له بهرنیو هېوادونو سره د امان الله خان اړیکې

استادشهسوارسنګروال

امان الله خان د انګرېزانو په نیت پوهېدلی و چې نه غواړي د زړه له کومي له افغانانو سره ښې اړيکې ولري نو ځکه یې د هغوی په دوستۍ باور نشو کولای.

بله کومه خبره چې پاچا ته موهمه وه د قبایلو خپلول وو چې له برتانوي هند نه یې جلاکړي.

د افغانستان پاچا ته دا هم په زړه پورې وه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته د عثماني ترکې په وېشلوکې د برتانوي ښکېلاک لوی لاس وو.

ولې له دې سره سره دا وېره هم ورسره وه چې (سره ښکېلاک) سرو لښکرو اوپوځونو په منځنۍ اسیا کې په تېره بخارا او خېوې کې خپلې منګولې ښخې کړې وې.

امان الله خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي دواړو کوښښ کاوه چې د دوه زبر ځواکو هېوادونو په منځ کې خپلې دېپلوماتیکې اړیکې داسې ټینکې کړي چې دافغانستان ملي ګټې خوندي وي.

افغان پاچا امان الله خان پدې پوهېده چې د دولتي او ټولنیز جوړښت له مخې د شوروي فدرالي روسې او د سرمایه داري رژیمونو تر منځ بنسټیز سیاسي اختلاف شتون لري.

نو ځکه یې شوروي اتحاد ته د دوستۍ لاس اوږد کړ.

ده له مخکې د دربار غلام بچه ګانو مشر محمد ولي درواز د اپرېل په سرکې (۱۹۱۹ ز کال) د بخارا د سفیر په توګه ټاکلی وو.

شوروي دولت هم لمړنی هېواد وو، چې د مارچ په اوه ویشتمه (۲۷) نېټه یې د یوې اعلامې په ترځ کې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وه پېژندله.

پاچا امان الله هم د اپرېل په (۷) مې او شلمې نېتې د شوروي اتحاد مشر لېنن په نوم پیغام واستاوو. دستیوارت د څرګندونو له مخې:

… ایران، ترکې، جاپان، فرانسې او امریکې ته هم ورته پیغامونه د دېپلوماتیکواړیکو د ټینګښت لپاره واستول شول. [1]

د برتانوي چارواکو(کینه) شېبه په شېبه ډېرېده او د افغانستان د دېپلوماتيکو اړیکو د پراختیا ځغم یې نه در لود.

دوی په ډاګه ویل چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د روسيې قونسلګرۍ پرانسته د برتانوي هند په کورنیو چاروکې لا س وهنه ده.

افغان واکمن ته د پنجدې خبره هم ډېره مهمه وه نو د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي ته یې دنده وسپارله چې دابس دېته را مات کړي چې د افغان وسلوال پوځ سره د وسلو مرسته وکړي. که چېرې روسیه د هېواد په شمالي سیمو برید وکړي چې موږ یې په کلکه د پرمختګ مخه و نیسو.

موږ د وسلو له مرستې پرته د روسانو د برید مخه نشو نیولی او که چېرې له موږ سره بېړنۍ مرسته وشي تېري کونکو ته پرمخ څپړه ورکولي شو.[2]

امان الله خان غوښتل، پخوا تردې چې له روسانو سره اړیکې پرې کړي، باید د انګرېزانو لخوا ډاډ تر لاسه کړي.

دواړو ښکېلاک ګرو (روسیې او انګلیس) هېوادونو د افغانستان ثبات نه غوښته اوسیا سي شوکارې لګولې اوپخپلو څرګندونوکې ژمن نه ښکارېدل، نوځکه د روسیې استازي (سوریتز) وویل چې موږ پدې ټینکار نه کوو چې د برتانوي هند په ګاونډ قونسلګري پرانیزو.

حال داچې، مرکزي حکومت لوړه او ژمنه کړې وه چې امير ته به پیسې او وسلې ورکوي. هغه ته باید ډاډ ورکړل شي پدې شرط چې روسانو سره اړیکې پرې کړي.[3]

له بده مرغه چي افغان چارواکِي د روسیې او انګلیس له دې پرېکړې خبر نه ول چې دوی د سوداګریزو اړیکو په بهیرکې د روسیې استازو انګرېزانو ته ډاډ ور کړی وه چې موږ د قونسلګریو پرانیستې ته بیړه نه لرو.

ولې بیا هم د «ستیوارت» په اند افغان ټولواک دېته اړ وه چې د دوه سترو ګاونډیو ترمنځ داسې حالت غوره کړي چې د هېواد خپلواکۍ ته یې زیان ونه رسېږي.

