کرزی او نور سیاستوال ولې د طالب خبره بدرګه کوي؟

سیدعبدالله پاچا

د خوست په تړاو د کرزي او پلويان د طالب پلوو څرګندونو په اړه په لاندې لیکنه کې ځينې موارد دي چې باید پرې فکر وشي، د هر افغان وژنه په هرنوم چې وي مردوده ده خو دا چې طالبان دې زرګونو افغانان وژني، پلونه، سړکونه او عامه تاسيسات دې نړوي هيڅوک دې نه غندي خو که طالب څوک ووژل او انځورونه يي پر دولت ور تاوان کړل بیا دې له کرزي تر وردګ او زاخيلوال پورې هر سړی لګيا شي او غندنې دې کوي دا خيانت او د يوې ترهګرې ډلې ښکاره پلوي توب دی.

په خوست کې په صبریو کې ټالیبان سخت کلابند وو، د پاکستاني «ګوډ تاليبانو» د مشر ګلبهادر ډلې او حقاني شبکې ته ای اس ای ګډ ماموریت ورکړی وو چې د صبریو او سرحد ځينې سيمې ناامنه، پر وزیرستاني افغانانو کړۍ راتنګه اودوی اړ باسي چې له دې سيمې هم يا وتښتي او يا بیرته مقبوضه وزیرستان ته واوړي او بیا يی پاکستانی پوځ قتل عام کړي.

اوس چې ځانګړو ځواکونو د ځمکې اوهوا له لارې د پنجاب مليشې کلابندې کړي له سیاستوال تر فيسبوک چلونکي پورې ډير د ټالیب مبلغين جوړ شوي دي خو دوی هغه ورځ هيڅ نه لیکل چې ټالیب وحشیانو لکه غمي د ځاځيو ځوانان په لارو، دیرو او کروندو کې په شهادت رسول، په هغه ستم اډو منکر دي چې ټالیبان به په زوره د خلکو په کورونو ننوتل، خلک به يي ربړول،په لویو لارو کې به يي ماینونه خښول، کروندې او شنې سيمې له منځه تلې، له خلکو په زوره ميلمه پالنه او ګرمې ډوډۍ ګانې غوښتل کیدې او هره ورځ به په سلګونو ځنګلي ونې پرې کيدې او پنجاب ته به قاچاق کيدې.

خوست کې نیول شوې وسلې، د ټالیبانو بیرغونه، سټلايټ ټلیفونونه،درنې وسلې، بوشکه اي ماينونه او نور جنګي وسايل ددې ښکاره ثبوت دی چې ټاليبانو په خوست کې څه نيت لاره.

په خوست کې په عملیاتو کې هيڅ دول ملکي مرګ ژوبله نشته او که وي هم لامل يي دادی چې ټاليب خرمرګي د خلکو په کورونو کې پټ دي، ددوی بوشکې په حجرو او ديرو کې پټې کړای شوي،له قصده ځينې کورونه ورانيږي، کليوال په شهادت رسيږي او هڅه داده چې سخت کلابند شوي د ګلبهادر او حقاني شبکې پنجاب پلوې مليشې ونه ځپل شي او لږ تر لږه د تيښتې لار ورته پرانيستل شي خو نه موږ باید دا سهوه هيڅکله ونکړو او هلته راغلي د پردیو په اشارو خوځيدونکي افراطي اشرار په پوره قوت وځپل شي اوس چې ټالیب هره آوازه خوروي او اذهان خرابوي د بیرته جوړیدا او مستند سازي لپاره وخت شته، رسنۍ او د بیان ازادي حاکمه ده چې کله سيمې له ترهګرو پاکې شوې د ټاليب او ګل بهادر ډلې پر ظلمونو به ډير مستندونه جوړ شي او هغه وخت به پوی شئ چې رښتيا څه وو.

که رښتيا پر افغان وژنه مو زړه درد کوي راشئ چې ټول وغندو که د خوست فيک انځورونه او ويديوګانې درته حقیقي ښکاري نن په کندهار کې د هغې مور په اړه مخالف سياستوال او د کرزي د شرارت محور ولې څه نه وايي چې ټاليب وحشیانو حمل ته پر لاره مور په موټر کې شهيده او له زیږون مخکې يي زوی ورته په ګيډه کې ټپي کړ؟ ولې پر هغه غوربندي ځوان څه نه ويل کيږی یا لیکل کيږي چې ټاليب وحشيانو يوازې ددې لپاره شهید کړ چې ولې ملي بیرغ لیږدوې؟ ولې په خوست کې د ټاليب وحشیانو له لوري د چينار ځوانانو قتل عام، د حجرو، کروندو،ځنګلونو او ملکي کورونو پر برمته کيدو لیکل نه کيږي؟ که ټاليب نه وی د پوځي ځواک د کارولو اړتیا به څه وه؟ که ټاليب د خلکو کور نه وی برمته کړی ولې به ملکي مرګ ژوبله اوښته؟

په خوست کې هغه پلار چې وايي زوی او ميرمن يې شهیدان شوي دا دوه افغانان د دولتي ځواکونو په مرمۍ نه دي لګيدلي دوی د هغه ټاليب خرمرګي د وحشیانه واسکټ ښکار شوي چې ده ته ور په تن شوی وو خو چې کله يي په کور کې د باندې د وتو هڅه يي کړې چاودنه يي کړې او یوه کورنۍ يی تباه کړې، هغه جنازې چې په ويديو کې ښودل کيږي دا هغه مظلوم خوستیان دي چې د ټالیب په راکټي او قصدي ډزو کې په شهادت رسول شوي دي. اکثریت د ړنګو کورونه انځورونه چې نشریږي دا د خوست نه بلکه د وزیرستان هغه ړنګې مېنې دي چې پنجاب نړولي او ترې ژوندي پاتې وګړي په خوست کې د ګلان په کمپ کې شپې او ورځې سبا کوي او که يو نیم د خوست هم وي ټاليب ددې لپاره چې ځان وژغوري خپله په بمونو الوزولي دي ځکه ټاليب په بم خښولو او الوزولو کې کافي تجربه لري.

په خوست کې امن، سياسي شعور او ولسي ويښتابه پنجاب ته د خطر زنګ وو اودی، نن په خوست کې له دې دومره ستونزو سره سره د جمهوریت په ننګه زرکسيزه غونډه پنجاب ولیده،پنجاب د خوست د درې میليونو رايو کارول هم ليدلي وو، پنجاب د خوست د سمسورتیا لپاره د خوستوالو د زرغون حشر ولولې هم لیدلې وې، پنجابیانو دا هم درک کړې وه چې په خوست کې پيدا شوی جلال الدین حقاني او ډله يي په خوست کې هيڅ نفوذ نلري او پنجاب دا هم ولیدل چې څنګه ددوی د وحشت له امله له مقبوضه وزیرستان څخه په زرګونو بې کوره شوي وزیر او مسید په خوست کې آرام او هوسا ژوند لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button