هغه نښې چې ښيي، تاسې يو نابغه ياست

ژباړه: محمد عزيز پردېس
يوازې د رياضي د پېچلو مسئلو حلول او د فزيک د ستونزمنو تيوريو رامنځ ته کول، د نابغه کسانو د نښو څخه نه دي، بلکې د نابغه توب او د لوړ فکر لپاره ډېرې نښې نښانې شتون لري. په دې مقاله کې به تاسو ته د باهوشه او حتی نابغه کسانو ځينې نښې او علايم دروپېژنو.
که لاندې ذکر شوي ټولې برخې تاسو سره صدق وکړي او داسې انګېرئ چې تاسو کې دا ټولې ځانګړنې شته، نو احتمالا چې يو باهوشه، د لوړ فکر لرونکي او پوه پلټونکی شخص ياست. اوس به حتماً دې پوښتنې ته انتظار وئ، چې ایا تاسو يو نابغه يا با هوشه کس ياست که نه؟
له خوب څخه وړاندې د يو ځانګړي حالت سره مخامخېږئ
تاسو به ويده ياست، خو پخپلو سترګو به ځینې صحنې ګورئ. چورلټ داسې چې ويښ ياست خو خوب ګورئ، يانې دا چې په ويښه خوب ګورئ. که اوس تاسو هم مخکې له خوب څخه د داسې حالت سره مخامخېږئ، نو ډېر احتمال دی چې يو نابغه ياست.
د مور شيدې مو څښلي دي
د اوسني عصر ډېرې ميندې خپلو ماشومانو ته شېدې نه ورکوي او د خپلو اولادونو د شيدو د خوراک لپاره له نورو لارو څخه ګټه اخلي. مېرمنې په دې نه پوهېږي چې د څه ډول تېروتنې لامل ګرځي. د مور شيدې ډېرې ښېګڼې او ګټې لري، چې يوه زړه راښکونکې ګټه يې په ماشومانو کې د لوړ هوش او فکر رامنځ ته کول دي. وروستۍ څېړنې ښيي، هغه کسانو چې د مور شيدې څښلې دي، په ذهني ازموينو کې يې لوړې نمرې ترلاسه کړي دي؛ بناً که تاسو د خپلې مور د شيدو څخه برخمن شوي يۍ نو د خپلې مور څخه مو د دې لپاره مننه وکړئ، چې تاسو يې نابغه کړي ياست.
تل د ارامښت احساس کوئ
په اوسني عصر کې به داسې کسان ډېر کم پيدا شي چې د تل لپاره دې ارامه وي او سکون ولري. د ستونزو او تشويشونو په داسې پېر کې ژوند کوو چې، تقريبا هېڅ څوک د ارامښت او سکون لپاره وخت نه شي پيدا کولی. دې محدوديتونو ته په کتو، که تاسو داسې انګېرئ او احساس کوئ چې د ژوندانه ستونزې درته چندان اهميت نه لري او د سکون احساس کوئ، نو خپل ځان يو نابغه وبولئ. هغه څوک چې په متوسط ډول د لوړ فکر او هوش خاوندان دي، په دې ښه پوهېږي، چې څنګه د ستونزو او کړاوونو سره مقابله وکړي. دا د دې مانا نه ورکوي چې ګواکې هغه کسان چې د ستونزو او ربړو سره تل لاس او ګرېوان دي؛ هغوی دې نابغه ګان نه وي.

د کورنۍ غوره اولاد ياست
که د کورنۍ فعاله، تل د ستونزو سره مخامخېدونکی اولاد ياست، د کور په مهمو پرېکړو کې ستاسو نظر ته انتظار کېږي او داسې نور ورته حالتونو سره مخامخ يۍ، نو پوه شئ چې د کورنۍ ترټولو غوره اولاد ياست. با هوښه او نابغه کسان تل ډېر مسوليتونه په خپلو اوږو وړي.
ډېره مطالعه کوئ
هغه کسان جې ډېره مطالعه کوي، په دې مانا چې په مياشت کې درې کتابونه مطالعه کوي، نابغه دي. هغوی نه يوازې دا چې نابغه دي، بلکې نوښتګر هم دي. که د تل لپاره کتابونه مطالعه کوئ، تقريبا په دې مطمئن شئ چې يو نابغه ياست. خو دا په ياد ولرئ که مو د کتاب مطالعې ته نوې مخه کړې وي، نو فورا به نابغه نه شئ.
