ماشوم مو انټرنېټ کاروي – دې لسو ټکو ته پام وکړئ

قدرت الله هېوادپال

انټرنېټ او آنلاين نړۍ زموږ د ژوند نه بیلیدونکې برخه ده، چې په هغې کې خپل اولاد او ماشومان آنلاين نړۍ لپاره روزل هم شامل دي، هغوی ته بايد هغه سلوکونه، مهارتونه او عادتونه وښيو چې وکولای شي له آنلاين وسيلو څخه بهتره او ښه ګټه واخلي.

ښايی تاسې ته له انټرنېټ وړاندې نړۍ ياده وي، ښايی دا فکر هم درسره وي چې انټرنېټ دومره مهم نه دی او کولای شئ خپل ماشومان ترې ليرې وساتئ، خو لکه څرنګه چې د کرونا/ کويډ وبا وښوده هغوی چې انټرنېټ ته يې لاسرسی درلود ماشومان يې په تعليمي لحاظه لږ منفي اغېزمن شو، نسبت هغوی ته چې له انټرنېټ يې نه درلود يا يې ورته لاسرسی نه درلود.

که تاسې وغواړئ يا نه، ستاسې ماشومان کولای شي انټرنېټ ته لاسرسی ولري، هغه ښايي ستاسې د ټليفون يا بلې وسيلې له لارې وي يا ښايي د خپلو ملګرو يا نورو د وسيلو له لارې آنلاين شي، ورسره بيلابيلې څيړنې ښيی چې د نړۍ کاروباري، تعليمي او آن حکومتي چارې مخ په انټرنېټ روانې دي، خدمتونه آنلاين کيږي او آن ځينې هېوادونو کې خو دولتونه خپل ولس هڅوي چې له دولتي او عامه خدمتونو څخه آنلاين ګټه واخلي تر څو يې اړتياوو ته ښه لاسرسی وشي.

پخوا به مو ملګري د يوې کوڅې او سيمې وو، نن ښايي ستاسې ماشومان له داسې خلکو سره ملګري وي چې د نړۍ په بل ګوټ کې اوسي او هیڅ به يې ونه ويني، خو لکه د هر ملګري په څير دا خلک به ستاسې د ماشومانو پر کړو وړو او فکر اغېزه ولري، او دا هم شونې ده چې دا ملګري به هغه څوک نه وي څه چې دوی يې وايي، نو ځکه والدينو لپاره مهمه ده تر څو پوه شي چې ماشومان يې آنلاين څه کړي او پرې نظر وساتي، او ورسره خپلو اولادونو ته مهم مهارتونه او ښه سلوکونه وښيي چې کله د دوی څارنه نه وي، هغوی پخپله خپلې پريکړې وکړي.

دلته موږ له داسې لسو کليدي ټکو يادونه کوو چې د مور او پلار يا بل مشر په توګه تاسې سره مرسته کولای شي تر څو په خپلو ماشومانو کې د انټرنېټ او آنلاين وسيلو بهتره او مسؤله استعمال وهڅوي او ورسره هغوی پوه کړي چې څرنګه ښې پريکړې وکړي.

لومړی: انټرنېټ تلپاتې دی

انځورونه، ويډيو، ويناوې او ټکي چې ستاسې ماشومان يې آنلاين پریږدي تلپاتې دي او ښايی کلونه وروسته يې هم ژوند اغېزمن کړي. خپلو ماشومانو ته وواياست چې مهمه ده پر دې پوه شي هر هغه څه چې آنلاين پریږدي بايد څو ځل ورته فکر وکړي، پر دې يې هم پوه کړئ چې مهمه نه ده دا پيغامونه يا عکسونه چا ته استوي، دا تل دې امکان لري چې دا عکسونه يا ويناوې به محرم پاتې نه شي او ښايي درېيمګړي ته ورسيږي.

