څنګه په مطالعې باندې مئین شو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

(دویمه برخه)

۸ ـــ د مطالعې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړئ

داسې یو چاپېریال پیدا کړئ چې خاموشه، د مناسبې روښنایي لرونکی او آرامه وي، حتا کولای شئ د کوټې یوه ګوښه د مطالعې لپاره په پام کې ونیسئ. شاوخوا ته مو د ګډوډونکو حواس لاملونه کولای شي، ستاسو لپاره تمرکز کول سخت او ستونزمن کړي. د هېچا نه خوښېږي، چې یو متن څو څو ځله ولولي.

یادونه

د مطالعې لپاره د یوه مناسب ځای پیدا کول، د زیاتره کسانو لپاره د یوه ښه کتاب د ټاکلو په اندازه مهم دی.

ـــ کله وخت افراد له رڼا سره د حساسیت له امله ځورېږي او همدا کولای شي، د مطالعې پرمهال د هغوی لپاره د سرخوږي لامل وي. له دې امله غوره ده چې د ډېرې روښنایي لرونکو او خوځېدونکو متنونو له مطالعې څخه ډډه وکړئ.

ـــ دغه راز اړینه نه ده چې هرومرو په کور کې مطالعه وکړئ، کولای شئ له کتابتونو یا حتا له هغو پارکونو څخه، چې تاسو ته نږدې دي، د مطالعې لپاره ګټه واخلئ.

۹ ـــ د مطالعې ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ

هڅه وکړئ چې د خپلې ورځنۍ مطالعې لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ، حتا که دا وخت لس دقیقې له سبا ناري وروسته، شل دقیقې په ملي بس کې او پنځلس دقیقې له ویده کېدو مخکې وي، په دې صورت کې به ووینئ، چې په بشپړ نامحسوس ډول، د ورځې ۴۵ دقیقې وخت مو په مطالعه باندې مصرف شوی دی.

ـــ تاسو کولای شئ، مطالعه د خپل ځان لپاره د یوې لوبې په بڼه رامنځته کړئ. د مطالعې لپاره ځانګړي وختونه وټاکئ او له مطالعې وروسته خپل ځان ته ډالۍ ورکړئ. په پای کې به وګورئ چې خپله مطالعه ستاسو لپاره یوه غوره ډالۍ ده.

۱۰ ـــ تل له ځانه سره یو کتاب ولرئ

تاسو هېڅکله نه پوهېږئ، چې کېدای شي څو دقیقې اضافي وخت ولرئ، مثلاً د انتظار په صالون کې په تمه پاتې کېدل، د عمومي نقلیه وسایلو په وسیله تګ راتګ، په رسټورانټ کې د دوستانو را رسېدو لپاره په تمه پاتې کېدل، دا هغه وختونه دي، چې موږ دې ته هڅوي، چې خپل ګرځنده ټیلیفون را واخلو، فېسبوک، تلګرام او خپل پیغامونه چک کړو. له خپل ځان سره د یوه کتاب په لرلو سره کولای شئ، په خپل ځان کې له مطالعې سره مینه زیاته کړئ.

ـــ که برېښنایي کتاب لوستونکی ولرئ، نو کولای شئ چې یو بشپړ کتابتون له ځانه سره ولېږدوئ. ټاکنه له تاسو سره ده.

۱۱ ـــ د مطالعې لېست ولرئ

څه د یاد داشت کتابچه او څه په ګرځنده ټیلیفون یا بله وسیله کې د یاد داشت اپلیکېشن لرئ، نو هغه په خپل لاس کې ولرئ، چې هغه سرچینې چې وینئ یا یې اورئ په هغه کې یاد داشت کړئ او په راتلونکې کې یې مطالعه کړئ، په کتاب پلورنځیو یا کتابتونونو کې د سرلیکونو او لیکوالانو یاد ته سپارل ستونزمن کار دی او د کتاب ټاکنې بهیر ستونزمنوي. په خپل لاس کې د یوه لېست لرل، تل هغه کتابونه، چې کولای شي، ستاسو لپاره په زړه‌پورې وي‎، پیدا به کړئ.