لويې هيلې لرئ
که لويې هېلې لرئ، نو حتما د کورنۍ، ملګرو او همکارانو لخوا رټل شوي او ځورول شوي يۍ. په کومه نړۍ کې چې مونږ او تاسو ژوند کوو، نو رويا پردازي یا ځان د لویو هیلو لرونکی ښودل پکې يو نامنل شوی کار دی. خو دا له ياده وباسئ چې خلک ستاسو د لويو هيلو په اړه څه فکر کوي. تاسو بايد په دې ووياړئ، ځکه دا ستاسو د نابغه توب يوه نښه ده. همدارنګه بايد يادونه وشي چې رويا پردازان یا ځان د لویو هیلو لرونکي ډېر بريالي خلک دي، نو خپلو لويو هيلو ته مو دوام ورکړئ او دا ستاسو په ګټه ده.
په مختلفو برخو کې عمومي معلومات لرئ
هرکاره خلک ډېرې وړتياوې لري، هغوی د دې پرځای چې په يوې برخې کې متخصص وي، نو دا غوره ګڼي چې په ټولو برخو کې مطالعه او مالومات ولري او دا غوره ګڼي چې د مختلفو څيزونو په اړه عمومي مالومات ولري؛ که تاسې د مختلفو موضوعاتو په اړه د زده کړې سره مينه لرئ، نو په ډېر احتمال سره چې يو نابغه ياست. دا په ياد ولرئ چې لئونارډو داوینچي، چې نړۍ له نوابغو څخه دی، يو هرکاره شخص و.
يوازيتوب غوره ګڼئ
که تل يوازيتوب غوره ګڼئ، نو خپل ځان عجيب او منزوي مه ګڼئ. په حقيقت کې تاسو بايد په دې ووياړئ، ځکه هغه کسان چې ډېری وخت يوازې وي، نو هغوی تل د نوښتيزو او ښو کارونو په کولو کې له نورو مخکې وي. ډ‌ېر داسې کسان پېژنو چې دوی هيله لري تل يوازې واوسي. يو نابغه يوازې کولی شي چې د څلورو دېوالونو په ارام چاپېريال کې فکر او کار وکړي.
ازادي غوښتونکي ياست
که سياسي لېبرالي نظرونه لرئ، نو د نابغه کسانو له ډلې څخه ياست. د ارواپوهنې مختلفې څېړنې او مطالعه ښيي، هغه کسان چې داسې نظريې لري، ډېر باهوشه او ځيني يې نابغه ګان دي.
سګرټ نه څکوئ
دا يو حقيقت دی چې سګرټ او نور مخدره توکي د روغتيا لپاره ډېر مضر دي. که تاسو سګرټ نه څکوئ نو معمولا د سګرټ څکوونکو له څنګ څخه به هرو مرو کله تېرېږئ او د هغه دود به ستاسو سوږمو ته حتما رسېږي. که تاسو سګرټ نه څکوئ، مونږ مو ستاينه کوو او دې ته مو هڅوو چې دې لړۍ ته دوام ورکړئ. يانې هغه کسان چې دخانيات نه کاروي نو، د نورو روږدو کسانو په پرتله هوښيار او تېزهوشه دي.
ټولنيز تشويش لرئ
که ټولنيز ( اجتماعي ) تشويش لرئ نو، خجالت مه کوئ. ځکه دا موضوع ستاسو په ژوندانه ډېر اغېز لري او په دې ووياړئ. هغه څوک چې اجتماعي تشويش لري، نو په عمومي توګه په ذهني ازموينو کې لوړې نمرې اخلي.
کوم کسان چې ټولنيز تشويش لري، نو هغه دندې چې لوړ فکر او ذهن ته اړتيا لري په ښه توګه ترسره کولی شي. لکه: سيمه ييز تحليلونه، د روانو پېښو او تحولاتو په اړه کافي مالومات درلودل او هغو ته د حل لارې موندل… .
ټولنيز تشويش، يانې د ټولنې په هره ستونزه کې ځان شریک ګڼل او پرې مغشوش کېدل.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button