خپلواک سوچه اسلامي نظام جوړول دي۰  دمتفکرجمهوردوروستي پیغام یوه برخه  دافغان پوځ عسکرته ځانګړې شوې ، کوم چې  مسئولیت یې د نظام ددښمنانو سره وسلواله مبارزه ده نه دنفسي خواهشاتو سره اجتهاد۰ چې دابیا هم دتورې او ټوپک په زوردنظام دمخالفینوسره چلند دۍ چې  دلوی جهادسره سرنه خوري۰که چیرې په وروستیو څلورولسیزو کې هغه ډلې اوحکومتونه چې دجهادپه نامه سرراپورته کړی، جنګیدلې او یا جنګیږي ځیرشو دلیکوال له آنده بایدپه پنځوجلاجلا (دشوروي داشغال مخکې ، دشوروي نیواک ، دتنظیمونو  دواکمنۍ،  دطالبانو داسلامي امارت  ، دترهګرۍ سره دمبارزې ) پړاوونوکې وڅیړل شي۰ ددې پړاوونوڅیړنه په یوه یا دوولیکنوکې شونې نه ده لدې امله  پدې لیکنه کې یوازې دوروستي پړاوپه اړه لڼد بحث کیږي۰
زموږ دهیواددجهاد وروستۍ ( دترهګرۍ سره دمبارزې) پړاو هغه مهال پیل شو چې انګلوساکسوني نیواکګرود القاعده شبکې سره دمبارزې په نامه افغانستان اشغال اودخپلې خوښې واکمني یې پرافغان ولس وتپله ۰ داجهادي ځواکونه افغانستان دصلیبیانو له لوري نیول شوی هیواد ،په پلاز  ناست واکمن دنیواکګرولاسپوڅی اوننۍ واکمني بلواکه واکمني ګڼي۰ لدې امله هغوی دهیوادڅخه د پردیو لښکرو شړل یوه اسلامي اوملي وجیبه  شمیري اودخپل ټاټوبي آزادولواودیوه اسلامي دولت جوړولوبهیر ته دسپیڅلي جهادنوم ورکوي اوځانونه مجاهدین ګڼي۰  همدا دلیل دۍ چې کله ظاهرآپه پلاز ناست واکمنو ( حامدکرزي اواشرف غني) مخالفینو ته دخبرواترو، سولې اوپخلاینې وړاندیز کړی هغوی ورته منفي ځواب ورکړی دۍ اودایې ورغبرګه کړې چې په ارګ کې ناست واکمن بیواکه او صلاحیت نلري ۰ څرنګه چې دجون په ۱۷ – ۱۸  په ناروې کې په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو داستازي مشرپه خپله ویناکې دې مسئلې ته داسې ګوته نیولې ده : « البته دکابل دادارې سره خبرې ځکه ندي سوې چې هغوی په مهمومسایلوکې واک نلري اود افغانستان دقضیې اصلي اړخ اود مشکلاتوعامل امریکا او خارجیان دي اودایوحقیقت دی بایدومنل سي۰»
پربله خوا دامریکې- انګریزدخونړي یرغل وروسته واکمني هم دوسلوالو مخالفینو اودنني نظام ددښمنانوپه وړاندې خپلې مبارزې ته جهاد وایي، وسلوال مخالفین بیواکه  اودپردیوګوډاګیان ګڼي اوداهم وایي چې د مخالفینو په لیکوکې بهرني جنګیالي جنګیږي۰ په حکومتي تبلیغاتوکې دپاکستان حکومت دمخالفینو دحامي په توګه یادیږي اودبهرنیو جنګیالیوپه اړه ویل کیږي چې دطالبانواونورو مخالفوډلوپه لیکوکې ازبکان، چیچینیان، تاجکان، پنجابیان او دپولې دهغې خوا پښتانه جنګیږي۰ 
اوس به  ددواړو مخالفو ښکیلواړخونوادعاوو ته چې ځان مجاهد، خپله وسلواله مبارزه جهاد اومقابل لوری دپردیو لاسپوڅی شمیري وګورو چې دکوم اړخ ادعاوې اومنطق قوي ،موجه اودمقابل لوري  کمزوری اوبې بنسټه دۍ۰
الف- وسلوال مخالفین : وسلوال مخالفین په افغانستان کې  د۴۵ دولتونوپوځیانوشتون ته  صلیبي نیواک  وایي ۰که چیرې دې پنځه څلویښتوهیوادونوته وګورو دترکیې اوآذربایجان پرته  نورټول غیراسلامي هیوادونه دي۰ البته چې دآذربایجاني پوځیانو شمیرپه نشت کې حسابیږي اوترکیه بیا دشمالي اتلانتیک سازمان (ناټو) غړی هیواد دۍ چې دمتحده ایالاتوډاډمن ملګری هیواد شمیرل کیږي۰ په افغانستان کې دبهرنیوپوځیانو ترکیب ، اودوسلوالو مخالفینوادعاوو او تبلیغاتو ته په کتوسره چې هغوی دصلیبیانوله لوري افغانستان نیول شوی هیوادګڼي سم بریښي اوددې نیواکګرو خلاف د جهاد خبره دهر مسلمان  په زړه ښه لګیږي اوورته لبیک وایي۰لدې امله  دوسلوالو مخالفینوپه لیکو کې ور ګډيږي ، همکاري ورسره کوي اویالږترلږه همدردي اوهمغږي ورسره څرګندوي۰
