د هیرویینو (پوډرو) تجارت لمړی ځل چا شروع که ؟

د هیرویینو (پوډرو) تجارت لمړی ځل چا شروع که ؟
کوکنار چې دا درې لسيزې کيږي زموږ ملک کې په لوړه پيمانه کرل کيږي. خشخاش له بوټي تریاک لاسته راځي او له تریاکو هیرویین(پوډر) جوړيږي. د هيرویین جوړولو ډيرې فابریکې زموږ وطن کې دي. که څه هم د افغان دولت لخوا په لسګونو د هیرویین جوړولو فابريکې چې په قندهار،هلمند،ننګرهار، بدخشان ،فراه او ځينو نورو ولایتونو کې فعالیت درلود ویجاړې شوي.خو بیا هم د درملواو جرم په مقابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODP) د راپورونو له مخې افغانستان د هیرویین تولید کې لمړی مقام لري. هیرویین لمړی ځل یو انګریز ساینسپوه جوړ کړل.وروسته په کال ۱۸۹۷ز کې په المان کې د درمل جوړولو لویې فابریکې باییر کمپنی لخوا یې تجارت پیل شو. هغه وخت دا درمل شدید ټوخي ،درد اوځینو نورو مواردو سربیره په مورفینو روږدو درملنې لپاره کارول کیدل. غواړم دلته تاسې یو باطل دوران سره آشنا کړم. امریکا کې په کال ۱۸۵۰ م کې د تریاکو روږد یو لویه معضله او ستونزه وه دې ستونزې حل لپاره د داسې درملو په لټه کې ول چې نه روږدونکي او کم قوته وي. نو مورفین یې پیدا کړل . خو ژر د مورفينو روږد له تاریاکو روږد څخه په مراتب غټې ستونزې سره امریکا مخامخ کړه. په مورفینو روږدو درملنې لپاره څیړونکو هیرویین چې فکر یې کاوه یو نه روږدونکی درمل دی وکارو خو وروسته پوه شول چې دې درملو پیژندلو کې يې لویه تېروتنه کړې. د هیرویینو ستونزې حل لپاره یو بل نه روږدونکی درمل میتاډون وکارول شو. په ۱۹۳۷ م کال کې جرمنی ساینسپوهان د هغه څېړنو په ترڅ کې چې غوښتل یې داسې درمل جوړکړي چې جراحی دردونه کم کړي نوميتاډون درمل يې جوړ کړ.
میتاډون په ۱۹۴۷ م کې امریکا ته صادر شول.دا درمل په پراخه کچه په هیرویینو روږدو درملنې لپاره وکارول شول خو بدبختانه وروسته بیا ثابته شوه چې دا له هیرویینو هم قوي روږدونکی درمل دی.
که د تریاکو کښت ورک شي نو هیرویین به هم ورسره ورک شي. په پوډرو روږدي له خدای، رسول، دین او ټولنې واټن اخلي نو مسلمانانو ته لازمه ده چې په خپل ټول وس او توان دې شیطانې عمل مخه ونیسي.
لیکوال ډاکټر نورالله سرکار

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button