له طالبانو سره د ایران تازه ژمنه

له طالبانو سره د ایران تازه ژمنه

نویداحمد څرک

تازه ایران په افغانستان کې له طالبانو سره د درنو او سپکو وسلو او د جګړې د نورو تجهیزاتو د مرستې ژمنه کړې ده.

دا مرستې طالبانو د ایران د ګټو د ساتلو په بدل کې ورکول کیږي او طالبان مجبور دي چې د دې تجهیزاتو او وسلو په بدل کې په افغانستان کې د ایران د ګټو او موخو لپاره جګړه وکړي.

د ایران موخې په افغانستان کې مالومې دي او طالبانو تر دې وړاندې هم له ایران سره مشترکې د جګړې پروژې تطبیق کړي دي.

طالبانو ته اوس د ایران مرستې ځکه اسانه شوي چې د یو شمېر طالبانو کورونه له افغانستان سره سرحد کې د ایران په خاوره کې دي او هلته ورته سپاه پاسداران تمرینات ورکوي.

طالبان اروپايي هېوادونو ته د مهاجرت په نوم باندې له افغانستان څخه ځوانان په یوه او بله پلمه وړي او هلته یې په سپاه پاسداران باندې ټرننګ کوي.

سپاه پاسداران ته د طالبانو او طالبانو ته د سپاه پاسدارانو اکسس اسانه شوی دی، هغه طالبان چې ایران کې خوندي ځایونه لري، په اسانۍ سره د طالبانو پيغام ایران او د ایران پیغام د طالبانو مشرانو ته رسوي.

ایران په افغانستان کې دې سترې موخې لري.

لومړی دا چې ایران د اوبو له مدیریت سخت ډار لري او په دې باور لري، که افغانستان اوبه مدیریت کړي، دوی به له تندې مړه شي.

له همدې کبله یې طالبان لاس کې واخیستل چې د جوړیدونکو بندونو مخه ونیسي او هغه بندونه چې جوړ شوي دي، بیرته یې د ورانیدو لپاره کار وکړي.

دویمه موخه په افغانستان کې له امریکا غچ اخیستل دي، که څه هم طالبانو او امریکا هوکړه کړې چې پر یو بل به برید نه کوي، خو ایران هڅه کوي چې ځینې طالبان له دې هوکړه لیک څخه سرغړونې ته مجبور کړی.

ایران په تمه دی چې طالبان به د ایران غچ له امریکا واخلي، خو دا چې اوس بهرني ځواکونه ګزمي نه لري او ډير نه ګرځي، طالبانو ته دا فرصت نه دی پيدا شوی.

دریمه موخه د ایران په افغانستان کې د قومي تفرقو رامنځ ته کول دي چې طالبانو په تیرو کلونو کې هم دا کار کړی او بیا به یې هم د ایران لپاره کوي.

ایران هڅه کوي پر شیعه ګانو برید وکړي او مسوولیت یې پر سنیانو واچول شي او په دې سره به مذهبي تفرقه رامنځ ته شي.

دغه راز ایران هڅه کوي پر هزاره ګانو د طالبانو له لوري بریدونه وشي چې بیا قومي رنګ ورکړي او د هزاره او پښتون ترمنځ جګړه رامنځ ته شي.

خو تاسو باور ولرئ چې افغان ځواکونه ژوندي وي، نه به طالبان او نه به ایران دې موخو ته ورسیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button