د میړوخـــــرپ یا ترپ !

د ښاغلي بسم الله اکبري پخوانی لیکنه
دا ځلې د سعودي عربستان په معاصر تاریخ کې یوې سعودې ۱۸ کلنې پیغلې رهف محمد القنون د خونړي خنجر له خرپه په ډیره میړانه د کانا ډا په لورې ترپ وهلې او هغه لکه چې د ځوانیمرګوپه سپیڅلو سرو وینوکې لیت،پیت مسلمانوافغانې شهیدو پیغلوناهید ،فرخندې،انګیزې اورخسانې له زړه بوږنوونکي ناتاراو ویرجن شهادت ښه پوره خبره وه چې د خپل ځان د ژغورنې اوساتنې انساني حق لرونکي چیغه یې د نړۍ ګرده بشریت ته ورسوله اوپه پایله کې د کاناډا د تورنتو په نړیوال هوایې ډګر کې په شاندارومراسمود کاناډا د بهرنیو چارو د وزیرې اغلي کــرستینا فریلنډ له خوا ورته ستړي مه شي او هر کلی وویل شواو بې له ځنډه د کاناډا لومړی وزیر ښاغلي جاستین ترودو،عربستانۍ ترهیدلي اولکه د غره هوسۍ ویریدلي پیغلې القنون ته په کاناډا کې د پناه اخیستوچانس ترلاسه او د نړیوالوبشري حقوقو د منل شویو پرنسیپونوسره سم کاناډایي تابیعت ورکړشو.
القنون د پیغلتوب په منګ تراژیک داستانونه لري د کویټ اوټالینډ په هوایي کرښه یې کاناډا ته د پناه اخیستولامل د هغه اجباري واده،فزیکي ، رواني شکنجې اوربړونې اود غلامۍ له زندانه فراراود خپل ژوند ژغورل دي.
بې شکه چې په سعودي عربستان کې د ښځو په وړاندې جدي بندیزونه جارې او له خپل کور څخه د کورنۍ د کوم غړي له بدره ګې پرته بهر ته د وتلواجازت نه لري.
اسلام مبین دین د عاطفې،خواخوږۍ،ترحم او پیرزوینې دین دي.او زموږ ستراو محبوب پیغمبرد ښځواو میرمنو د حقوقواو احترام پر ځای کولوپه اړه غوره ارشادات لري او د بعثت څخه د مخه حضرت محمد ص د قریشي سوداګرې بي بي خدیجې سره چې د وریښمنوتجارت یې کاوه په کار او بار بوخت شو.حضرت بې بې حدیجه د حضرت محمد په سپیڅلو اخلاقو، نیک چلند او آمانت ساتلودومره مینه پیدا شوه چې آن حضرت ۲۵ کلن او بي بي خدیجه څلویښت کلنه وه چې د حضرت بي بي خدیجې د پلار او د حضرت محمد ص د کاکا په حضور یې نکاح وتړل شواو بي بي خدیجه لومړنی میرمن ده چې په حضرت پیغمبرد وحې له نازلیدو وروسته مسلما نه شوه او ام المسلمین ستر افتخار یې وګاټه اوالله تعالی هغو ته د عبد الله،قاسم اوطاهر په نومونوزامن ورکړل چې د ماشومتوب په مهال یې رحلت وکړاوڅلور لوڼې د زینب،رقیه،ام کلثوم اوفاطمه زهرا په نومونوورځیني پیدا شوي او بي بي فاطمه د حضرت علي کرم الله وجه میرمن او مبارکه زوجه ده.
لویه خدایه ته په موږکې محمدي اخلاق،عاطفه،خواخوږي،ترحم رازده کړې آمین ثم آمین.
۱۶-۱-۲۰۱۹

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button