د ارواپوهنې او ژبپوهنې له نظره په ماشومانو کې د خبرو کولو وده

د ارواپوهنې او ژبپوهنې له نظره په ماشومانو کې د خبرو کولو وده
ماشوم له پيدایښت څخه تر دوه کلنۍ پورې د نورو خبرو ته غوږ نیسي، او د خبرو په اورېدو خوشحاله کیږي. دا د ماشوم د مور او پلار لپاره اړینه ده چې له ماشوم سره خبرې وکړي، ځکه چې په دې توګه ماشوم ته د تقلید لار هوارېږي. ماشوم په دریو میاشتو کې ځان له دې ډول غږونو سره آشنا کوي، له دې وروسته د خبرو لومړۍ مرحله شروع کیږي. له شپږو میاشتو وروسته د خبرو جریان تقلید او تکرار کوي. د ماشوم خبرې د یو کلنۍ وروسته لږ لږ د لویانو په شان کیږي، د لومړي کال تر پایه ماشوم مجموعاً دوې یا درې کلمې زده کوي، مګر مخکې تر دې چې لومړۍ کلمه بیان کړي د غږونو په واسطه د هغه عاطفي حالت بدلون کوي او څو ساده کلمې درک کوي لکه: بابا، ماما، او داسې نور. د ماشوم لومړنی ځواب د مور د مینې په مقابل کې د هغه دې درک او پوهې نښه ده.
د ماشوم لومړنۍ خبرې:
د نورو مهارتونو په شان په مختلفو ماشومانو کې د خبرو کولو وده توپير کوي. په ټولیز ډول که چاپيریالي وضعیت مساعد وي، اختلال یا ضایع د ماشوم په عضلاتي، عصبي او د ویلو په وده کې نه وي، دا اورېدل یې طبیعي وي ماشوم د لومړني کال په پای کې هڅه کوي، هغه غږونه چې اورېدلي یې دي تقلید کړي. په دې ترتیب ماشوم د یو کلنۍ په موده کې یوه یا دوې معنی لرونکې کلمې بیانوي، د پنځلسو میاشتو څخه د لغاتونو تعداد زیاتیږي او دا لغاتونه څو برابره کیږي. ماشوم د پنځلسو څخه تر څلورویشتو میاشتو پورې د پنځوسو په شاوخوا کې لغاتونه زده کوي، چې له هغه وروسته د خبرو کولو په مضوع پوهیږي، يعنې په دې پوهیږي چې هر شی نوم لري او د خبرو کولو لپاره یې علاقه ډيریږي تر څو نوي شیان زده کړي او د نويو لغاتونو د زده کړې لپاره هڅه کوي، کوم لغاتونه چې ماشوم یې کار وي، د هغه شیانو په اړه دي چې دی ورسره بلدتیا لري. د ماشوم لومړۍ جمله بابا، ماما، اوبه، نه، نه دي. چې له خبرو څخه یې موخه دا ده چې “بابا ما واخله”. د دوه کلنی په پای کې ماشوم کولای شي دوې کلمې یا درې کلمې او یا جملې په ښه ډول ادأ کړي، چې دا ډول جملې د تلګرافي جملو په نامه مسما دي. ماشومان د دیرشو میاشتو په حدودو کې له درې سوه څخه تر څلور سوه کلمې زده کوي، په درې کلنی کې د تقلید په واسطه ډير څه زده کوي او د لغاتونو ذخیره یې زیاتیږي. په ټولیز ډول نجونې تر هلکانو د خبرو کولو په وده کې یوه یا دوې میاشتې مخکې وي. د خبرو کولو وده د ماشومتوب په دوره کې ډيره چټکه ده، یو درې کلن ماشوم د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کلمو پورې خبرې زده کوي. هغه ماشوم ډير څه زده کوي چې د کورنۍ د وګړو شمېر یې زیات وي.
د ماشومانو د خبرو کولو مؤثر عوامل:
۱- کورنۍ: په هغه ماشومانو کې چې په یوه سالمه کورنۍ کې پیدا شوي وي، نظر هغو ماشومانو ته چې په یوه غیر منظومه کورنۍ کې پیدا شوي وي، د خبرو کولو وده پکې زیاته چټکه وي، نو له دې امله کورنۍ د ماشوم په خبرو کولو کې تر هر څه زیات اهميت لري.
۲- د خبرو کولو توانایي: هغه ماشومان چې د خبرو کولو سیستم يې فعال وي، نظر هغو ماشومانو ته چې عصبي سیستم او د خبرو کولو سیستم يې مشکل ولري، د خبرو کولو وده پکې چټکه او خبرې کول زر زده کوي.
۳- ښوونکی: ښه ښوونکی له ماشومانو سره د خبرو کولو په وده کې زیات موثر دی.

پای
فضل الحق نوری وردګ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button