د افغانستان خپلواکي دی دېته هڅاوه چې د دواړو ځواکمنو ګاونډیو تر منځ انډول وساتي، په همدې موخه یې روسانو ته لاس اوږد کړ.[4]

له شوروي اتحاد سره د افغانستان اړیکې
الکساندر براوین د روسیې لومړی استازی وه، چې د افغانستان له خپلواکۍ وروسته د ۱۹۱۹ ز کال په پای کې د افغان چارواکو سره خبرې پیل کړې.

د دوی د خبرو موخه داوه چې افغانستان د بریتانیا له دوستۍ او اړیکونه لرې وساتي.

افغان پلاوي د مې په ۲۸ مې نېټې د محمد ولي خان په مشري چې غړي یې لودین عبدالرحمن، محمد ګل خان مومند، میرزا محمد خان یفتلي، فیض محمد خان زکریا، سیف الرحمن، عبدالحمید، هدایت الله، بشیراحمدخان، عزیزالرحمن، ادیب افندي او بیا وروسته څرخي غلام صدیق خان ول د تاشقند په لور رهي شول.

پلاوي لمړنۍ خبرې په کابل کې د شوروي لخوا ټاکل شوي سفیر الکساندر براوین سره پیل کړې. وروسته مسکو ته وخوځېدل چې په مسکو کې له درانه هرکلي سره مخ شول او بیا یې له لېنن سره هم ولیدل.

د خبرو اترو بهیر له چټک بدلون سره پرمخ روان وه. ان داچې د فبرورۍ په ۲۸ (۱۹۲۱) نېټې د دواړو هېوادونو لخوا يو تړون هم لاسلیک شو.

ولې شوروي اتحاد غوښتل چې د تزاري روسيې په څېر د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپله ولکه ټینګه کړي. افغان واکمن امان الله نه یوازې د پنجدې، مروې او د یو شمېر نورو سیمو بېرته ترلاسه کول غوښتل. بلکې د بخارا او خېوې د خپلواکۍ ملاتړ یې هم کاوه.

همدا لامل وه چې د بخارا له امیر سید عالم خان سره یې دهغه د وړاندیز له مخې پوځي مرسته وکړه.

برتانوي چارواکو هغسې هم یوه پلمه لټوله چې د افغانستان او شوروي تر منځ څرنګه اړيکې خړې پړې کړي؟

دوی ته د شوري اتحاد او جرمني هېواد هغه تړون هم په زړه وه چې د دواړو هېوادونو لخوا په ۱۹۱۸ کال کې د مارچ په میاشت د «برسټ لیټو فسک) پنوم لاسلیک شوې وه.

جنرال ملیسن General wilfird malleson دیوه پوځ په ملتیا چې وسلې او پيسې ورسره وې مشهد ته لاړ.

د بخارا ځوانانو چې د امیر سید عالم شا په وړاندې پاڅون پیل کړی وه د اګست په میاشت (۱۹۲۰) کال کې بخارا ونیوو، یو شمېر چارواکي او پوځیان یې ونیول چئ پدې کې افغانان هم شامل ول،

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عبد الهادي داوي په مشرۍ یو پلاوى چې غړي یې څرخي غلام صدیق، غلام حیدر خان ول د اکتوبر په (۲۰) شلمه نيټه بخارا ته واستوه.

پلاوي د بخارا له ولسمشر غلام محی الدین، خواجه عبدالرحیم په کابل کې د بخارا سفیر (چې بیا یې افغان بیعت ومانه) او د یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړې.

داوي د افغانانو د ښه نیت څرکندونه وکړه او ورته ویې ویل افغانستان نه غواړي چې د بخارا په کورنیو چاروکې لاسوهنه وکړي.

دوی هغو ټکو ته هم ګوته ونیوه موږ غواړو چې بخارا یو خپلواک هېواد وي. بيا یې افغان بندیان خوشي کړل. پلاوی بېرته راستون شو.

د بخارا پخوانی امیر د یوې مودې لپاره په دوشنبه کې وو بیا افغانستان ته راغی او په فبرورۍ کې (۱۹۲۱ز کال) کابل ته ورسيد او همدلته ومړ.

د افغانستان چارواکي په دې پوهېدل چې ښکېلاک ګر هېوادونه چې په هره بڼه کې وي خپلې موخې لري.

شوروي اتحاد هم لکه د برتانوي چارواکو په څېر په خپلو ژمنو پښې کېښودې او کوم څه یې چې ویلي وه په هغو خبرو ونه درېدل.

