ولې مو ژوند په کړاو دی؟

عبدالرحمن وقار

په نړۍ کې زیاتره خلک له خپل ژوند څخه شکایت کوي چې ګڼ شمېر یې، زموږ په ټولنه او چاپیریال کې ژوند کوي.

څوک له خپلې کورنۍ څخه شکایت کوي او څوک له خپلو نږدې ملګرو څخه او همداسې زیاتره ستونزې دي چې خلک ترې شکایت کوي.

که چېرې دې ستونزو ته په جدي او سم ډول فکر ونه شي، د نورو ډېرو ستونزو او ناروغیو سبب ګرځي.

او په راتلونکي کې ژوند سخت او بد حالت ته ځي.

آیا کله مو په دې اړه فکر کړی دی؟

لومړی: ستونزه د څه له امله پېښه شوې ده؟

دوهم:هغه ستونزه چې زموږ ژوند یې په کړاو او سخت کړی ده، حل لاره لرﺉ؟

لومړۍ :مهمه مسله چې د ستونزې څخه د خلاصون لاره ده، هغه د ستونزي او کړاو، لامل په صحي او سم ډول پېژندل دي، چې د ستونزې په حل کېدو کې خورا ډېره مرسته کوي.

موږ په دې باید وپوهېږو، هغه ستونزه چې زموږ ژوند ورسره په کړاو ده،

د څه له پېښه شوې ده؟

ولې پېښه شوې ده؟

کله چې موږ پورته دوو پوښتنو ته په صحي او دقیق ډول ځواب ورکړ، نو کولای شو، چې دوهمې مسئلې ته هم په ښه ډول ځواب او حل لاره پېدا کړو.

دوهمه مسئله: چې د ستونزې په حل کېدو کې ډېره مرسته کوي، هغه د حل لارې په اړه فکر کول او تصمیم نېول دي.

د یوې ستونزي په هکله یو ښه او مثبت فکر کول، یوه ښه حل لاره ده.

فکر مو باید د ستونزې مهم او ژور موضوعات وڅېړﺉ، تر څو په حل کېدو کې مرسته درسره وکړﺉ.

هره ستونزه مو چې ژوند کې کله پېښه شوه، د حل کېدلو لپاره یې مثبت فکر وکړﺉ، نه منفي!!

زموږ په ټولنه کې کله چې یو انسان د ستونزو او کړاو سره مخامخ شي، فکر کوي، چې هر څه ختم شول.

کله چې خوشحالۍ په یو دلیل سره ژوند ته راځي.

همداسې غم هم په یوه ښه کړنلاره او عمل له منځه ځي.

او په آخیره کې فکر د عمل بنسټ جوړوي. فکر عملي کېدل غواړﺉ، کله چې یو فکر د عمل په وړاندې ولاړ نه شي، هېڅ بدلون نه راځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button