نړیوال؛ امارت نه مني

نړیوال؛ امارت نه مني

عبدالمنان توحیدیار

طالبانو له امریکا سره د هوکړې په وخت داسې و انګیرله چې ګنې فتحه یې کړې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی یو ځل بیا په وحشت سره ځینې سیمې او ښارونه ونیسي.

طالبانو د فتحې دا خوبونه له ډير وخت کتل چې ګنې یو ځل بیا به په کابل مسلط شي او د اسلام اباد حکمونه به له کابل چلوي.

کله چې د دوحې د تړون یو کال پوره شو، طالبانو ته مالومه شوه چې د فتحې خوبونه باید اوبو ته ووايي او دا هیڅکله امکان نه لري.

د افغانستان د معضلې حل یواځې سیاسي تفاهم سره تړلی او جګړه هیڅکله نه شي کولی چې په افغانستان کې دې یوه ډله حاکمه او ثبات دې رامنځ ته کړي.

تازه د سپينې ماڼۍ ویاند یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته ویلي چې امریکا نوی حکومت دا مهال د هوکړې په ارزونه بوخت دی او تر دې وروسته به مالومه کړي چې له طالبانو څه ډول مخکې لاړ شي.

امریکا طالبانو ته ور په یاد کړي چې هیڅکله به بیا امارت نه راځي او په افغانستان کې به د سولې د خبرو له لارې یو حکومت رامنځ ته کیږي چې ټولې خواوې پرې راضي وي.

د دوحې په تړون کې هم دا ښکاره دي چې طالبان د جګړې له لارې نه شي کولی چې واک ترلاسه کړي او که داسې کوم حرکت یې وکړ، نړیوال به بیا له افغانانو سره ودریږي او طالبان به وځپي.

دوه ورځې وړاندې په روسیه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د هغه هېواد د ملي امنیت شورا منشي هم په ډاګه کړه چې امارت د منلو نه دی او روسیه د سولې هغه پروسې څخه ملاتړ کوي چې سیاسي تفاهم باندې وي.

طالبان اوس بد راګیر دي، جنګی طالبان یې جګړه نه بس کوي، تاوتریخوالی کوي او سیاسي طالبانو یې له امریکا سره هوکړه کې د تاوتریخوالي کمیدو باندې هوکړه کړې.

جنګي طالبان یواځې د فتحې په انتظار ناست دي، وینې تویوي او سیاسي ډلې یې له امریکا سره هوکړه کې ویلي چې هیڅکله به د جګړې له لارې کابل نه نیسي.

نو دې ټولو ته په کتو طالبان پرته له خبرو بله لار نه لري، داسې خبرې چې اوربند رامنځ ته شي او یو ګډ حکومت باندې توافق وشي چې هم طالبان او هم اوسنی حکومت او افغانانو ته د منلو وي.

د طالبانو ملاحظات چې پر اوسني حکومت او یا نظام یې لري، د خبرو له لارې حل کیدلی شي، نه د جګړې له لارې، دا خبره نړیوال هم کوي او طالبانو هم منلې چې خبرې کولی شي چې ځینې اصلاحات راولي.

خو د طالبانو مجبوریت دا دی چې ځینو سیمو کې طالب قومندانانو باندې برلاسي نه دي او هغوی له جګړې نه شي راګرځولی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button