لکه د بخارا او خېوې خپلواکي، افغانستان ته د هغو سیمو بېرته سپارل چې د تزاري روسې د بریدونو پرمهال نیول شوې وې، د سوداګریزو توکو لېږد او رالېږد پرته له کوم محصول نه د قونسلګريو پرانسته او نور یادولی شو.

د لودویک ادمک د څرګندونو له مخې:

« شوروی اتحاد منلې وه چې هر کال به یومیلیون روبل سره او سپین زر افغانستان ته د مرستې په ډول ورکوي.[5]

د نوي بلشویکي حکومت چارواکو ویناوې د یوه غولونکي سیاست پر بنسټ ولاړې وې او د افغانستان حکومت هم يو لړ خپلې غوښتنې لرلې نو ځکه ددواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې.

دافغانستان او شوروي د اړیکو خړپړتیا
په قبایلي سیمو د برتانوي هند پر له پسې بریدونو، دهند له لارې افغانستان ته د وسلو په راوړلو بندیزونه، له بهرنیو هېوادونو سره دافغانستان اړیکې او یو شمېر نور لاملونه ول چې د افغان او برتانوي چارواکو تر منځ یې سیاسي باور زیان من کړی وه.

افغان واکمن امان الله دېته لېواله و چې د یوه خپلواک او سرلوړي افغانستان پاچا وي.

د یادو ستونزو د لرې کولو لپاره یې غوره وګڼله چې له شوروي اتحاد سره دوستانه اړیکې ولري.

دا چې ولې دغه اړیکې ونه پالل شوې او د دواړو لورو د بې باورۍ لامل شوې؟

پدې تړاو یو شمېر لاملونو ته سر ښکاره کو:

-شوروی اتحاد د تزارۍ روسيې په څېر غوښتل چې تودو اوبو ته لاره پیداکړي. نو ځکه یئ کوشش کاوه چې له افغانستان سره دوستانه اړيکې ولري.

– دې موخې ته درسېد لپاره شوروي چارواکو ژمنه وکړه چې د افغانستان نېولې سیمې بېرته پرېږدي.

له دې سربېره افغانستان او شوروي اتحاد د خېوې او بخارا خپلواکۍ ته هم غاړه کيښودلې وه.

-شوروي چارواکو نه یوازې داژمنې عملي نه کړې بلکه په منځنۍ اسیا کې د افغان حکومت اغېزو لا هم شکمن کړل.

– شوروي اتحاد دا نشوی ځغملی چې افغان چارواکو د منځنۍ اسیا د مسلمانانو یوالی غوښت.

په مروه کې د (۴۰۰) څلور سوه افغان سرتېرو ځای پرځای کېدل، د یو شمېر قومونو ترمينځ جوړجاړی ،د سرخس په سیمه کې د افغانانو پر مټ د ترکمنانو خپل منځي یوالی، د بلشویکانو د جریمو لغوه کول، په فرغانه کې د محمد امین بېک سره د افغانانو مرسته.

دغو لاملونو او ددې په څېر داسلامي او انساني خوا خوږیو له کبله افغان، شوروي اړيکې د ۱۹۲۰ ز کال په لومړیو کې دومره خړې پړې شوې چې شورویانو له ډېرې غوسې نه وسله وال برید ته ملا وتړله.

ــ د سره ښکېلاک سره پوځ فرغانه او خېوه لاندې کړه اوله « پنجدې» نه یې د افغانانو لاس لنډکړ.

ـ په بخاراکې د بخارا له امیر نه وروسته شوروي چارواکو، د شورا په بڼه د یوه حکومت بنسټ کېښود. چې پدۍ سره افغان، شوروي اړيکې لازیانمنې شوې.

ـ په فرغانه، بخارا، او دمنځنۍ اسیا په نورو سیمو کې د ترکې د یوه پخواني چارواکي انور پاشاه هاندې او هڅې چې مسلمانان یې د شوروي په وړاندې لمسول.

امان الله خان چې خپل ځواکونه یې د هېواد شمال ته و لېږدول، روسان یې اندېښممن کړل. د امو سیند په منځ کې د «درقد» د سیمې په سر دافغان، شوروي اړيکې دومره د خواشینۍ کچې ته ورسېدې چې پاچا امان الله د هېواد شمال ته ځواکونه واستول.

ولې روسان د درقد له ټاپو نه پرشا شول. د مينځنۍ اسيا له وګړو او له ترکانو سره د پان اسلامېزم مفکورې پر بنسټ، له «باسمچي» (شوروي ضد ځواکونه) ځواکونو سره د دامان الله خان انساني، اسلامي، او اخلاقي مرسته.[6] روسان نهیلي کړل.

