سوله !

عاشق الله وزیری

سوله د ټولنې نړی او بشري ژوند لوی ارمان دی.
هغه ارمان چې له کلونو راهیسي موږ یې ده پوره کېدلو په تمه یاستو، خو دا سوله به کله ، څوک او څنګه موږ ته را ډالۍ کړي .
افغانستان داسې یو هیواد دی چې زرګونه کلونه پکې جګړه روان ده .دا جګړه ده واک ته رسیدلو په سر راڅرخي، د واک لاسته راوړلو لپاره ډیرو خپل ورونه ووژل او ړانده یې کړل ،او چا د خپل خاورې په خرڅولو واک لاسته راوړلو ، د واک تږه او تنده دومره زوروه وه چې پردیو هر څه ترې غوښتل دوی نه ورته نه کوله حتا خپله خاوره چې معنوي مور یې بلو .
د نړۍ هر ځواک سره مو سر وجنگولو خپل شجاعت او زړورتيا مو نړۍ ته ور ښکاره کړه خو هغه ړنا چې موږ ورته اړتیا لرو تر اوسه مو لا موندلې نه ده ، زموږ کور کې لا د وینو بوی او تور تم دی ، د شنو بوټو او د وچې دښتې ترمنځ چې جګړه او سوله ده ،لا زموږ په زړونو کې ورته توپیر نشته دی ځکه موږ کله سوله په سترګو نه لیدلي او نه له ارامښت او خوشحالیو ډک ژوند څخه یې خبر نه یاستو .
کلونه او سلګوني ورځې تیرې شوي او د سولې خبري روان دي خو کومه خاصه پایله یې موږ وه نه لیده . قطر ، مسکو ، عربستان او ترکیه کې مو راغوڼد کړې او د سولې خبري پیل کړي چې ځینې وخت له پیله ښکاري چې زموږ تېر باسلو لپاره دا هڅي رواني دې.خو موږ دومره ورته اړتیا لرو چې څوک یې نوم واخلي لس ځلي لاسونه ورته مچې کوو. دخبرو پیل سره د هېواد دننه بیا موږ ورته خوبونه ګورو چې سوله راشي ځه به خپل پلارنې ټاټوبي ته به لاړ شم، نورستان ته به لاړ شم، بدخشان په دنګو غرونو کې به وګرځم، په کور به نه کینم، خوشحاله ژوند به وي او نور به کومه مور د خپل د اولاد په درد اوښکه نه تویه وي ، ځوانان به د کبانو له خوراکه وژغورل شي ، هر څه به سم وي ، که چیرته دا خبري یوه مثبته پایله ولري. که پایله یې منفي هم وه بیا هم موږ هیله مند یو چې یوه ورځ به سوله زموږ د هېواد دروتزه را ټکوي چې زه د ستاسو میلمنه یم، باوري یم موږ ښه میلمه پالنه کو ځکه په ارزښت یې یواځې موږ پوهیږو او هسې نه هم زموږ وینه د ښه میلمه پالنې په نوم کافي شهرت لري.
د هغه ورځ په ارمان چې سوله وه وېنم!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button