ـــ که په کتابتون یا کتابپلورنځي کې یاست او یو کتاب تاسو ته هڅونکې مُسکا کوي، نو له ځنډ پرته هغه په لېست کې یاد داشت کړئ او یا له پښتۍ څخه یې یو انځور واخلئ. په دې تګلارې سره کولای شئ، چې په راتلونکې کې یې په آسانه توګه واخلئ.

۱۲ ـــ هغه لیکوالان یا ټولګې، چې ورسره مینه لرئ، وې څارئ

کله چې د یوه لیکوال د لیکنې په ډول باندې مئینېږئ، په خپله د لیکوال او نورو هغو کتابونو په اړه، چې لیکلي یې دي، څېړنه او پلټنه وکړئ، حتا که ستاسو د لیکوال د نورو کتابونو موضوعاتو ځان ته جذب نه کړي، د ځانګړو لیکنو له سبک سره مینه لرل کولای شي، چې تاسو د هغو کتابونو په لور سوق کړي، چې ښايي له هغو څخه د خوند اخیستلو تمه مو نه لرله، له دې امله هرومرو د هغه لیکوال ټول کتابونه ولټوئ، په کوم باندې چې مئین یاست.

۱۳ ـــ خپله مطالعه عمومي کړئ

هغو کتابتونونو او د مطالعې ډلو په لټه کې واوسئ، چې ستاسو د خوښې وړ کتابونو ته پام کوي او د هغو غړي شئ. مطالعه لکه د فلم یا د ټلویزیون ننداره کول یو ټولیز کار نه دی، خو تاسو کولای شئ، تر یوه بریده دا کار عمومي کړئ. تاسو کولای شئ د بوختیا په توګه، د یو بل د کتابونو په اړه خبرې اترې وکړئ.

ـــ په دې بڼه د سیمه‌ییزو ډلو موندل خورا ستونزمن کار دی، خو تاسو کولای شئ په انلاین چاپېریال کې په آسانه توګه د مطالعې له ټولنو سره آشنا شئ.

۱۴ ـــ غږیزو کتابونو ته غوږ ونیسئ

کله وخت ښوونځی، پوهنتون، کار یا نورې بوختیاوې تاسو ته اجازه نه درکوي، چې د خپلې خوښې وړ برخه کې د مطالعې لپاره کافي وخت ولرئ، په دې شرایطو کې غږیزو کتابونو ته په غوږ نیولو سره، په خپل ژوند کې د کتاب یوه تشه برخه په ورځنۍ بڼه ډکه کړئ، حتا غږیزو کتابونو ته غوږ نیول تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې هغو بوختیاوو ته په پام سره، چې لرئ یې او نه شئ کولای، چې کتاب ولولئ، خو له زده کولو او مطالعې څخه خوند واخلئ او هغو ته لېواله شئ.

۱۵ ـــ د خپلې سیمې کتابتون ته ورشئ

زموږ د هېواد په ډېری کتابتونونو کې د کتاب مطالعه کول وړیا دي او د امانت په توګه د کتاب اخیستلو لپاره ډېره کمه بیه اخیستل کېږي. د خپلې سیمې کتابتونو ته په ورتګ باندې ځان عادت کړئ، چې تل له مطالعې سره، سرو کار ولرئ.

۱۶ ـــ کتاب پلورنځیو ته ورشئ

څه کوچني، څه لوی کتاب پلورنځي معمولاً د پلور لپاره بېلابېل کتابونه لري او د کتابونو د پېر او په هغو باندې د مرور لپاره تر ټولو غوره ځای دی، چې ورسره مینه لرئ. کله وخت د کتابونو د قفسونو په وسیله کلابند کېدل او د هغو کتابونو په منځ کې مېشتېدل، چې ورسره مینه لرئ، د کتاب له اخیستلو او مطالعې سره ستاسو د شور او شوق کچه ډېره زیاته لوړوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button