پاچا امان الله څه غوښتل؟
امان الله خان پدې اند وه د افغانستان او برېتانیا تر منځ چې کوم دفاعي تړون شتون نلري. ولې بیا هم د هند د ساتلو لپاره که شوروي په افغانستان برید وکړي ښا یې افغانستان وژغوري او مرسته ور سره وکړي.

که څه هم شوروي دومره پوځي او اقتصادي ځواک نه درلود، چې په افغانستان برید وکړي. ولې بیا هم د بخارا او خېوې نیول، په افغانانو ناوړه اغېزه وکړه.

ددې ترڅنګ یې دغه وېره هم خوره کړې وه چې د منځنۍ اسیا افغانستان او هند د وګړو تر منځ د تګ او راتګ په وسیله کېدای شي کمونستي اند او فکر د هند تر نیمې وچې پورې خپور شي.[7]

افغان واکمن امان الله غوښتل چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپلواک هېوادونه د اسلام د سپېڅلي دین په رڼاکې منځته راشي.

د « بسمه چې » پنوم ِغورځنګ هم پدې هیله چې یو خپلواک اسلامي هېواد جوړ کړي د شوروي اتحاد په وړاندې پاڅون وکړ.

امان الله خان پدې اند وه چې باید افغانستان د عثماني تر کې په څېر دریځ ولري دا ځکه، په لومړۍ نړیواله جګړه کۍ عثماني ترکیه ماته شوه او خپل پخوانی برم یې له لاسه ورکړ.

چې یو شمېر چارواکي په سر کې انور پاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا لمړی شوروي او ورپسې افغانستان ته راغلل.

د بخارا پاشا سید عالم او ابراهیم بيګ هم چې د منځنۍ اسیا د خپلواکۍ لپاره جنګېدل په افغانستان کې استوګن شول.

د برتانوي هند یو شمېر مخکښ ازادي پلوي هم په کابل کې فعال ول…دا ټول هغه لاملونه ول چې پاچا امان الله یې دېته هڅاوه چې یو کنفډریشن جوړ کړي.

افغان حکومت لیدل چې شوروي اتحاد نه یوازې خپل ځواکونه د بخارا او خېوې نه د خپلو ژمنو له مخې ونه ویستل بلکې خپلې مورچلې یې ټینګې کړې.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې شوروي استازي(راسکولینکوف) چې نوی د (سوریتز) پرخای ټاکل شوی وه د اعتراض په توګه وویل چې شوروي ځواکونه بايد له منځنۍ اسيا نه ووځي. هغه وويل چې دغه لږکي ځواکونه د بخارا د حکومت په بلنه راغلي دي. کله چې حکومت وغواړي چې دوی ووځې نو پرته له ځنډه به سیمه پرېږدي.

ولې شوروي اتحاد د خپل دغه غولونکي سیاست له مخې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه د تزاري روسیې په څېر تر خپل واک او ځواک لاندې راوستل.

انور پاشا پدې پلمه چې غواړي د انګرېزانو په وړاندې مسلمانان و هڅوي د شوروي چارواکو ملاتړ يې خپل کړ.

هغو هم لمړی دی باکوته واستوه او وروسته یې ترکستان ته و لېږه.

نوموړي په ۱۹۲۲ ز کال د مارچ پر میاشت کې د بسمه چیانو سره مل شو او د شل (۲۰) زره تنو په شاوخوا کې اسلام پالې ځوانان پر ځان راټول کړل.

جمال پادشا هغسې هم په افغانستان کې وه او ابراهیم بيک هم لکه د انور پاشا په څېر د یوه پیاوړي لښکر سر وال وه، د یو شمیر څرګندونو له مخې کابل چارواکو په مارچ کې (۱۹۲۲)کال د انګلیس استازی « همفرېز» ته داسې ویلي وو:

امان الله خان هم په (۱۹۲۲کال مارچ) کابل کې د برتانیا داستازي همفريز له لارې انګرېزانو نه وغوښتل چې د بخارا او خېوې خپلواکي ومني. او هم د وسلو او پیسو مرسته ورسره وکړي. ولې هغوی دده وړاندیز ته کوم ځواب ونه کړ[8].

ددې لپاره چې ابراهیم بیګ، انوربیګ او جمال پاشا او نور پدې ډاډه شي چې افغان ټولواک د بخارا او خېوې ازادۍ ته ژمن دي. نو بیايې ددفاع وزیر محمد نادرخان د قطغن تنظیميه رئيس، د عدليې وزیر محمد ابراهیم او څرخي غلام نبي خان مزارشریف او شجاع الدوله یې هرات ته ولېږل.

