له موبايل څخه د ګټې اخيستنې ځينې آداب

ریاض مقامزی
ګرځنده موبایلونه زموږ د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې. موږ له کوره نیولې بیا تر بازار، کار ځای، موټر او نورو ځایونو کې اړ کېږو، چې خپل موبایل و کاروو. خو دا باید هېره نه کړو، چې ځينو ټکو ته مو باید پام وي.
د موبایل کارول په مختلفو ځایونو کې خپل آداب لري. موږ ته پکار دي، چې په عمومي ځایونو لکه موټر، شفاخانه او یا بل هر ځای کې چې خلک ډېر وي په موبایل کې و نه غږېږو، خو که ډېر مهم وي باید په ټيټ غږ وغږېږو او خبرې لنډې کړو.
که څه هم د موبایل کارولو آداب په ټولو ځايونو کې يو ډول او عمومي نه دي خو ځينې ګډ ټکي هم شته، چې ځينې یې دا دي.
۱ ـ کله چې پر مهمو موضوعاتو جلسه ولرئ موبایل مو له ځانه لرې کړئ. دا کار ددې معنا لري، چې تاسو ته دا جلسه مهمه ده او نه غواړئ موبایل د جلسې خبرې غوڅې کړي.
۲ ـ کوښښ مه کوئ، چې نږدې کس ته هم د موبایل له لارې کومه خبره وکړئ. ددې پر ځای خپله ورشئ، وغږېږئ او پيغام مو ورسوئ.
۳ ـ بې دقته مه اوسئ. کله چې کوم چاته ایمېل او یا هم پيغام لېږئ وروسته له لیکلو یې بیا ځلې ولولئ تر څو کومه غلطي و نه لري او وکولای شئ خپل پيغام په سم ډول ورسوئ.
۴ ـ کله چې رسمي ځايونو ته ځئ، کوښښ وکړئ خپل د موبایل غږ خاموش کړئ. دا کار تاسو با نزاکته معرفي کوي او ستاسو د ښه شخصیت نمایندګي کوي.
۵ ـ له ملګرو او کورنۍ سره د ناستې پر مهال ځان په موبایل کې مه مصروفوئ. دا کار د مقابل لوري بې احترامي ده. که ستاسو سره ورته چلند وشي ممکن ډېر غوسه شئ. که تاسو ته د موبایل کارول ډېر اړين وي کولای شئ له ناستو ملګرو اجازه واخلئ. او ډېر ژر خپل کار خلاص کړئ.
۶ ـ که تر څنګ ته ناست کس مو موبایل کاروي تاسو یې ننداره مه کوئ. ممکن یاد کس و نه غواړي تاسو وګورئ چې هغه څه کوي.
۷ ـ په لوړ غږ مه غږېږئ! په لوړ غږ غږېدل په هر ځای کې ښه نه وي، خو که په موبایل کې تاسو په ډېر لوړ غږ غږېږئ ستاسو پر ساده توب دلالت کوي. کوښښ وکړئ آرام او ټيټ وغږېږئ. موبایل ستاسو غږ انتقالوي نو مهمه نده چې خپل آواز جګ کړئ.
۸ ـ لنډې خبرې کوئ. په موبایل کې ډېر وخت لپاره غږېدل له روغتيايي زیانه ور هاخوا ټولنيز بې نزاکتي هم بلل کېږي. دا چاره تاسو ګوښه ګير کوي او نور خلک پر تاسو بدګمانه کېږي. نو کوښښ وکړئ یوازې د ضرورت په اندازه وغږېږئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button