هوا څه شی دی ؟

هوا څه شی دی ؟
تازه ګل شینواری
موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .
انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛ بې له اوبو څه کم او زېات 100 ساعته ژوند ممکن دی ، خو د اکسيجن په نشت کی انسان له څلورو – پينڅه دقېقو څخه زیات ژوندی نه شي پاتې کېدی .
سره له دی چې اکسيجن تر دې کچې د ژوند اساسي توکی دی ، خو ولې خلک د هغه موجودېت او ارزښت ته دومره پاملرنه نه کوي ؟ د ځينې پوهانو له انده دا ځکه چې له ېوې خوا اکسيجن ېوه بېرنګه ماده دا او په سترګو نه ليدل کېږي ، دوهم دا چې بدن په وسيله د هغه د جذب عملېه په اتومات ډول تر سره کېږي او موږ په کې په شعوري ډول کومه ونډه نه اخلو او درېم دا چې دغه د ژوند لومړی درجه مهم توکی تر اوسه په طبیعت کې په کافي اندازه موجود دی او کمبود ېې نه احساسېږي …
– د اکسيجن 1/5 مه برخه د ماغزو لخوا کارول کېږي .
– ونې مه وهئ ونې کېنوئ . په منځني ډول ېوه غټه ( بالغه ) ونه په کال کې دومره اکسيجن جوړوي چې د 2 کسانو د سا اخيستنې لپاره بسنه کوي . د اعدادو په ژبه دا 125 کيلو ګرامه اکسيجن کېږي .
– زموږ د مځکې شنه بوټي په کال کې 3 تريليونه ټنه خالص اکسيجن توليدوي .
– اکسيجن د هر مځکني ژوندي موجود د وزن 2/3 مه برخه جوړوي . H2O
– اوبلن شوی اکسيجن په مقناطيسي ساحه کې مقناطيسي کېږي او ېوه عادي اهنربا ېې هم ځان ته راښکلی شي .
# ونې مه وهئ، ونې کېنوی او ژوند سره مرسته وکړئ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button