ټولنيزو شبکو ويبپاڼې او نور ښايی ووايي چې هغوی ستاسې معلومات محرم ساتي، خو موږ يې وينو چې هره اونۍ د يو چا محرم او شخصي معلومات رسوا شوي وي، نو ځکه مخکې لدې چې يو څه آنلاين شي، بهتره ده د هغې په اړه فکر وکړئ.

boy sitting on chair beside table using tablet computer

دوهم: فيشنګ يا په بريښناليک کې نامعلومو اړيکو راتلل

هڅه وکړئ نه پخپله او نه مو ماشومان پر بريښنالیک کې هره اړيکه کلیک نه کړي، فشنګ (Phishing) څخه هدف عموماً په بريښناليک/ ايميل کې د ناوړه لنک (ويبپاڼې اړيکې/ آدرس) يا انځور يا بل څه پر کلیکولو خپلو شخصي معلوماتو سپارل وي. هغوی چې فشنګ طراحي کوي عموماً مقابل لوري ته بریښناليک استوي چې له ظاهره سمه ليک او اړيکه ښکاري او هغوی چې دا بريښنالیک پرانيزي ورڅخه غواړي چې شخصي معلومات لکه کاروونکي (يوزر) نوم يا پسورډ مو ورکړئ يا درڅخه غواړي چې راتلونکو اړيکو لپاره دا درليږل شوی انځور وګورئ، فورم ډک کړئ يا دا اړيکه پرانيزئ.

په داسې حالت کې تر ټولو ښه مشوره هم دا ده، مخکې لدې چې دا ډول اړيکې پرانيزئ ځان بايد ښه باوري کړئ چې پر راليږونکي پوره اعتبار لرئ يا تاسې ترې دا اړيکه غوښتې ده او پوهيږئ چې څه ډول معلومات ورکوئ.

درېيم: وسيله مو آپ ډيټ وساتئ

نه پوهيږم چې آپډيټ ته څه معنا ورکړم، خو عموماً هر کله چې تاسې کمپيوټري وسيله کاروئ نو د هغې پروګرامونه (سوفټ وير) وخت پر وخت نوي کيږي يا جوړوونکي يې وخت پر وخت نوې زياتونې او آسانتياوی خپروي ورسره که چیرې کوم امنيتي ننګونې سره مخ شي نو د هغې حل هم خپروي، نو ځکه بهتره ده چې د خپلې وسيلې پروګرامونه دوامداره نوي وساتئ.

girl watching behind boy holding smartphone

څلورم: د انټرنېټ هیڅ وړيا نه دي

مهمه نه ده چې وړيا لوبه وي يا وړيا مو يو څه ډاونلوډ کړي وي، د ټولنيزې شبکې ويبپاڼې وي يا نور آنلاين وړيا خدمتونه وي، شرکتونه هڅه کوي چې تاسې يا ماشوم مو د دې وړياوو په بدل کې شخصي معلومات ورکړي. دا شرکتونه بیا دا معلومات وړاندې خرڅوي يا مو پدې وړيا خدمتونه او لوبو کې توکو اخيستو ته هڅوي.

دا د حيرانتيا خبره نه ده چې دا مشهوره پروګرامونه او ويبپاڼې د خپلو کاروونکو په اړه څومره معلومات راټولوي، چې په هغې کې د اصل او آنلاين نړۍ دواړو معلومات شامل دي. يوه څيړنه ښيي چې تر ټولو ډير معلومات د فیسبوک او انسټاګرام لخوا راټوليږي، خو نور پروګرامونه هم ترې وروسته نه دي، ځينې بې اعتباره پروګرامونه آن له دوی هم ډير معلومات راټولوي، آن په هغه حالتونه کې هم کله چې تاسې دا پروګرامونه وتړئ.