ب-حکومت : دطالبانووروسته حکومت دوسلوالومخالفینو حامي  پاکستان  ګڼي کوم چې یواسلامي هیواددۍ۰ همدا رنګه دوسلوالو مخالفینوپه لیکوکې دازبکانو، چیچینیانو، تاجکانو،پنجابیانو اودپولې دهغې خوا دپښتنوجنګیالیوشتون چې ټول مسلمانان دي، اوداچې ددې مسلمانوپرضدبایدجهاد وشي ، داسلامي اخوت له نظره یوه مسلمان ته دمنلووړنه بریښی۰ دهیواددروانې جګړې دښکیلواړخونو( حکومت او وسلوالومخالفینو) ادعاووته په کتوسره چې هراړخ یې دسپیڅلي جهادخبره کوي څرګندیږي چې دننۍ واکمنۍ دمخالفانوادعاوې د جهادله دریځه پرمنطق ولاړې ادعاوې دي، په ټولنه اوپه تیره کلیوالي جغرافیا کې ملاتړترلاسه کوي۰ همدا لامل دۍ چې دافغانستان وسلوال مقاومت چې په نړیواله کچه څرګند حامي اوملاتړهم نلري دامریکې په مشرۍ  په موډرنو وسلو سمبالوناټویي لښکروپه وړاندې پوره څوارلس کاله جنګیږي۰ دبیساره تلفاتودزغملوسره سره دنیواکګرواوددولتي امنیتي ځواکونو سره دمبارزې وس اوځواک له لاسه ندی ورکړی لامل یې دادې چې دځواک سرچینه یې ولس اوولسي ملاتړدۍ اوخبره دې ته رسیدلې ده چې دافغانستان وسلوال مقاومت ددې جوګه شي چې دهغوی استازي دافغانستان دکشالې دحل په سیمه ئیزواونړیوالوفورمونو، کنفرانسونو اوغوڼدوکې دګډون امکان ترلاسه کړي اوخپل دریځ اوغوښتنې نړیوالوته ورسوي چې څلور- پنځه کاله مخکې لدې دریځ نه بې برخې و۰  
پورتنیو څرګندونو اودافغانستان ننیوواقعیتونوته په کتوسره  دملي یووالي حکومت  اوهمداراز دهغه خارجي حامیانو ته ښایي چې دافغانستان دکشالې دحل په اړه په واقعیت ولاړه تګلاره غوره کړي چې هغه دمخالفینوسره دبیله قیداوشرطه دسولې خبرې اترې دي۰ په وروستیوڅوارلسوکلونو کې دامریکې اودهغې دناټويي ملګرو تګلاره چې دزوراوقوې داستعمال پرمنطق ولاړه وه  که له یوې خوا په بشپړه توګه یوه ناکامه تګلاره ده له بل اړخه یې افغانستان ته دانساني غمیزې دراوړلوسربیره امریکا اود هغوملګروته ځاني اوسترمالي تاوانونه هم ډالۍ کړل۰  دلیکنې په پای کې ددې خبرې یادول اړین ګڼم  چې دلوی جهاد په اړه څرګندونې خوراآسانه دي په تیره چې دبل چاڅخه غوښتنه وشي چې لوی جهاد  وکړي۰ خومهمه خبره داده چې دلوی جهادویونکي چې هغه دیوه هیواددمشرۍ مسئولیت لري پدې اړه څه کړي دي۰ آیا نوموړی پخپلو ژمنواووعدوکومې چې دتبلیغاتي کمپاین پرمهال کولې ژمن پاتې شوی دۍ ؟ نوموړي په دولتي ادارو کې دفساددریښودمنځه وړلوپه لاره کې کوتلې ګامونه اوچت کړي یا داچې پراحساساتي ویناوواوغوړوعدویې بسیینه کړې ؟ په دولتي ادارو کې دفساددله منځه وړل لوی جهاد دۍ چې له بده مرغه دملي یووالي دحکومت په منځته راتلو سره هماغه دحامدکرزي دواکمنۍ نه منونکی فساددوام لري۰دابیا ددې معنا لري چې نني حکومت دلوی جهادپه برخه کې هیڅ ندي کړي ۰ دمتفکرجمهورڅخه داتمه کیده اوکیږي چې لوی جهادله ارګه پیل کړي او دیوه عسکرپرځای دخپلې کابینې ، والیانو، ولسوالانو،قاضیانو،څارنوالانواوقوماندانانونه وغواړي چې لوی جهاد وکړي اوداجهاد نه یوازې دروژې په میاشت بلکې هم همیشه ترسره کړي اوخپل ټول کړه وړه اوژوند دلوی جهاد د غوښتنو پربنسټ تنظیم اوعیارکړي۰

                                                      پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button