فیسبوک او شخصیت

رفیع الله آرمان

د ټولنيزو پاڼو په انقلاب کې فیسبوک یوه مخکښه رسنۍ ګڼل کيږي چې د هر چا په لاسونو کې ده، په نړيواله کچه يې ملتونه او وګړي سره پيلي دي او يو ګډ کلی یې ترې جوړ کړی.

په دغه مشترک کلي کې د فرد فرد کړنې، اندونه، غم، خوښي او … څرګند دي.

د حقيقي ژوند سره په دغه موازي سیاله نړۍ کې کټ مټ لکه په کلي کې؛ ډېر خلک د نېک شهرت او درناوي څخه برخمن او ځينې نور بیا د مخالفتونو، لانجو حتا له سپکو سپورو سره مخ دي.

فیسبوک خو د سیاست او ټولنيزو سياليو بيخي روڼ ډګر دی.

ويل کيږي فیسبوک د کړو وړو ترڅنګ د انسان درون هم څرګندوي، یعنې ستاسو د شخصیت هغه پټ راز راسپړي چې تاسو يې له نورو خلکو پټول غواړی.

تر ډېره هغوی په فسبوک کې ښه خلک بلل کيږي

چې خبرې او نشرات يې په منطق او نرم استدلال ولاړ وي، کمينټونه خو يې اصلا بيخي کم خو اصلاح راوستونکي او لنډ وي.

دا چې فیسبوک د هر چا لپاره د نقد، نظر څرګندولو او مشورو تر ټولو ښه تريبيون دی، نو له همدغه آدرسه د ټولنې يو ستر اخلاقي بعد هم څرګندېدلی شي.

دلته هغه خبرې او نظر په ښه ډول څرګندولی شئ چې په زړه مو يې غواړي مخاطب ته يې وړاندې کړئ. خو دلته بشپړ انصاف له تاسو سره دی، او دا اختیار هم لری چې مخامخ يا په مجلس کې يې جرات درسره نشته.

انصاف مو ځکه یاد کړ، هغه ویره یا جرات چې درسره په مخامخ نقد، نظر او مشوره کې نشنه دلته بشپړ له خپل اختیار نه بر خمن یاست!

که ټولنيزو نزاکتونو، اخلاقو او مسوليتونو ته پاملرنه ونه کړی او خپل احساسات کابو نه کړی، نو ممکن درنه زيادروي وشي، ممکن له هغه څه هم وړاندې ګام کيږدی چې مخاطب ته مو په مخامخ نقد او نظر کې ويل غوښتل.

که د خپل نقد او نظر ټول ابعاد په نظر کې ونه لری، کیدای شي ستاسو استدلال عيب جن یا ان پر تاسو د نيوکې او نقد تنده لاره پرانيزي.

فیسبوک لکه ستاسو د کلي او کوڅې د بنډار ځای په څېر دی، دلته ټوکي، مجلسي، موادب او … پکې شته، هر يو پکې خپل رول لوبوي

خوښه مو خپله چې خپل رول لوبوی او که تقليد کوی او يوازې مو موخه فیسبوک فعاله ساتل دي.

لکه څومره چې دلته نقد او نظر آسانه دی، همدومره شخصي حريم او حدود هم په آسانۍ ماتېدلی شي، تاسو به ډېری شخصي مسايل او محرم رازونه ليدلي وي چې د خپل منځي خصومت په نتيجه کې يې په دغه نړيوال کلي کې د خلکو مخ ته غوړولي وي.

که تاسو د کورنۍ له يوې محرمې ښځينه غړې سره په پارک، بازار یا کومه اداره کې ګرځی را ګرځی هيڅ خبره نه ده او دا يو معمول دی، خو که مو د فسبوک په پاڼه د کورنۍ کومې ښځینه غړې په نقاب او حجاب پټ انځور هم را ښکاره شو، نو د همدغې محرمې سره مو جامې ختلې بوله.

لکه وړاندې مو چې وويل فیسبوک ستاسو په شخصیت پورې نيغ په نيغه اړيکه لري، او ستاسو درون هم څرګندولی شي

پام مو وي چې که مجرد یاست نو ستاسو راتلونکې خوسرګنۍ ستاسو د ښه شخصیت پته له همدې ځايه نيغ په نيغه موندلی شي.

فیسبوک تر ډېره په وخت وژونکي او کرکې زيږونکې رسنۍ هم مشهوره دی، خو ښې ګڼې هم لري

زه ډیری داسې کسان پيژنم چې د هيڅ يوه ښوونځي او پوهنځي دروازه يې نه ده ور خلاصه کړې، خو د فسبوک له نویشتو يې د ليکوالۍ او لوستلو رڼه لاره موندلې ده.

که خپلې خبرې په دې جمله را ټولې کړو

چې که کتابونه نه مطالعه کوی او مينه ورسره نه لری، نو بیا به فیسبوک درته ګټور پرې نه وزي، او رښتیا به مو خپل قيمتي وخت وړیا له لاسه ورکړی وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button