د آی او ایس (آی فون او نور) او د انډرويډ (سامسنګ او نور) کاروونکي ټليفونونه او ګرځنده وسيلې د دې پروګرامونو لخوا د بې ځايه معلوماتو راټولولو مخنيوي لپاره وسيلې لري، چې کولای شئ د هغو له لارې پر ځان د دې پروګرامونو څارنې مخه ونيسئ، او هغه لوبې يا نور وړيا پروګرامونه چې ډير مو نه پکاريږي يا مو په ټليفون کې کار نه کړي، د هغوی له ډاونلوډولو څخه ډډه وکړئ.

پنځم: ماشومانو لخوا ټکنالوژئ وسيلې کارول په څارونکي ډول وهڅوئ

نن سبا اکثره ويل کيږي چې ماشومان بايد د ټکنالوژئ وسيلې ونه کاروي يا له درس اخوا له دې وسيلو سره احتياط وشي، خو نن څرنګه چې هر څه آنلاين کيږي، ډير ښايی ستاسې د ماشومانو ملګري هم د دې وسيلو له لارې له يو بل سره په اړيکه کې وي، چې له نورو سره راشه درشه او اړيکې د دوی د ودې لپاره مهم دي، نو ځکه هڅه وکړئ چې ماشومان مو د دې وسيلو بهتره او روغ استعمال ته وهڅوئ.

اکثره ټليفونونه او د ټکنالوژئ نورې وسيلې د استعمال څارنې لپاره پروګرامونه لري، کولای شئ ډاونلوډ يې کړئ، خو مهمه دا ده چې دا وسيلې او پروګرامونه زموږ د ژوند نه بيليدونکې برخه ده، نو ځکه د هغې ښه استعمال پخپله هم زده کړئ او ماشومان مو هم پوه کړئ چې څرنګه ترې مناسبه ګټه واخلي.

girl in pink shirt using black laptop computer

شپږم: آنلاين زده وکړه وهڅوئ خو د آنلاين معلومات پر منابعو او ريښتينولئ ځان باوري کړئ

د انټرنېټ يوه غښتلتيا او تر ټولو ستره ګټه د پوهې ولسي کول، افکارو او معلوماتو ته آسانه لاسرسي ده، هر څوک هر څه آنلاين خپرولی شي. خو، نيمګړتيا يې پدې کې ده چې ضرور نه ده دا هر څه دې رښتيا وي.

هڅه وکړئ آنلاين زده کړه وهڅوئ، ورسره مو ماشومانو ته وښاياست چې څرنګه ښه له بدو بيل کړي او څرنګه د زده کړې لپاره مؤثقې او باوري زيرمې پيدا کړي.

(موږ د آنلاين معلوماتو رښتيا معلومولو په اړه دلته لیکلي)

اووم: ټکنالوژئ چارو له بدلون خبر اوسئ

عموماً داسې ګڼل کيږي چې د يوې ټکنالوژئ وسيلې عمر نږدې اتلس مياشتې وي، اوس خو ځينې د بدلون دا نيټه خو لدې هم کمه ګڼي. هغه نوې لوبه يا ټولنيزې شبکې پاڼه چې ټول يې په اړه غږيږي ښايي مياشت دوه وروسته سړه شي، ماشومان د کمپيوټري لوبو تر ټولو ستر کاروونکي دي، نو له هغوی سره د دې په اړه غږيدل او ځان ترې خبر ساتل وخت نیوونکی کار دی.

د والدينو لپاره به سخته وي چې د خپلو ماشومانو هر آنلاین فعاليت وڅاري خو که چيرې تاسې ورسره دوامداره پدې موضوعاتو وغږيږئ نو کولای شئ چې ځان خبر وساتئ او د مور يا پلار په توګه مو کار آسانه شي.

د ټکنالوژئ پخوانيو تجربو ته په کتو دا د تعجب خبره نه ده هغه څه چې نن بازار لري ښايي سبا له فيشنه پریوځي، نو ځکه له خپلو ماشومانو سره پدې اړه غږيږئ، ځان پوه کړئ چې آنلاین څه کړي، او هغه فعاليتونه ستاسې پر اولاد او کورنۍ څه اغېزه لري.

