طالبان پر سوله باور نلري

طالبان پر سوله باور نلري

نویداحمد څرک

طالبانو په ښکاره اعلان وکړ چې د استانبول کنفرانس کې ګډون نه کوي او شاید هیڅ کنفرانس کې ګډون و نه کړي.

د ترکیې کنفرانس ممکن بیخي و نه شي، ځکه کله چې طالبان دې کنفرانس کې ګډون نه کوي، نو د ترسره کیدو ضرورت یې نه پاتې کیږي، ځکه طالبان وایي چې تر څو بهرنیان افغانستان کې وي، دوی هیڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي.

که طالبان د ترکیې کنفرانس کې ګډون هم و نه کړي، امریکایان دا کنفرانس جوړوي، طالبان په تمه دي چې لومړی دې د دوحې تړون عملي شي، بهرني ځواکونه دې له افغانستان ووځي، بیا به دوی بین الافغاني تفاهم ته داخلیږي.

خو طالبانو سره افغان لوري یا افغان حکومت د سولې خبرو کې ډير مخکې لاړ، زندانیان یې ورته خوشې کړل، اوربند وړاندیز یې وکړ او د خبرو لپاره یې پلاوی وټاکه، خو طالبانو مقابل کې هیڅ و نه کړل.

طالبان د ترکیې کنفرانس او د افغانستان د شخړې مهم برخه ده، نو کله چې طالبان په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي، نو له دې کنفرانس هم څه تمه نه شي کیدلی چې کومه نتیجه ترې ترلاسه شي، د طالبانو نه ګډون به د افغانستان د سولې په پروسه یو ډير لوی ګوزار وي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښکاره خبره ده چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شدت پيدا کوي او بحران رامنځ ته کولی شي، نو دا معقوله تګلاره نه ده چې طالبان دې کنفرانس کې له ګډون انکار کوي.

د سولې په تړاو کنفرانسونو کې د طالبانو نه ګډون ښکاره خبره ده چې د کنفرانسونو نتایج سر له اوسه تر سوال لاندې راولي، طرفونه باید ټول کنفرانسونو کې حضور ولري او طالبان د جګړې یو لوی اړخ دی او د سولې په تړاو هر کنفرانس کې باید حضور ولري، او که طالبان داسې تيښته کوي، نو ښکاره ده چې د جګړې اړخ قوي کیږي او د سولې پروسې پروړاندې خنډونه راپورته کیږي.

که طالبان داسې له ټولو کنفرانسونو تيښته کوي او جګړې باندې تمرکز کوي، دا په ښکاره له افغانانو او نړیوالو سره د جګړې اعلان دی.

افغانستان کې تجربو ښودلې چې هیڅوک د زور له لارې واک ته نه شي رسیدلی او که واک ته ورسیږي، نو دوام نه شي ورکولی.

ښه خبره دا ده چې جګړه د سولې او تفاهم له لارې له منځه لاړه شي او یو دایمي ثبات لپاره ښکیل اړخونه سره کیني او نور جګړه پای ته ورسیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button