له دې سربېره یو شمېر پوځې ځواکونه یې د انور پاشا په ملاتړبخاراته واستول چې په فرغانه کې له « بسنمه چې) جنګیالیو سره مرسته وکړي.

سایکس percy sykes په خپلو څرګندونو کې ډاګيزه کړې ده چې دا خبره شوروي چارواکوته څرګنده شوې وه چې افغانان د منځنۍ اسیا له ازادۍ بښونکوسره مرسته کوي نو ځکه یې:

(سردار عبدالرسول خان چې افغان سفیروه پدې تور له بخارا نه بهر کړ چې له جنګیالیو سره مرسته کوي.[9]

سکاټ هم د امان الله خان د دربار منشي له خولې چې په انګلیسي ژبی یو اثر یې لیکلی دی.(اوس په برېټش کتابتون کې خوندي دی) منځنۍ اسیا ته پرلاره د باندنیو چارو وزارت یو پوسته چورشوه چې یو شمېر سندونه یې شورویانو ترلاسه کړل. (۷ مخ)

شوروي چارواکو سربېره له دې چې بخارا یې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې وځپه بلکې ګڼ شمير کسان یې دېته و ګمارل چې له منځنۍ اسیا نه را واخله تر افغانستانه پورې دا ټولې سیمې باید و څاري.

په دغو څار ګرو کې یو هم اقابکف Georges agabekov وه ده ډېر څه په خپلو سرګو ليدلې او کتلی دي، نه یوازې ده بلکې والټر هم، دوی دواړو په افغانستان کې دندې درلودې چې جاسوسي وکړي.

د (پنجدې) په تړاو د نورو په څېر دوی او د جۍ- پي-یو- غړیو په وار وار دغه خبرې غبرګې کړېدي چې شوروي چارواکو په ښکاره نه غوښتل چې د افغان چارواکو سره ښکېل شي. ولې له یوې خوا یې له هغو سره سر خوځاوه او له بلې خوا سره پوځ ته دنده وسپارله چې پنجده لاندې کړي.

څار ګروته دا په غوږ کې څڅول شوی وه دا په ډاګه ووایي چې د پنجدې خلکو پخپله نه غوښتل افغانستان حکومت پورې وتړل شي.

د جي- پی- یو- مسر په خپلو کې يوه ورځ په ځغرده وویل: د« ریفرنډم) خبره د نړیوالو لپاره موږ شار بلله کنه ځواکونه مو د خلکو په جامو کې ور ولېږل او پنجده مو لاندې کړه.

بلشویکان هم لکه د « پترو کبیر» غوندې پدې لټه کې ول چې د هند سمندر ته ځانونه ورسوي.

په لرې ختیز کې زیړ سمندرګی او په منچوریاکې «پورت ارتر) بندر ته لاس رسی ولري.

خو د روس او جاپان جګړې (۲٠ مې پېړۍ په سرکې) د دوی لاسونه لنډ کړل.د دې یو لامل دا وه چې د اکتوبر(۱۹۱۷ز کال) انقلاب تزاریان نسکور کړل دا ارمان یې تر سره نشو.

افغانستان ته د شوروي اتحاد « او لیتماتوم)» له یوې خوا د انور بیک وژل د ابراهیم بیک اعدام او د انګرېزانو لاسوهنه له بلې خوا د پاچا امان الله هغه هیله تر سره نکړه چې غوښتل یې په افغانستان د اسلامي (کنفدړیشن) بنسټ کېږدي.

[1] :- ستیوارت په افغانستان کې اور لګېدنه چاپ کال ۱۹۷۳ او ۳۷ مخ

[2] :- Rhea tally stewart, firein Afghanistan 1914-1929 ( newyark), 1973. P.163-64

[3] :- Adamec, sfghsnistan , 1900-1923/1610

[4] :- Stewart, firein sfghanistan. P: 183

[5] :- لودویک ادمک د شلمې پېړۍ تر نیمایې پورې….۶۱مخ

[6] :-vartan Gregorian, the emergence of modern Afghanistan …Stanford university press, 1969,p; 236

[7] :- غوث عبد الصمد د پوهندوی ساکایې ژباړه سقوط افغانستان ۶۱مخ

[8] :- ادمک لودویک د شلمې پېړۍ تر نیمایې د افغانستان اړیکې ..۷۰مخ

[9] :- سایکس percy sykes سل رسمي سندونه ، قلمي نسخه ۲ ټوک برټش کتابتون ۲۹۵ مخ . ارنولډ فلچر ۱۰ اې (۲۰۰-۲۰۲ مخونه) د افغانستان بهرنی سیاست (ادمک) ۷۰-۷۱ مخونه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button