له استانبول ناستې څه تمې کیدای شي؟!

عبدالمنان توحیدیار

د سولی روان بهیر ته که دا ځل په معقول دریځ او یووالی بڼه ځير نشو د بن ترکنفرانس به لا ډيري ناخوالی او ناببره پایلی له ځانه سره ولری.

د امریکا ننی استعجالیت د افغان سولې په وړاندې هم د پوښتنی وړ بحث ده؛ له کومه ځایه چی روښانه ده واشنګټن او اسلام آباد تر افغان لوری په محتوایی سطح کی ‌‌‌‌‌‌ډير ذیدخل او ذینفع بلل کیږی او برلاسي دي چی د سولې پروسه راڅرخوی؛ پرون قطر نن په مسکو صبا استانبول بله ورځ یوبل ځای.

ولی د افغانستان یو ولایت نه؟ چې په وار وار سره د افغان ولس میړنیو ولسوونو په طالبانو او نړیوال غږ وکړ چې رادې شي د افغانستان په دننه حتی د لوې پکتیا په ټغر دې کښیني او د لوي پکتیا قومونو به یې د هر ډول مصونیت او امنیت په ټنګښت کې ذیمه واری تر سره کړي. اما اساسی پوشتنه دا ده چی مونږ به ترکله سوله د هیواده بهر لټوو او جګړه به په افغانستان کی کوو.

له ورایه ښکاری چې مونږ افغانان لا تر اوسه هم د نورو د ناوړو موخو او نیابتی جګړی د سون توکو په څير سوزول کیږو، ترڅو به د بهرنیو قدرتونو ستراتیژيکي منأفع دلته تأمین کیږي.

ای افغان ملته په ځانګړي توګه ځوان ملته راویښ شي که چیري له خپلو اسلامي، ملي او فرهنګي ارزښتونو او ویاړونو څخه په کلکه دفاع ونکړو د برده ګی اوغلامی سند مو پردی بیا راته امضا کوي. او وینی به زمونږ د مظلوم او کړیدلی ولس تویږي، څرنګه چې په تیرو څلورو لسیزو کې په میلونونو افغانان د دوي د ناوړو موخو او اهدافو لپاره قرباني شول، دهیواد ملي شتمني او ارزښتونو مو له خاورو سره خاورې شول، هیواد مو له ګونډو او یتیمان ډګ شو، او دغه بدمرغې لا هم روانه ده او له مونږ څخه قرباني اخلي.

راتلونکی که ونه ژغورو تاریخ به مو خامخا وننګوي لکه ځينی یی چی په تیر برم را تحریف کړل؛ مونږ که نن ورځ رټل شوي یو، ځپل شوی یو، اشغال اوبرمته شوي یو، خپله ټوله مادی او معنوي شتمنی مو له لاسه ورکړی، هره ورځ مو ځوانان د بهرنیو هیوادونو په سیندونو کې د کبانو خوراک شوي، د تعلیم او پراختیا له کاروان څخه مو ولس وروسته پاتې شوی او دې ته ورته لسګونه نورې ناخوالې او کړاوونو مو چې دغه مظلوم ولس زغملي د پرون ورځی د زعماوو او رهبرانو تقصیر وو، چې د ملي ګټو پر ځاي یې د پردیو ګټي خوندي ساتلی وي.

تیرو ناخوالو او تجربو ته په کتو سره، اوس د حکومت تر څنګ دا د ټول افغان ولس او په ځانګړي توګه د امنیتي ځواګونو او ځوانانو ګډ مسوولیت دی تر څو هیچاته بیا اجازه ورنکړو چې زمونږ د هیواد او ولس پر وړانډې خپل بیا داسې تصمیم ونیول شي چې مونږ یو ځل بیا له کورنې جګړي او تاوتریخوالي سره مخ کړي او د دغو دوو لسیزو هغه لاسته راوړنې چې د ډیرو قربانیو په ورکولو سره زمونږ حکومت او ولس تر لاسه کړي بیا د دوي د ناوړو موخو ښکار شي.

په پای کې له وسلوالو طالبانو نه مو هم هیله دا ده، که چیري دوي په رښتیا ځانونو خپلواک او افغان بولې او د هیواد د ملي ګټو خوندیتوب غواړي نو لومړی دی اوربند وکړي او په صادقانه ټوګه دې د سولې بین الافغانی خبرې پر مخ یوسي، پر ځان او افغان ځوريدلي ولس باندې دې رحم وکړي نور د وينې تويولو ته د پای ټکی کيږدي افغانان وژنه دی بنده کړي او په پای کې دی له حکومت سره يو جوړجاړي ته ورسیږي او د خپل ویجاړ او ځپل شوي هیواد په بیا روغاونه او پراختیا کې دی فعاله ونډه واخلي.

په هیواد کې د یوې رښتیني او تلپاتې سولې په هیله.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button