یاد که هیر

الحاج وزیرمحمد روغ لیونی

یاد که هیر

 

څه بی غمه ښه وختونه ؤ د مینی
سر پالنګ کی به خوبونه و دمینی

څه خوږی ، خوږی وږمی عطرجنی
څه تنکی ،تنکی ګلونه و د مینی

ټوله شپه به یو تر بله جاریدلو
څه خوندونه ارمانونه و د مینی

د ځوانی دلیونتوب نوی دوره وه
څه نازک ، نازک خیالونه و د مینی

بیا به تیر وختونه راشی که رانه شی
څه په سترګو کی جنګونه و د مینی

درته یاد که درنه هیر روغ لیونیه
څومره ښکلی دیدنونه و د مینی


پيښورمرغومی
۱۳۷۸

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button