اتم: د ماشومانو د ټکنالوژئ پوهې قدر وکړئ

هر څومره چې مو پر ماشوم قيد ډير کړئ، همدومره هغه لدې قيد څخه د خلاصيدو لارې چارې لټوي، او دا اصل د ټکنالوژئ لپاره هم صدق کوي، که تاسې د ټکنالوژئ پر وسيلې هر څومره قیودات کيږدئ دوی به له هغې څخه د خلاصيدو لارې چارې لټوي. دا هم امکان لري هغه وسيلې چې هغوی کاروي له تاسې به پرې ډير پوهيږي.

که چيرې تاسې د هغوی په وسيله کې کوم د څارنې پروګرام پټ په پټه ځای په ځای کړئ، لدې صرفنظر چې دا به ستاسې ماشومانو ته د اعتبار له اړخه څه ووايي، خو د دې امکان هم شته چې هغوی به ورڅخه د ځان خلاصولو لاره هم ولټوي.

هڅه وکړئ چې خپل ماشومان پر ښه او بد پوه کړئ، ورسره د دغه وسيلو ښه استعمال وروښاياست، بيا نسبي آزادي ورکړئ چې له دې وسيلو ګټوره ګټه واخلي، او تل ورسره د خبرو اترو لاره چاره پرانيستي پريږدئ، چيرې چې دوی پوهيږي که چيرې دا وسيلې خرابې کړي يا يې څوک ځوروي يا آنلاين ستونزو سره مخ کيږي، تاسې ته راشي او له تاسې سره وغږيږي.
نهم: آنلاين ابتکار وهڅوئ

انټرنېټ د ابتکاراتو يو تر ټولو ښه وسيله ده، خپل اولاد مخصوصاً زلموټي وهڅوئ چې آنلاین مسلکي حضور ولري، هغه ساحو کې چې دوی غواړي زده کړه وکړي مواد ورته برابر او مسلکي پوهې په لور يې رهنمايي کړئ. دوی کولای شي د خپلې خوښې په ساحو کې ويډيو جوړې کړي، بلاګ ولري، پاډکاسټ (غږيزه خپرونې) ولري، يا نورو ويبپاڼو ته ليکنې وکړي.

سره لدې چې ليکنې يا خپل ابتکارات ښودل به ښه وي، خو دا چارو دوی له ناپيژاندو خلکو غبرګون سره مخ کولای شي، نو ځکه له لیکنو او خپرونو سره يې پوه کړئ چې څرنګه انتقاد ومني او ناپيژاندو خلکو خبرې ځواب يا وزغمي.

لسم: څه وخت لپاره يې له ټکنالوژئ ليرې کړئ

نن سبا زموږ د ژوند ډيره برخه د ټکنالوژئ له وسيلو سره تيريږي. هڅه وکړئ له ټکنالوژئ ليرې شئ. د ټکنالوژئ له وسيلو پرته بيرون ولاړ شئ، داسې ګڼل کيږي چې دا وسيلې خپله هم اعتياد لري. ورسره د څو ساعتونو يا ورځو لپاره پریکون اعلان کړئ. له ماشومانو سره مو يوځای فزيکي فعالیت وکړئ.

د ټکنالوژئ شرکتونه هڅه کوي چې خپل کاروونکي وهڅوي هر څومره ډير وخت چې کولای شي دوی يې لدې وسيلو سره تير کړي، همدې لپاره دوی په دوامداره توګه هڅه کوي چې هر خدمت د دې وسيلو له لارې برابر کړي، لدوی څخه پریکون خپله يوه لويه ننګونه ده، هڅه وکړئ چې د ټکنالوژئ وسيلو په استعمال کې مو د ماشومانو

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button